Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

قاسمي: په سوریه کې د امریکايي ځواکونو شتون له پیله یوه تېروتنه وه

0
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سوریه کې د امریکايي ځواکونو حضور له هماغه پیل راهېسې غیر منطقي او د ترینګلتیا سرچینه وه.


دا له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه، د ایران لومړی رسمي عکس العمل دی.


ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې امریکا له سوریې خپل ټول دوه زره سرتېري په دې خاطر وباسي چې د ده په وینا، دغلته د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش پر ضد جګړه بریالۍ شوې ده.


د ایران رسنیو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې ویلي، په سوریه کې د امریکايي ځواکونو موجودیت له هماغه پیل راهیسې یوه لویه تېروتنه وه.


ایران د بشار الاسد د رژیم یو مهم متحد دی.


د راپورونو له مخې، ایران دا مهال په سوریه کې سلګونه پوځي سلاکاران او زرګونه ایراني جنګیالي لري چې د بشار الاسد د ځواکونو ترڅنګ په جګړه کې برخه لري.


 


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *