Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2019

Новости за 24.09.2019

د نړۍ وروستي خبرونه له ازادي ستودیو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د پاکستان له صدراعظم سره د افغانستان د سولې پر مساله غږیدلی. د ملګرو ملتو عمومي غونډه پرانیستل شوه، مسي د فوټبال د کال غوره لوبغاړی شو او دلته په کابل کې نڅا لیدلی شئ.

پاکستان کې یو زورورې زلزلې ګڼ خلک ژوبل کړي

Mashaalradio.com 

نن د پاکستان د سرښار اسلام اباد په ګډون د خېبر پښتونخوا او پنجاب په يو شمېر سيمو کې زلزله شوې چې د راپورونو له مخې لسګونه کسان یې ټپيان کړي دي. د رویټرز ویديو وړاندېکونکی: اسرار عالم مومند

کوټه کې د پښتون کلتور نړیواله ورځ ولمانځل شوه

Mashaalradio.com 

د پاکستان د نورو برخو غوندې د بلوچستان په پښتني سیمو کې هم د پښتون کلتور نړیواله ورځ په ډېر درناوي سره ولمانځل شوه. په کوټه او د صوبې په بېلا بېلو برخو کې نندارتونو نه، دستورې او غونډي جوړې شوې وې چې پکې د پښتنو کلتور وښودل شو. د مشال راډیو خبریال ایوب ترین یې ویډیو راپور کښلی.

موسی قلعه کې د ملکیانو د وژل کېدو په اعتراض لښکرګاه کې لاریون وشو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د لښکرګاه ښار اوسېدونکو په موسی قلعه کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ولسي خلکو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې اعتراضي لاریون وکړ. په دغو بریدونو کې چې حکومت د ۲۲ طالبانو او القاعده جنګیالیو د وژلو خبره کوي، ولسي وګړو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعاوې هم کېږي. ځینو سیمه ییزو سرچینو د څلوېښتو په شاوخوا کې د ولسي خلکو د وژل کېدو خبره کړې، خو رسمي سرچینې که څه هم ملکي تلفات مني، لا یې شمېرې نه دي وړاندې کړي. لاریون کوونکو له حکومت او طالبانو وغوښتل چي د ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي او سوله وکړي. Читать дальше...



"افغان طالبانو په کوټه کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه هواره کړې"

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کوټه کې دغه قومي شخړه چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب هواره شوې او په یوه جرګه کې یې نتیجه د شخړې دواړو لورو او ولسي خلکو ته اورول شوې، د اکاخېلو او ترینو د قومونو ترمنځ درې کاله مخکې شوې وه.

په جرمني کې د بېرو مېله

Mashaalradio.com 

په جرمني کې د اکتوبر فېسټ په نوم د مني يا بير کلنۍ مېله روانه ده. په دې ۲۱۰ کاله پخوانۍ مېله کې مېرمنې شوخې جامې اغوندي او لپاسه پرې پېشبند يا استر تړي. که استر کيڼ اړخ ته تړل شوی وي نو مطلب دا چې دا جينۍ نه ده واده شوې. پر دې اړه اسرار عالم مومند د رويټرز خبري اژانس راپور وړاندې کوي:

اوسنۍ نړۍ کې پښتون کلتور ته چیلنجونه؟

Mashaalradio.com 

د سېپټمبر پر۲۳ د پښتون کلتور ورځ ولماځل شوه. پښتون کلتور څه ته وايي؟ دا کلتور په نوي بدلیدونکي نړۍ کې د کومو چیلنجونو سره مخ دی او خپله څومره بدل شوی دی؟

پاکستان کې زلزله، ګڼ ژوبل

Mashaalradio.com 

د زلزلې د کچ معلوملو ادارې ويلي چې د زلزلې مرکز د پنجاب په جهلم ضلع کې و او د رېختر پر کچه يې زور ۵.۸ ثبت شوی دی.

د بریتانیا سترې محکمې د پارلمان ځنډولو پرېکړه غیرقانوني بللې

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا سترې محکمې پرېکړه وکړه چې د صدراعظم بوریس جانس د پارلمان د ځنډولو پرېکړه غیرقانوني وه. د محکمې د پريکړې له مخې، پارلمان هر وخت چې وغواړي، کولای شي بېرته خپلې غونډې پیل کړي. نن د سترې محکمې قاضي بریندا هالې وویل چې ټولو یوولسو قاضیانو دا پرېکړه منلې ده. هغې وویل چې ملکې الیزابت ته د پارلمان ځنډولو مشوره ورکول یو غیر قانوني کار وو، ځکه پرته له کومې توجيه، د اساسي قانون له مخې د خپلې دندې تر سره کولو څخه یې د پارلمان مخه نیولې ده. دې زیاته کړه چې پارلمان نه دی ځنډول شوی او دا په پارلمان... Читать дальше...

کونړ کې د دانګام لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال چاودنه کې وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ختیځ کې د کونړ ولایت چارواکې وايي، د دانګام لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال په یوه چاودنه کې وژل شوی او دوه ملګري يې ټپيان شوي دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د سې شنبې په ورځ (تلې دویمه) ازادي راډیو ته وویل، د خلیل په نوم دا طالب تېره ورځ د شلتن ولسوالۍ په چوګام کې وژل شوی. ښاغلي مصمم وویل، ماین له وړاندې په سیمه کې ځای پرځای شوی و. تر اوسه طالبانو د دې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

د ارمنستان د پولیسو پخوانی رئیس په خپل کور کې مړ موندل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان د پولیسو پخوانی رئیس هایک هاروتیونیان تېره شپه په پلازمېنه اېروان کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. د پولیسو چارواکو د ازادي راډيو ځايي څانګې ته وویل، لومړني تحقیقات ښيي چې ښاغلي هاروتیونیان ځان وژنه کړې ده. نوموړی په سر په مرمۍ لګېدلی دی. دی د پخواني ولسمشر رابرت کوچاریان پر وړاندي د یوې قضيې شاهد وو. پر کوچاریان او درېیو نورو پخوانیو چارواکو تور دی چې د ۲۰۰۸ میلادي کال په مارچ کې يې تر نښتو وروسته ځواکونه راغوښتي وو چې په نتيجه کې يې د قانون جوړوونکو چارواکو په ګډون لږ تر لږه لس کسان ووژل شول. Читать дальше...

کندهار کې یوه افغان سرتېري درې امریکايي پوځیان ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په هوايي ډګر کې په یوه داخلي برید کې یوه افغان سرتېري درې امریکايي پوځيان په ډزو ټپیان کړي دي. د بهرنیو سرتېرو په متقابلو ډزو کې بریدګر وژل شوی. د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وایي، پېښه پرون ورځ ناوخته رامنځته شوې. د کندهار یوې امنیتي سرچنې ازادي راډیو ته ویلي چې برید د عامه نظم یوه سرتیري لخوا شوی دی. تراوسه د برید انګېزه معلومه نه ده. بلخوا طالبانو ددغه برید مسئولیت منلی دی. قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي ویلي چې برید د صفي الله په نوم د دوی یوه نفوذي غړي کړی او ادعا کوي چې ۱۲ بهرني سرتېري یې وژلي دي. Читать дальше...

ټرمپ او عمران د کشمیر پر موضوع خبرې کړي

Mashaalradio.com 

د پاکستان او امريکې مشرانو په نيويارک کې د کشمير پر مسله خبرې کړې دي. پاکستان د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې دريځ هرکلی کړی چې وايي پر کشمير منځګړتوب ته تيار دی خو هند دا نه مني او وايي دغه سيمه یې خپله ده نو ځکه په کورنۍ مسايلو کې دريمګړي ته ضرورت نشته. نور تفصیل په دې وېډیويي راپور کې چې منور شاه چمتو کړی دی.

اشرف غني په هلمند کې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه د څېړنو امر کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند په موسی قلعه کې د دوشنبې شپې (وږي ۳۱مه) په عملیاتو کې ولسي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د څېړلو لپاره د یوه پلاوي ټاکلو امر کړی. د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې د موسی قلعه ولسوالۍ په تخته پل کې پر کورنیو او بهرنیو وسله والو د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې یو شمېر ولسي وګړي هم وژل شوي. ارګ د وژل شویو ملکي کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو د پېښې د قربانیانو د یوې کورنۍ غړي پرون ازادي راډیو ته وویل چې په برید کې ۱۴ ولسي کسان وژل شوي. هلمند کې د "ملکیانو،... Читать дальше...

د ملګري ملتونو سرمنشي د سوریې د اساسي قانون کمېټې جوړېدو اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، تر دوو کلونو خبرو وروسته د سوریې د اساسي قانون ۱۵۰ کسیزه کمېټه تشکیل شوې ده. په دې کمېټه کې د بشار اسد حکومت، سیاسي مخالفینو او نړیوالې ټولنې استازي شامل دي.

عمران خان له ډونالد ټرمپ څخه غوښتي چې طالبانو سره مذاکرات له سره پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

عمران خان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لیدلي او له هغه یې غوښتي چې طالبانو سره مذاکرات له سره پيل کړي. ټرمپ د خبرو بیا پیلېدو ژمنه نه ده ورکړې.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *