Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2019

Новости за 18.09.2019

"پر حېض مه ږغېږئ"

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې په تېره بيا په کليوالو سيمو کې پر حېض خبرې کول لويه بدنامي ګڼل کېږي. نجونه د حېض لپاره زاړه رختونه استعمالوي چې له کبله يې د ډاکټرانو په وينا ناروغۍ رامنځ ته کېږي. خيره ادارې وايي چې په دې هېواد کې په پنځو کې نږدې يوه ښځه د حېض پر وخت صفا پېډ کاروي.

په کابل کې د وېښتانو تود بازار!

Pa.azadiradio.com 

یوشمېر میرمني وايي د دي پرځای چې وېښتان یې ضایع شي غواړي خرڅ کړي. پدې برخه کې ۲۰ بیلابیل شرکتونه کار کوي او لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې

د نړۍ مهم خبرونه - ازادي سټوډیو

Pa.azadiradio.com 

د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څه ویلي او طالبان څه وایي؟ ریاض ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تللی او د ایران په اړه به پریکړه کوي. داسې هنرمند هم دلته لیدلی شئ چې دی وایي په تیرو ۱۵ کلونو کې تر کور په زندان او محکمې یې ډیر پاتې شوی.

د تېلو لوړ نرخ پر پاکستاني ولس اغېز؟

Mashaalradio.com 

فرخ سلیم د سېپټېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، د لنډ وخت لپاره په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو بدلېدل لوی اثر نه لري، خو د خلیج سیمې امنیتي حالات به

"نظامي مرکزونو کې ټاکنیز کمپاین د قانون خلاف دی"

Pa.azadiradio.com 

په پروان کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم پر ټاکنیز کمپاین تر ځانمرګي برید وروسته، د ټاکنو څارونکي بنسټونه له کاندیدانو غواړي چې خپلې ولسي غونډې په نظامي مرکزونو کې جوړې نه کړي.

عربستان په فارس خلیج کې د کښتیو امنیت ساتلو له ایتلاف سره یوځای شو

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان نن چهارشنبه (وږي ۲۷مه) د امریکا په مشرۍ له هغه اېتلاف سره یوځای شو چې په فارس خلیج کې په نړیوالو اوبو کې د کښتیو تګ راتګ خوندي کولو لپاره جوړ شوی دی. ریاض وروسته له هغه ددغه ایتلاف برخه ګرځي چې د روانې اونۍ په پيل کې یې د نفتو پر تاسیساتو ویجاړوونکي بریدونه وشول. دغه ایتلاف د امریکا په مشرۍ جوړ شوی چې ترډېره یې هدف په سیمه کې په نړیوالو اوبو او په تېره بیا له هرمز تنګي څخه د تېرېدو پرمهال د سوداګریزو بېړیو او نفتي ټانکرونو د تګ راتګ خوندي کول دي. کله چې امریکا له ایران سره له... Читать дальше...



د افغان سولې کانفرنس ارزښت

Mashaalradio.com 

کانفرنس افغان ملي غورځنګ جوړ کړی دی چې د پاکستان له غاړې پکې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د یوه مشر سېنېټر عثمان کاکړ په ګډون يوشمېر فعالان ګډون کوي.

په سعودي کې برید د تېلو نرخونه لوړ وخېژول

Mashaalradio.com 

امریکا پر ایران تور پورې کوي چې په سعودي عرب کې د تېلو پاکولو پر مرکزونو د تېرې اونۍ ډرون بریدونو تر شا لاس لري، خو تهران دا تورونه ردوي. د یادو بریدونو ذمه واري په یمن کې ایران پلوه حوثي یاغیانو منلې ده. د مسلې په سیمه کې تناو سېوا کړی او په نتیجه کې یې د تېلو نرخونه هم لوړ شوي دي. په دې اړه تفصیل د امریکا غږ دغه ویډیو کې وګورئ. ایډیټ: منور شاه

ملګري ملتونو افغانستان خپل ماموریت یو کال وغځوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګري ملتونو د امنیت شورا د افغانستان لپاره ددغه سازمان مرستندویه ماموریت (یوناما) د یو بل کال لپاره تمدید کړی دی. دغې شورا همدارز په کابل او پروان کې د طالبانو پروني بریدونه چې ۴۸ کسان یې ووژل هم په سختو ټکو وغندل.

د پاکستان صدراعظم نن د تورخم پوله ۲۴ ساعته پرانېزي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن چهارشنبه تورخم ته سفر کوي او د یو لړ مراسمو په لړ کې به په رسمي ډول ددغې پولې د ۲۴ ساعته پرانیستې ساتلو اعلان وکړي. هغه دا پرېکړه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ غوړېدا لپاره کړې.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *