Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 13.01.2019

د روسیۍ له ړنګې ودانۍ سره نېږدې اوسېدونکي وېرېدلي دي

Mashaalradio.com 

د ډېسېمبر پر ۳۱مه د روسیې په میګنېتګورسک ښار کې په ودانۍ کې چاودنې لسګونه کسان ووژل او ژوبل کړل. دې چاودنې د ودانۍ ګڼ کورونه ړنګ یا اغېزمن کړل. چارواکو ویلي دي چې د پېښې له ځای سره نېږدې اپارتمانونه خوندي دي. خو د سیمې اوسېدونکي وېرېدلي دي او وايي، بل ناورین هر وخت راتللای شي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

اروپا مېشتو پښتنو د نقیب مسود تلین ولمانځه

Mashaalradio.com 

په اروپا کې مېشتو پښتنو د وزيرستاني ځوان نقيب مسود د لومړي تلين د لمانځنې پر مهال د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې چې د هغه په وژنه کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړل شي.

د چین سختدریځۍ ضد کیمپونه تعلیم ورکوي که ځورونه؟

Mashaalradio.com 

چین په سېنکیانګ ولایت کې هغو مرکزونو ته بهرني خبریالان وروستي چې د بیجنګ په وینا د خلکو ښوونه او روزنه کوي. خبریالانو هغو مرکزونو ته پر داسې مهال ورغلي چې په ولایت کې د یوغور، قازق او نورو توکمونو د خلکو د ډله ییزو ګرفتاریو او ځورونو رپورټونه خپرېږي. په دوی کې زیاتره مسلمانان دي. بیجنګ دا تور ردوي او وايي، د سختدریځۍ مفکورې ختمولو لپاره خلکو ته له سره تعلیم او روزنه ورکوي. په دې اړه د رویټرز او ازادې اروپا راډیو د قازقۍ څانګې ویډیويي رپورټ وګورئ.

د بلخ اوسېدونکي د برښنا په بیه کې د کموالي غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ لسګونه اوسېدونکي د برښنا له ریاسته د مصرفي برښنا په بیه کې د کموالي غوښتنه کوي. د مزارشریف د ۱۲ ناحیو د ګذرونو لسګونه وکیلان وايي چې په بلخ کې له ازبکستانه د وارداتي برښنا د في کیلواټ مصرف ۶،۱۵ افغانۍ دی، حال دا چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې د یوه کیلواټ برښنا بیه ۲،۱۵ افغانۍ ده. د بلخ د برښنا ادارې مسؤلان وايي چې دوی د برښنا د بیې د کموالي په خاطر د مزارشریف د خلکو شکایات او غوښتنې د برښنا له مرکزي ادارې سره شریک کړي او هڅه کوي چې دا ستونزه حل شي. د مزار شریف... Читать дальше...

ټرمپ دا رد کړه چې ګواکې د روسیې له پوتین سره یې د خبرو جزیات پټ کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دا رد کړه چې ګواکې د روسیې له ولسمشر سره یې د خبرو په اړه جزیات پټ ساتلي او وایي، هېڅ داسې څه نه شته چې ده پټ کړي وي. ډونالد ټرمپ دغه څرګندونې پرون ناوخته له فاکس نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې وروسته له هغې وکړې چې واشنګټن پوسټ راپور ورکړ چې ټرمپ ډېر له خپلو حدودو وړاندې تللی او له ولادیمیر پوتین سره یې د خبرو جزیات پټ ساتلي دي. دې ورځپاڼې د یو شمېر اوسنیو او پخوانيو امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې په یوه مورد کې په ۲۰۱۷ کال په هامبورګ کې ټرمپ له خبرو وروسته د... Читать дальше...



نتانیاهو: اسرائیل په سوریه کې د ایران د وسلو پر زېرمو برید کړی

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وایي چې د اسرائیل پوځ وړمه ورځ په سوریه کې د ایران د وسلو پر زېرمو هوایي برید وکړ. د هغه د دفتر له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نتانیاهو نن د کابینې غونډې ته وویل چې هوایي ځواکونو ۳۶ ساعته مخکې د دمشق په هوایي ډګر کې د ایران د وسلو او تجهیزاتو ډیپوګانې په نښه کړې وې.  نتانیاهو وویل، دغه وروستي بریدونه د دې ښکارندویي کوي چې موږ له پخوا زیات په سوریه کې د ایران د کړو وړو په وړاندې هغسې چې ژمنه مو کړې، ډېر قاطع یوو. په سوریه کې د اسرائیل د ښکېلتیا... Читать дальше...

د هرات معترض نوماندان د رأیو د بیا شمېرلو غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت نوماندان د دې ولایت د ودانۍ مخ ته د اعتراض په ډول راټول شوي او د دې ولایت د ولسي جرګې لپاره د ورکړل شویو رأیو د سره شمېرلو غوښتنه کوي. د ازادي راډیو خبریال شاه‌پور صابر په دې هکله وېډیويي راپور لري چې ابراهیم صافی یې دراوروي.

په کندهار کې د پولیو ضد واکسینو ۱۵۰ ګرځنده ټیمونه جوړ شوي.

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د عامې روغتیا ریاست وایي، له دې لارې غواړي چې تر هغو ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين ورسوي چې په ولسوالیو او سويلي ولایتونو کې د ځينو ستونزو پر بنسټ د پوليو ضد واکسين له کمپاينونو پاتې کېږي. ویډیو: صادق رښتینی اېډېټ: ابراهیم صافی

شازیه عطا وايي د جینکو تعلیم کې پرمختګ شوی

Mashaalradio.com 

د دې اونۍ مېلمنه مو مېرمن شازیه عطا ده. هغه د خیبرپښتونخوا د پلان او پرمختګ اداره کې یوه لوړ پوړې افیسره ده. نوموړې تر دی وړاندې د پېښور مرستیاله کمیشنره او د ګورنر هاوس ویانده هم پاتې شوې ده.

د پاکستان سترې محکمې د پولیسو پر یوه پخواني افسر د اعدام ځنډولی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سترې محکمې د پولیسو پر یوه پخواني افسر د اعدام عملي کول د هغه د رواني ناروغۍ له امله ځنډولی دی. دوه کسیز قضایي هیئت به د خضر حیات د ژوند ژغورلو لپاره پر هغې غوښتنې غور وکړي چې د هغه د مور له خوا دې محکمې ته وړاندې شوې ده. حیات په ۲۰۰۳ کال کې په ډزو د یوه پولیس د وژل کېدو په جرم په اعدام محکوم شو چې وروسته د زندان د روغتیایي چارواکو له خوا په ۲۰۰۸ میلادي کال تشخیص شوه چې هغه په شیزو فرینې ناروغۍ اخته دی. په پام کې وه چې نوموړی بل سبا د جنوري په ۱۵ اعدام شي.

ایران په تهران کې د پولنډ د سفارت شارژدافیر احضار کړ

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د پولنډ د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د هغه نړیوال کنفرانس په وړاندې یې چې دا هېواد به یې له متحدو ایالتونو سره په ګډه د منځني ختیځ او په ځانګړې توګه د ایران په اړه کوربه توب کوي، ورته خپل اعتراض وړاندې کړ. د ایران د ایرنا خبري آژانس د راپورونو له مخې، د دې وزارت یوه چارواکي د پولنډ شارژدافیر ته وویل، دغه پرېکړه چې پولنډ راتلونکې میاشت دغه غونډه جوړوي، دا د ایران په وړاندې د دښمنۍ یو عمل دی او تهران به د پولنډ په وړاندې یو شمېر ځوابي اقدامات وکړي. د خبرله... Читать дальше...

په کابل کې د ګازډبې چاودنې لږترلږه نهه تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ګازو د ډبې د چاودنې په پېښه کې لږترلږه نهه تنه مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل، په دې چاودنه کې چې پرون ناوخته د کابل ښار په یوه رسټورانټ کې وشوه، اووه تنه نور ټپیان شوي دي. په کابل کې دا ډول پېښې په تېره بیا په سړو ژمیو کې تل کېږي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *