Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 22.01.2019

سوات: پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهره وکړه

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو په کراچۍ کې د عالمزېب مسود د نيولو او د شمالي وزيرستان په خيسور کې د امنيتي ځواکونو لخوا په مبينه توګه کورونو ته د ننوتلو پر ضد مظاهره کړې ده. دوی غوښتنه کوي چې عالمزېب مسود دې خوشې کړل شي او په خيسور کې د ماشوم حيات خان وزير کور ته د امنيتي ځواکونو د ننوتلو په اړه دې پلټنې وشي او عاملينو ته دې سزا ورکړل شي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.

له ازادۍ سټوډیو څخه د نړۍ تازه پېښې

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د سولې خبرې چیرته رسیدلې؟ د پاکستان صدراعظم هم په دوحه کې دی، د دې ترڅنګ به وګورئ چې په نړیوالې اقتصادي سرمشریزه کې د ۲۰۱۹ کال د اقتصادي ودې مساله څیړل کیږي او افغان ستوری راشد خان د نړۍ د غوره لوبډلې لپاره انتخاب شو:

د رورسيې ولسمشر له خپل جاپاني سیال سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

د رورسيې ولسمشر ولاديمير پوتین له خپل جاپاني سیال شينزو ابې سره ولیدل. دوی د ځمکې په سر د لسيزو زړې شخړې په اړه خبرې وکړې چې له کبله‌يې په دوهمه نړيواله جګړه کې توکيو او مسکو نه‌وو توانېدلي چې په رسمي توګه د سولې موافقه وکړي. پوتين او ابې نن په کرملېن کې سره ولیدل. د کرملېن وياند دميتري پسکوف پرون وويل چې روسیه او جاپان دواړه له خپلو ملي ګټو نه‌تېريږي. د ده په وينا، دا خبرې په لومړي پړاو کې دي.

راشد خان د سږ کال د يو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی

Pa.azadiradio.com 

راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ میلادي کال د يو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی دی. د کرکټ نړیوالې شورا نن سې شنبه د تېر کال د کرکټ د غوره څېرو د پېژندلو تر څنګ د کال غوره يو ورځنۍ لوبډله هم اعلان کړه چې له افغانستانه راشد خان هم په‌کې شامل دی. په دغه لوبډله کې له انګلستان او هندوستانه څلور څلور لوبغاړو او افغانستان، بنګله‌دېش او له نیوزیلنډه يوه يوه لوبغاړي ځای خپل کړی. راشد خان په تېر میلادي کال کې د ۱۴،۴۵ په اوسط سره وتوانېد چې ۴۵ وېکټې واخلي او له خپلو نورو سیالانو وړاندې شي. Читать дальше...



د روسیې یوې لیرې واټن ويشتونکې الوتکې په ارکټېک سمندر کې سقوط وکړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یوې لیرې واټن ويشتونکې الوتکې په ارکټېک سمندر کې سقوط وکړ. د دفاع وزارت په وينا، په پېښه کې د عملې له څلورو غړو دوه‌يې ووژل شول. د بمبار دغه الوتکه له ورځني روزنيز تمرین وروسته په «Tu-22M3» واوره کې د کېناستو پر مهال نسکوره شوه. د روسیې د دفاع وزارت د اعلاميې له مخې، د دې پېښې لامل تر اوسه نه‌دی معلوم. روسیې دا ډول الوتکې په سوریه کې د خپل نظامي کمپاين پر مهال کارولې دي.

په کمو امکاناتو زده کړو ته د خلکو هڅونه!

Pa.azadiradio.com 

یو افغان فعال ځوان چې په بایسکل یې کوچنی کتابتون جوړ کړی، ولایتونو ته سفرونه کوي او خلک زده کړو ته هڅوي. ادریس سیاووش وایي، د دې لپاره چې د هېواد راتلونکی یې روښانه شي، غواړي چې له دې لارې ماشومان زده کړو ته وهڅوي. ویډیو: لېمه هادي او تمیم اخګر اېډېټ: لېمه هادي

چارواکي: په هرات کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو یو مرکز نيول شوی

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولايت امنیتي چارواکي وايي، د دې ولايت په دوو ولسواليو کې يې د عملیاتو پر مهال د وسله‌والو طالبانو یو مرکز نيولی دی.  د هرات ولایت د پولیسو د امریت مطبوعاتي سرپرست فرزاد فروتن نن همداراز ازادي راډیو ته وويل چې د پښتون زرغون او اوبې په نوم ولسواليو په یو شمېر کلیو کې یې عملیات کړي چې په پشت کلي کې د عملیاتو پر مهال د وسله‌والو مخالفانو یو زندان هم له‌منځه تللی دی. په دغو عملیاتو کې د څلورو طالب وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

رونالدو په تعلیقي حبس محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا د یوونتوس فوټبال لوبډلي پرتګالی ستوری کرستیانو رونالدو نن په هسپانیا کې د یوې محکمې لخوا په دوه کاله تعلیقي حبس او ۲۱ میلیونه ډالره جریمې په ورکړي محکوم شو. محکمه د ریال مادرید دغه پخوانی لوبغاړی د مالیې په نه ورکولو تورن کړ. نور جزییات پدې راپور کې

ملي امنیت: په میدان وردګ کې پروني برید ۳۶ تنه وژلي او ۵۸ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، پرون په میدان وردګ ولایت کې د ملي امنیت پر یوې قطعې د طالبانو په حمله کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان دي. د ملي امنیت عمومي ریاست نن دا خبره په یوه اعلاميه کې کړې ده. مخکې د ملي امنیت د ریاست یوې سرچینې نن ازادي راډیو ته تأیید کړې وه چې ميدان ښار ته نږدې په پروني برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان شوي دي. نن د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وويل چې د هېواد دښمنان بايد په دې پوه وي چې دا پېښه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي. Читать дальше...

د فارياب چارواکي د وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د فارياب ولايت امنيتي چارواکي په دغه ولايت کې د عملیاتو پر مهال د وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن ازادي راډيو ته وويل چې د غرمې تر درېیو بجو وروسته په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو پر پوسته په عملیاتو کې د طالبانو لږ تر لږه څلورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي. خواجه سبزپوش ولسوالۍ د جوزجان او میمنې ترمنځ پر لاره پرته ده او د فارياب ولايت مرکز او ميمنې ښار ترمنځ یو شمېر نورې ولسوالۍ سره نښلوي.

بدخشانۍ پېغله په پښتو ژبه لیک او لوست کوي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د بدخشان ولایت ۲۳ کلنه لیکواله او شاعره مدینه هادي چې مورنۍ ژبه یې دري ده د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغه شوې ده. هغه وايي، له پښتو ژبې سره مینه لري او هېله یې دا ده چې ماستري هم په پښتو ژبه وکړي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا ویډیويي رپورټ وګورئ.

لاريون کوونکو کابل ته د ننوتلو څلور دروازې وتړلې

Pa.azadiradio.com 

کابل نن د ولسي جرګې د ناکامو کانديدانو د ملاتړو د لاریون شاهد وو. لاريون کوونکو کابل ته د ننوتلو څلور دروازې وتړلې. د راپورونو له مخې د دغو دروازو بندېدلو مسافر له ستونزو سره مخامخ کړي دي. اعتراض کوونکي غواړي د کابل ولایت لپاره د پارلماني انتخاباتو نتايج دې باطل اعلان شي. د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کمېسیون پرون وويل چې د کابل د حوزې پر شکایاتو مقدماتي مراحل پيل شوي دي. د دې کمېسیون په وينا، د کابل په حوزه کې د شکاياتو شمېر زیات دی او دغو شکايتونو ته د رسېدو لپاره د دې کمېسیون ولايتي کمېشنران کابل ته راغوښتل شوي دي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *