Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2019

Новости за 19.09.2019

ګلالۍ اسماعیل، امريکا ته د رسېدو کيسه کوي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله ګلالۍ اسماعيل په امريکا کې راڅرګنده شوې ده. هغه په پاکستان کې څلور مياشتې پټه وه. نوموړې نن د مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې هغه د ملګرو په مرسته له نيول کېدو پټه وه او د ملګرو په مرسته د سريلنکا له لارې امريکا ته ورسېده.

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

Pa.azadiradio.com 

په زابل کې د طالبانو موټربم برید ۲۰ ملکیان وژلي اوله نوي تنو ډېریې ژوبل کړي. امریکا وايي له سعودي ملاتړ کوي څو خپله دفاع وکړي. افغان ولسمشر اشرف غني په ټاکنو کې د تشدد د کمښت لپاره د پاکستان مرسته غوښتې. هند د الکترونیک سګرېټ پلور بند کړ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

ډرمونه په هوا کې

Mashaalradio.com 

د ترکۍ استنبول صوبې په توزلا کې په یوه کارخانه د اور لګېدو وروسته ډرمونه په هوا کې الوتي. ويډيو: اشوشېډيټ پريس اژانس

د زن ټلویزیون خبریاله نجوا عالمي د پرانګر د جایزې ګټونکې شوه

Pa.azadiradio.com 

د سويډن حکومت دغه جایزه د بشر حقونو، ډموکراسۍ او د خبریالۍ نړیوالو فعالانو ته چې په دې برخه کې کار کوي، ورکوي. دغه جایزه به د اکتوبر په ۱۷مه په سویډن کې دغې خبریالې ته ورکړل شي. نور جزیات د شفیع کریمي په راپور کې کتلی شئ.



د نورستان د لرغوني صنعت د ژوندي ساتلو هڅې

Pa.azadiradio.com 

په لرګیو کې ښکلي او په زړه پورې نقشونه جوړول په نورستان ولایت کې له کلونو راهیسي دود دي. خو اوس یې بازار کم رنګه شوی نور جزیات د روح الله انوري په راپور کې

په خوست کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳ تنه ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د ټرافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او د یوې ښځې په شمول پنځه تنه زخمیان شوي دي. د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت د خوست ولایت امنیتي چارواکي وایي چې نن پنجشنبه د سنبلې د میاشتې په ۲۸ مه د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د المرۍ سیمه کې د کابل - خوست پر عمومي سړک د سراچه او ټوډي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.  د خوست د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر وایي، په پېښه کې درې تنه مړه او د یوې ښځې په شمول پنځه تنه ټپیان شوي دي چې وژل شوي کسان او ټپیان ملي پولیسو ملکي روغتون ته انتقال کړي دي. Читать дальше...

د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د بریدو تر شا حوثیان که ایران؟

Mashaalradio.com 

د سېپتېمبر پر ۱۴مه د سعودي د تېلو پر تاسیساتو له بریدونو وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوې. امریکا د بریدونو تور پر ایران لګوي خو تهران یې ردوي. د بریدونو ذمه واري ایران پلوه حوثي یاغیانو منلې. دا چې حوثیان د دې ډول بریدونو صلاحیت لري؟ تفصیل یې په ویډیو کې

ولسمشر غني او عمران خان د سولې او انتخاباتو په مسایلو خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر اشرف غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په ټيليفوني خبرو کې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پاکستان د همکارۍ غوښتنه وکړه. ارګ نن په یوه خبرياڼه کې وویل، په دې ټيليفوني تماس کې چې د عمران خان له خوا نیول شوی و، د سولې او انتخاباتو پر اړوندو مسایلو خبرې وشوې. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني په تېرو انتخاباتو کې د پاکستان ونډې ته د اشارې په ترڅ کې له ښاغلي عمران خان څخه وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې د تشدد د پېښو د کمولو په برخه کې مرسته او همکاري وکړي. دا په داسې حال... Читать дальше...

په قرغیزستان کې د کوموز ساز ورځ

Mashaalradio.com 

په قرغيزستان کې خلکو یوه نوې ملي ورځ لمانځل پیل کړي. دا سیاسي یا مذهبي ورځ نه ده بلکې د موسیقۍ د دودیز ساز ((کوموز)) ورځ ده. د مشال راډیو د قرغیزۍ څانګې ویډیو.

په غزني کې ټرافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۷ غړي ووژل

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې په ټرافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي. د ملکي روغتون رئیس باز محمد همت د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: د دغې پېښې له ځایه روغتون ته د ۷ تنو مړي را انتقال شوي چې څلور یې ماشومان، دوه ښځې او یو نارینه دي. دغه پېښه نن غرمه شااوخوا ۱۱ نیمې بجې د غزني مرکز ته څېرمه په روضه کوتل سیمه کې رامنځته شوې ده. ټکر د سراچه او ۳۰۴ ډوله موټرو ترمنځ شوی دی. وژل شوي ټول د سراچه موټر سپرلۍ ده او په لوی موټر کې هېڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې.

خلیلزاد نن د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پوښتنې ځوابوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولي او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به نن د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په یوه غونډه کې ګډون وکړي. دغې کمېټې ویلي چې خلیلزاد یې وروسته له هغې احضار کړ چې څو وارې یې د دې کمېټې له غړو سره یې له کتنې ډډه کړې وه. د هغې موافقې له مخې چې د بهرنیو چارو وزارت او د دې کمېټې ترمنځ شوې، خلیلزاد به نن سهار د دغې کمېټې په یوه محرمانه غونډه کې برخه واخلي او له هغې وروسته به د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس وېلز... Читать дальше...

عمران خان: هڅه کوو چې د طالبانو او امریکا خبرې بیا پیل شي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په درېدو خواشینی دی او هڅه کوي چې دا خبرې بیا پیل شي. ده دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په تورخم پوله هغو جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وکړې چې د دغې پولې د ۲۴ ساعته پرانیستلو لپاره جوړ شوي وو. عمران خان په دغه غونډه کې د تورخم دروازه په رسمي ډول د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیسته چې اوس به دغه دروازه ټوله اوونۍ ۲۴ ساعته شپه او ورڅ پرانیستې وي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د لړۍ د ځنډېدلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *