Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په میدان وردګ کې د ملي امنیت پر یوې قطعې ډله‌ییز برید شوی

0
نن سهار شااوخوا اووه بجې په میدان وردګ کې د ملي امنیت پر یوې قطعې ډله‌ییز برید شوی.


د میدان وردګ د ولایتي شورا مرستیال شریف‌الله هوتک ازادي راډیو ته پېښه تأییدوي او وايي چې یو هاموې ټانک دغې قطعې ته په ننوتلو سره چاودنه کړې او وروسته په یوه بل موټر کې څلورو سپارو حمله کوونکو له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړې ده.


ښاغلی هوتک زیاتوي دغه حمله د برید کوونکو په وژلو سره پای ته رسېدلې او ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


ښاغلی هوتک د مرګ ژوبلې په اړه ډېر جزئیات نه‌ورکوي.


ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دغې حملې په اړه د سیمه‌ییزو چارواکو سره هم خبرې وکړي خو څوک ځواب نه‌ورکوي.


د دغې حملې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی دی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *