Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 04.10.2020

په ځینو هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې بیا زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې په زیاتېدو دي او په یو شمېر هېوادونو کې د وروستیو ورځو مثبتې پېښې د دې وبا له پیله تراوسه پورې د شمېر له پلوه بې سارې بلل شوي دي.  اروپايي اتحادیه او بریتانیا په متوسط ډ‌ول د ورځې نږدې ۴۸ زره نوې پېښې ثبتوي.  فرانسې پرون (شنبه) څه کم ۱۷ زره پېښې ثبت کړې چې دا د اپرېل له میاشتې را په دې خوا په یوه ورځ په دې هیواد کې تر ټولو لوړ شمېر و.  له دې سره په فرانسه کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر تر ۶ لکه ۶۰ زره واوښت.  بریتانیا پرون د کویډ۱۹ نږدې ۱۳ زره نوې پېښې ثبت کړې. Читать дальше...

دفاع وزارت: کندهار کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو مخکې وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کندهار میوند ولسوالۍ کې یې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې په نښه او وژلی دی. د وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، دغه کس غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک موټر د ملي اردو د یوه مرکز مخته وچووي چې له مخکې نه پېژندل شوی دی. دوی وایي، د ملي اردو له ډزو سره سم چاودنه شوې چې چا ته‌یې مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې. بل لور ته د ارزګان چارواکي وایي، دغلته طالب وسله‌والو خپلمنځي جګړه کړې او اتو کسانو ته‌یې مرګ‌ژوبله اوښتې. د والي ویاند احمد شاه ساحل وایي، د ځایي طالبانو ترمنځ دغه شخړه... Читать дальше...

افغانستان کې د ښځینه فوټبالرانو کلنی غوره لیګ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د ښځینه فوټبالرانو کلنی غوره لیګ پیلېږي. د فوټبال فدراسیون وایي، دغه لیګ راتلونکې چهارشنبه د تلې یا میزان په ۱۶مه په کابل کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۴مې دوام کوي. فدراسیون پر خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې لیګ کې شپږ لوبډلې ګډون لري چې د کابل، هرات، جوزجان، بامیان، غور او بلخ ولایتونو دي. په کابل کې دا مهال د هلکانو د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو هم روان دی. د شنبې او یکشنبې په ورځو، یا پرون او نن ته د غوره لیګ سیالۍ نه‌دي پلان شوي، خو سبا دوشنبه د میوند اتلان او سیمرغ البرز لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

ظریفه غفاري یو ځل بیا د وسله‌والو له بریده روغه وتلې

Pa.azadiradio.com 

د میدان ښار ښارواله ظریفه غفاري د وسله‌والو مخالفانو له یوه بریده روغه وتلې ده. مېرمن غفاري ازادي راډیو ته وویل، برید پرون د کابل ارغندې کوتل سیمه کې هغه مهال پرې وشو چې دا خپلې دندې ته روانه وه. هغې زیاته کړه: "د ارغندې کوتل ته څېرمه، دلته د ملي اردو یوه پوسته هم ده، د پوستې ۵۰ مترۍ کې طالبانو کمین نیولی و، زموږ موټر یوه مرمۍ د مخې له‌خوا او څو مرمۍ د شا له‌خوا ولګېد، خوشبختانه چې موږ ته هېڅ ډول زیان نه‌دی رسېدلی." تر اوسه د کابل پولیسو د دغه برید په اړه څه نه‌‌دي ویلي. له دې وړاندې هم په... Читать дальше...

نېشنل انټرسټ: په افغانستان کې تر سولې مخکې ډېر خنډونه پاتې

Pa.azadiradio.com 

نېشنل انټرسټ د نېشنل انټرسټ خپرونې د افغانستان د سولې په اړه يوه ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دی 'په افغانستان کې تر سولې مخکې ډېر خنډونه پاتې دي.' خپرونه ليکي، هغه خبرې چې د سپټمبر په ۱۲مه دوحه کې پيل شوې، تر اوسه پورې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ په رسمي خبرو نه دي بدلې شوي. نېشنل انټرسټ د خپلې لیکنې په يوه برخه کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څرګندونو ته اشاره کړې چې د دوحې د مذاکراتو تر پيل مخکې يې ويلي وو، د خبرو ګډوډونکي نه غواړي د سولې بهير مخکې... Читать дальше...

ایراني الاصله فرانسوۍ 'فریبا عادلخوا' خوشې شوه

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت ایراني الاصله فرانسوۍ څېړونکې فریبا عادلخوا له یوه کال حبس وروسته په موقت ډول خوشې کړه. د عادلخوا مدافع وکیل سعید دهقان پرون شنبه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې موکله یې  په پښه کې د یوې ( الکترونیکي کړۍ) په اچولو د لنډ وخت لپاره ازاده شوې ده. فریبا عادلخوا چې د پاریس د سیاسي علومو د مطالعاتو مرکز څیړونکې وه، د تېر کال جون میاشته کې ایران ته د سفر پر مهال د ایران استخباراتي ځواکونو ونیوله. نوموړې سږکال مې میاشته کې په پنځه کاله بند محکومه شوه. اوس یې مدافع وکیل ویلي، که قضایي چارواکي... Читать дальше...

فعالانو د روسیې په کمچاتکا کې د یوې اکولوژیکي فاجعې خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د چاپېریال ساتنې فعالانو په کمچاتکا سیمه کې د یوې اکولوژیکي فاجعې خبرداری ورکړی دی. د روسیې د لرې ختیځ چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د کامچاتکا ټاپوزمې سواحلو ته له تګه ډډه وکړي. دا خبرداری وروسته تر دې ورکول کېږي چې دغې ټاپوزمه کې په پراخ ډول د اوبو دننه ژوي مړه شول. د ازادي راډیو روسیي څانګې پرون وویل، د سمندري ژویو مړي کم تر کمه دریو سیمو کې د سمندرونو غاړو ته اوبو راوړي دي. چارواکو ویلي چې د اوبو په معایناتو کې یې له حده زیات نفتي مواد، فنل او نور توکي موندلي دي. د چاپېریال... Читать дальше...

عبدالله په څلور ورځني سفر هند ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په یوه څلور ورځني سفر هند ته ځي. ښاغلی عبدالله به د نوې ډېلي له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د هند د ونډې او ملاتړ په لارو چارو خبرې وکړي. هندي رسنیو ویلي چې دغه سفر د اکټوبر په شپږمه چې د راتلونکې سې شنبې ورځ ده، پیلېږي. له کله نه چې ښاغلی عبدالله د مصالحې عالي شورا مشر ټاکل شوی، دا یې هند ته لومړنی سفر دی. نوموړی تېره اوونۍ په درې ورځني سفر ګاونډي هېواد پاکستان ته تللی و او هلته‌یې د سولې په روانو هڅو له صدراعظم،... Читать дальше...

د ننګرهار پرونی خونړی برید په کور دننه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په غني‌خېلو ولسوالۍ کې پرونی خونړی برید په کور دننه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. په غني‌خېلو کې د ولسوالۍ ودانۍ مخې ته درنه موټر بم چاودنه داسې مهال وشوه چې ملکیان او د ښوونځیو زده‌کوونکي پلي او په موټرو کې له سیمې تېرېدل. چاودنه په داسې ورځ وشوه چې د کرونا وبا له کبله له شپږ میاشتني ځنډ وروسته د ټولو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شوې. د جان محمد په نوم د غني‌خېلو یو اوسېدونکی وایي، زده‌کوونکي ځکه زیات ژوبل شوي چې د چاودنې په وخت کې ځیني له ښوونځي رخصت او ځیني د ماسپښین وخت ښوونځي ته په لاره وو. Читать дальше...

'ډونالډ ټرمپ اوس تبه او تنفسي ستونزه نه لري'

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ، چې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، وايي چې ډېر ښه والی احساسوي او هیله لري چې ژر د نومبر د درېیمې نېټې تر ټاکنو مخکې ټاکنیز کمپاینونه بشپړ کړي. ټرمپ په یوه ویډیو پیغام کې، چې پرون (شنبه) یې په ټویټر کې خپره کړه، ویلي چې راتلونکې څو ورځې به اصلي ازموینه وي. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ درملنې ته موظفه شوې روغتیایي ډله وایي، د نوموړي روغتیایي وضعیت او روحیه د ډاډ وړ ده. دوی وایي، ټرمپ د کویډ۱۹ ناروغۍ له کبله تبه او تنفسي ستونزه نه لري. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *