Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2019

روسيه او ايران په کسپين سمندرګي کې ګډ پوځي تمرينات کوي

0
روسيه او ايران په پام کې لري چې په کسپين سمندرګي کې ګډ پوځي تمرينات وکړي.


د ايران د سمندري ځواکونو يوه چارواکي ويلي چې دغه تمرينات به ډېر ژر وشي.


مهر خبري اژانس نن د ايران د اميرالبحر حسين خانزادي په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي:


"دا د دواړو هېوادونو تکتيکي، د ژغورنې او د سمندري غلو پرضد جنګي تمرينات دي."


ايران او روسيې په ٢٠١٥ او ٢٠١٧ میلادي کلونو کې هم په کسپين سمندرګي کې دېته ورته پوځي تطبيقات کړي وو.


خانزادي ويلي، د کسپين سمندرګي په شااوخوا کې پراته هېوادونه په سيمه کې د هر هغه هېواد د پوځي حضور مخالفت کوي چې له دغه سمندرګي سره ساحل نه لري.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *