Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 27.01.2019

خوست: پر وزیرستانیو کډوالو مرستې بندې شوې دي

Mashaalradio.com 

د خوست د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کېمپ کې وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی سره د نوي زیږدیز کال له پیله د خوړو د نړېوالې ادارې له لوري میاشتنۍ مرستې بندې شوي، چې له دې کبله دوی د سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

په روسیې کې د دوو چاودنو يو تن وژلی او ١١ تنه ټپيان شوي

Pa.azadiradio.com 

روسي رسنۍ وايي، په ساراتوف او بلاست کې په يوه کافي شاپ کې د دوو چاودنو په نتيجه کې يو تن وژل شوى او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي. دولتي اژانس تاس نن يکشنبه خبر ورکړى چې وایي، دغه چاودنې پرون ناوخته په ساراتوف ښار کې چې د پلازمېنې مسکو په ٧٧٥ کيلومترۍ کې پروت دى، شوي دي.  د اژانس په باور، دغه چاودنې په سيمه کې د ګازو د يوه بيلر د اور اخيستو په نتيجه کې شوې دي.

په فرانسه کې ژېړ واسکټو د يوولسمې اوونۍ لپاره لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې د ولسمشر ايمانوئل مکرون د پالېسيو په مخالفت کې د يوولسمې اوونۍ لپاره په لسګونو زره کسانو چې د خونديتوب ژېړ واسکټونه يې اغوستي وو، د څو ښارونو په لارو کوڅو کې لاريون وکړ.  چارواکو پرون وويل، په ګڼو ښارونو کې د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ اخ او ډب شوى او پوليسو په پلازمېنه پاريس کې د مظاهره چيانو د تيت او پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.  د پاريس پلَس دوله بستي ساحه په تېرو درېيو مياشتو کې د مظاهرو اصلي مرکز ګڼل کېږي.  په پاريس کې يوه ٣٤ کلن اعتراض کوونکي افيد ماروخ وويل... Читать дальше...

په امریکا کې د ځينو ادارو پرچاوي د ٦ ميليارده ډالرو زيان سبب شوې

Pa.azadiradio.com 

د درجه بندۍ د يوه نړيوال بنسټ په حواله په امريکا کې د فډرال حکومت د ځينو برخو پرچاوي د امريکا اقتصاد ته د لږ تر لږه ٦ ميليارده ډالر مالي زيان سبب شوې ده.  د S او P په نوم بنسټ په حواله، د دغو ادارو ٣٥ ورځنۍ پرچاوي چې وړمه ورځ پاى ته ورسېده، احتمالاً تر مخکنيو هغو بدترينه وه.  د دغه بنسټ په باور، مخکنۍ پرچاوي د امريکا پر اقتصاد چې ارزښت يې ١٩ ټرليونه ډالرو ته رسېږي، لږ اغېز کړى و.  د ځينو فډرال ادارو پرچاوي چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږدمهالې ګڼل شوې، وروسته له هغې د لنډې مودې لپاره پاى... Читать дальше...

په فلپین کې دوو چاودنو ٢١ کسان وژلي او ٧١ نور ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

د فلپين د جنوبي ټاپو جولو په يوه کليسا کې نن د عبادت پر مهال دوو بمي چاودنو لږ تر لږه ٢١ کسان وژلي او ٧١ نور ټپيان دي.  په سيمه کې د پوځ يوه وياند ګيري بيسانا نن وويل، لومړۍ چاودنه په جولو ښارګوټي کې چې د پلازمېنې مانيلا په ١٠٠٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، په کليسا کې د ګڼې ګوڼې په وخت کې وشوه.  د بيسانا په خبره، کله چې امنيتي ځواکونه د لومړۍ چاودنې ساحې ته ورسېدل، دوهمه چاودنه د کليسا د موټرو د پارکېنګ په ساحه کې وشوه. جولو ټاپو له اوږدې مودې راهيسې د هغه تاوتريخوالي شاهد دى چې د ابوسياف د جنګياليو کار ګڼل کېږي. Читать дальше...

مینه شمس وايي پښتو ډرامې له معیاره لوېدلي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ په مشال مرکه کې د تلویزوني خپرونو ویانده او اداکاره مینه شمس مېلمنه ده. نوموړې وايي، دا چې د پښتو ډرامې معیار د پخوا په شان لوړ نه دی پاتې نو ځکه یې ټوله پاملرنه ترې اړولې او د تلویزوني خپرونو د کوربنې په حیث یې خپل کار ته دوام ورکړی دی.



قریشي: پاکستان د سیمې په سوله کې خپل رول ولوباوه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هېواد یې د خبرو اترو مېز ته د طالبانو، امریکا او د افغانستان د حکومت په راوستلو سره د سیمې په سوله کې خپل رول ولوباوه. ښاغلي قریشي نن یکشنبه په ملتان کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، پاکستان د یوه داسې هېواد په توګه چې د افغانستان لپاره ښې هیلې لري، د افغانستان په سوله کې د مهم رول د لوبولو لپاره خپل مسؤلیت ادا کړ. د قطر په خبرو کې د افغانستان حکومت برخه نه لرله. تر دې مخکې د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اصف غفور وویل چې پاکستان خپل مسؤلیت... Читать дальше...

ساحلي فوټبال لوبډلې راتلونکو لوبو ته تمرینات پیل کړل

Pa.azadiradio.com 

د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې راتلونکو لوبو ته د چمتووالي په خاطر نن په کابل کې تمرینات پیل کړل. د فوټبال فدراسیون د ویاند مرستیال شمس امیني د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په دغو تمریناتو کې د فوټبال د ساحلي ملي لوبډلې شل لوبغاړي ګډون کوي او د یوه ایراني روزونکي له خوا روزل کېږي. دی وايي، د ساحلي فوټپال ملي لوبډله به د مارچ په میاشت کې د اسیا د اتلولۍ او له هغې وروسته د نړیوال جام په مقدماتي سیالیو کې ګډون وکړي.

په کابل کې د یوه بل نړیوال کرکټ لوبغالي د جوړېدو هڅې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ په کابل کې د یوه بل نړیوال کرکټ لوبغالي د جوړېدو هڅې پیل کړي دي. د دغه هدف لپاره د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزي، د ښار جوړولو او ځمکو (اراضي) وزارت او کابل ښاروالۍ استازو په ګډون ګډ پلاوي د زمان خان کلا په سیمه کې له ځانګړې شوې ځمکې لیدنه وکړه. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه ځمکه د کابل ښار شپاړسمې حوزې (زمان خان کلا) کې پرته ده او له پرېکړې او څېړونو وروسته امکان شته چې پر یاده یا کومه بله ځمکه د کرکټ یو نړیوال معیاري لوبغالی ورغول شي. د یادولو ده چې څه موده... Читать дальше...

د پاکستان د کرکټ لوبغاړی سرفراز احمد له ۴ سیالیو بې برخې شو

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کېپتان سرفراز احمد د نژادپالنې له قانونه د سرغړونې په خاطر له ۴ سیالیو بې برخې کړ. د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي نن یکشنبه تأیید کړه چې سرفراز احمد منلې چې د نژادپالنې له قانونه یې سرغړونه کړې ده. ده د سې شنبې د ورځې په سیالۍ کې د جنوبي افریقا یوه تورپوستي لوبغاړي ته د نژادپالو خبرو په خاطر بښنه وغوښته.  د سرفراز احمد پر ځای شعیب ملک نن د جنوبي افریقا په وړاندې د پاکستان د ټیم کېپتاني په غاړه لرله.

افغان کډواله د بچیو تعلیم لپاره پېرکي خرڅوي

Mashaalradio.com 

افغان کډواله انیسه له شاوخوا دوه کلونو راهیسې په اسلام اباد کې پېرکي یا بولاني خرڅوي چې هلته یې خلک د الو پراټه بولي. نوموړې کونډه ده او د ماشومانو د تعلیم او روزنې لپاره تر شپې ناوخته پېرکي پخوي. د اسلام اباد اوسېدونکي وايي، د دې افغان کډوالې د لاس بولانۍ خورا خوندورې دي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.

نواز شریف څومره ناروغه دی؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند چارواکي، د پخواني وزیراعظم نواز شریف د صحي وضعې په اړه اندېښنې ښيي خو حکومتي چارواکي بیا وايي، د نوموړي صحي وضع ښه ده.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې پر کپتان سرفراز بندېز ولګېد

Mashaalradio.com 

انټرنیشنل کرکټ کونسل د جنورۍ پر ۲۷مه، پر سرفراز احمد تر هغې وروسته د څلورو لوبو بندیز ولګاوه چې  هغه د جنورۍ پر ۲۲مه، د جنوبي افریقا د یوه تور پوستي لوبغاړي په اړه پر نسلي تعصب ولاړې څرګندونې کړې وې.

طالبانو سره خبرو کې د افغان حکومت ګډون اړین دی: اسفندیار

Mashaalradio.com 

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي دي چې له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت ګډون اړین دي. نوموړي د جنورۍ پر ۲۶مه د باچا خان او ولي خان تلینونو په مناسبت د اوونۍ پای غونډې ته په وینا کې وویل، د سیمې امن او ثبات لپاره موافقه د افغان حکومت له شمولیت پرته نشي کېدای. غونډې ته په پېښور کې افغان قونصل محمد هاشم نیازي هم وینا وکړه او پر طالبانو یې له حکومت سره د خبرو غږ وکړ. طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی. ویډیويي رپورټ وګورئ.

د کابل ښار په منډوي کې د میلاد مارکیټ اور مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار په منډوي کې په میلاد مارکیټ کې اور مړ شو. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د اور لګېدو له کبله مالي تاوانونه پېښ شوي خو د سر زیان نه دی اوښتی. دا څویم ځل دی چې د کابل په تجارتي سیمو کې اور لګېږي او د میلیونونو افغانیو زیان اړوي. تېره میاشت په عبدالحق څلور لاره کې د اورلګېدو له کبله نه یوازې د میلیونونو افغانیو زیان واوښت بلکې درې تنه له ژونده بې برخې او لسګونه نور ژوبل شول.

په هلمند کې د نشه یې توکو یوه فابریکه او یو سلاکوټ له منځه وړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، خاصو ځواکونو یې تېره شپه په هلمند کې د طالبانو د مخدره موادو پر یوې فابریکې او د چاودېدونکو موادو پر ډیپو برید وکړ او دواړه یې ویجاې کړې. د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د طالبانو سلاکوټ او د مخدرو موادو فابریکه یې په مارجې ولسوالۍ کې له منځه وړي دي. د دې ریاست په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۳ زره کیلو چاودېدونکي مواد ویجاړ شوي دي. طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *