Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 19.01.2019

د پښتون ژغورنې غورځنګ د تېر او راتلونکې په اړه له منظور پښتين سره مرکه

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي چې په تېر يو کال کې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ويل شوی خو دوی به خپله اييني مبارزه جاري ساتي. نوموړی وايي لويه لاس ته راوړنه يې د خپل حق لپاره غږ پورته کول، نړيوال په خپل حالت خبرول او د ولس له زړونو وېره ختمول ده. له نوموړي سره د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي مرکه کړې او په لومړي سر کې يې د غورځنګ د تېر کال فعاليت او پرمختګ په اړه پوښتنه ورڅخه کړې. مرکه لاندې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

د سوات کباړي بازار تودې جامې

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا په سوات کې زياتره خلک له يخنۍ نه د ځان ساتلو لپاره تودې جامې له کباړ بازار نه اخلي. دوي وايي دغه دويم لاس کباړي سامان ډېر په ارزانه بيه تر لاسه کوي او معيار يې هم ښه وي. نور حال د مشال راډيو خبريال نيازاحمدخان په ويډيويي راپور کې.

امرالله صالح د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست په توګه استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

امرالله صالح د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست په توګه نن رسماً استعفا وکړه. دا خبره د روېټرز خبري اژانس نن د ځینو سرچینو په حواله کړې ده. ولسمشر غني ته یوې نږدې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې به امر الله صالح د ولسمشر لومړی مرستیال وي. ټاکل شوې چې ولسمشر غني به سبا یکشنبه یو وار بیا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندیدۍ لپاره له خپلو مرستیالانو سره نوم لیکنه وکړي. ولسمشر غني مخکې ویلي وو چې محمد سرور دانش به یې په راتلونکو انتخاباتو کې دوهم مرستیال وي. Читать дальше...

په امریکا کې د ایران د یوه ټلویزیون نیول شوې خبریاله نه ده تورنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فدرالي محکمې د اسنادو پر اساس، د یو ایراني ټلویزیون خبریاله چې په امریکا کې زېږیدلې او دغلته په وروستیو کې توقیف شوې، په کوم جرم نه ده تورنه شوې. مرضیه هاشمي د ایران د انګلیسي ژبې ټلویزیون پرېس ټي وي خبریاله ده. د دې زوی وايي، مور یې د تېرې یکشنبې په ورځ د امریکا د فدرالي پولیسو له خوا په سنټ لویس کې نیول شوې ده. هغه له نیول کېدو وروسته واشنګټن ته لېږدول شوې. تر اوسه د دې خبریالې د نیول کېدو دلیل نه دی روښانه شوی. چارواکو ویلي، تمه کېږي چې مرضیه هاشمي به د هغې د بیان اخیستلو... Читать дальше...

د جنوبي پولې او ځېنو تړل شوو حکومتي ادارو په اړه لوی اعلان کوم: ټرمپ

Mashaalradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې نن [د جنورۍ پر ۱۹مه] به د امریکا د حکومت د جزوي تړل کېدو او د هېواد پر جنوبي پوله د بشري بحران په اړه یو لوی اعلان کوي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.



د ننګرهار په غازي امان الله خان ښارګوټي کې ۲۶۴ کیلو ګرامه چرس ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په لسګونو کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول. په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت له خوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي چې ۲۶۴ کیلو ګرامه چرس هغه مهال د غازي امان الله خان د ښارګوټي په سیمه کې ونیول چې په پام کې وه د دوو موټرو په وسيله يې له روداتو ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته قاچاق کړي. د نیول شویو نشه يي موادو په تور دوه کسان نیول شوي چې په خپل جرم تر اعتراف وروسته عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.

موحد: له نشه يي موادو سره د مبارزې مرکز ۱۸ کسان محکوم کړل

Pa.azadiradio.com 

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ۱۸ کسان په مجازاتو محکوم کړل. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا ۱۸کسان چې د نشه يي موادو د قاچاقو د ۱۳پېښو په تړاو دې مرکز ته معرفي شوي، د دې مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو له خوا له درېیو کالو او شپږو میاشتو څخه نيولې بيا تر لسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي. د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د دې مرکز محکمو ۲۱ قاچاق کوونکي په مجازاتو باندې محکوم کړي دي.

درې زره کیلوګرامه چرس په هلمند کې ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

درې زره کیلوګرامه چرس د هلمند بهرامچې سيمې ته د قاچاقو پر مهال ونیول شول. د هلمند ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۸۵۰کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول شول چې په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې د هلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ څخه يې د ګرمسېر له لارې د بهرامچې سیمې ته قاچاق کړي. د دې موادو د قاچاقو په تور څلور کسان نیول شوي او دوه ميله وسلې هم ورسره نيول شوي دي.

'رسنۍ دې خبريالان په جبري توګه له نوکريو نه لرې کوي'

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې خبريالانو د خپلو حقونو لپاره د احتجاجي مظاهرې پروخت د رسنيو له مالکانو غوښتنه کړې چې په غېر قانوني توګه دې خپل کارکوونکي له څوکيو نه لرې کوي. نن [د جنورۍ پر ۱۹مه] د راولپنډۍ او اسلام اباد خبريالانو تنظيم د يو شخصي ټېليويژن چېنل ((اېکسپرېس ټي وي)) مخې ته د مظاهرې تابيا کړې وه او د ياد تلويزون له مالکانو څخه يې وغوښتل چې په جبري توګه دې کارکوونکي له نوکريو نه لرې کوي. نور حال د مشال راډيو په ويډيو کې.

د کورنیو چارو وزارت په بغلان کې لس کیلو ګرامه نشه يي مواد ونيول

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت په بغلان ولایت کې څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشه يي مواد ونيول. په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي چې درې کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۱۱ کیلو ګرامه هیروئین له بدخشان ولایت څخه د بغلان له لارې کابل ته قاچاق کړي. د یادونې وړ ده چې په تورنو کسانو کې دوه ښځې او یو سړی هم شامل دی.

په پکتیا کې معترضو نوماندانو د انتخاباتي کمېسیونونو دروازې تړلي

Pa.azadiradio.com 

ګڼ شمېر معترضو نوماندانو نن په پکتیا کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د دفترونو مخې ته د پرلت خېمې ودرولې او د اعتراض په بڼه یې د یادو دفترونو دروازې او د کابل ګردېز لویه لار د ټرافیکو پرمخ هم تړلې وه. دغه معترض نوماندان له دولت، د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونونو دوه غوښتنې لري، او ګواښ کوي چې که مثبت ځواب ورته ونه ویل شي، په هغو ولسوالیو کې چې دوی ته خلکو رأیې پکې ورکړي، اداري چارې به په ټپه ودروي او هم به اجازه ورنه کړي چې ولسمشریزې ټاکنې پکې تر سره شي. دوی وایي... Читать дальше...

احمدولي مسعود نن خپل انتخاباتي ټکټ اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د ملي وفاق د سیاسي جریان مشر احمدولي مسعود نن خپل انتخاباتي ټکټ اعلان کړ. ده وویل، تصمیم لري چې نن له غرمې وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک ته لاړ شي او د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ځان او خپل دوه مرستیالان ثبت کړي. ده خپله لومړۍ مرستیاله د لوړو زده کړو د وزارت پخوانۍ وزیره فریده مهمند او دوهم مرستیال لطیف نظري معرفي کړل. ده وویل، د ریاستي نظام تغیر ته ژمن دی او د بریالیتوب په صورت کې به د لویې جرګې له لارې په اساسي قانون کې بدلون راولي. ده وویل ، خپله انتخاباتي مبارزه به له خپلو دوو مرستیالانو سره یو ځای د "تغیر" په نامه پرمخ بوځي.

پارلمان کې به د پوځي عدالتونو د مودې غځولو مخالفت کوو: پيپلز ګوند

Mashaalradio.com 

د جنورۍ پر ۱۸مه په کراچۍ کې د پیپلز ګوند د مرکزي کمیټۍ تر غونډې وروسته یوې خبري غونډې ته د وینا پر وخت د ګوند یو مشر فرحت الله بابر وویل پوځي عدالتونه د لادرکه کړل شویو خلکو عدالتونو ته د نه وړاندې کولو لپاره د بهانې په توګه کارول کېږي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *