'هند ته د عبدالله سفر د سیمهییزې اجماع په هدف دی'
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا غړې فریده مومند وايي چې له پاکستان وروسته هند ته د دغې شورا د مشر عبدالله عبدالله د سفر هدف د سیمهییزې اجماع رامنځته کول دي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا غړې فریده مومند وايي چې له پاکستان وروسته هند ته د دغې شورا د مشر عبدالله عبدالله د سفر هدف د سیمهییزې اجماع رامنځته کول دي.
روسیې، فرانسې او د امریکا متحدو ایالتونو په لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ او شاوخوا ساحو کې د سملاسي اوربند لپاره خپله غوښتنه بیا تکرار کړه. دغه هېوادونه وايي، د دې لانجمنې سیمې پر سر د اذرباییجان او ارمنستان د شخړې زیاتېدل د سیمې ثبات ته یو «نه منونکی خطر» پېښوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په یوه ګډه اعلامیه کې د اوربند دا غوښتنه مطرح کړه. د اذرباییحان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ جګړه،... Читать дальше...
د قرغزستان ولسمشر سورونبای جینبیکوف نن پر خپلو مخالفانو غږ وکړ چې له عامه اعتراضونو لاس واخلي او د وروستیو پارلماني ټاکنو د لغوه کېدو په اړه د دوی پر غوښتنه غور کوي. دا غوښتنه په داسې وخت کې شوې ده چې اعتراض کوونکو د قرغزستان پخوانی ولسمشر الماز بیک اتمباییف له بنده ازاد کړ. اتمباییف د جون په میاشت کې د اداري فساد په تور په یولس کاله او دوو میاشتو بند محکوم شوی و. اعتراض کوونکو د پارلماني ټاکنو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده او په پلازمېنه بیشکېک کې د پارلمان ماڼۍ او د ولسمشرۍ دفترونو ته ننوتې دي. Читать дальше...
افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر په هرات کې څه باندې زر ممیز خونې، د کرنیزو محصولاتو د پروسس شپږ کرښې، د شیدې ټولولو پنځه مرکزونه او د اوبو لګولو یوه شبکه چې کارونهیې بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو وې، پرانیستې دي. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل چې انوارالحق احدي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د هرات له سوداګرو سره په کتنه کې د هرات د محصولاتو د صادراتو او ورته د بازار موندنې لپاره د زمینو برابرولو ژمنه هم کړې ده. نوموړي وویل، د... Читать дальше...
د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) له افغانستان سره ۲۱.۳ میلیارده افغانۍ مرستې اعلان کړی. د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه مرستې په مالي او تخنیکي برخو کې لګول کېږي. د نوموړي په خبره، دغه مرستې په بروکسل کې د شویو ژمنو په اساس ترسره کېږي. هغه زیاته کړه: "د دغه اصولو پر بنسټ، جرمني د ځان بسیاینې په لاره کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي، دغه هېواد تمه لري چې د تېرو ۱۹ کلونو اقتصادي او ټولنیزې لاسته راوړنې خوندي شي." د ښاغلي مسجدي په خبره، د اقتصادي... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره کوېټ او قطر ته د ولسمشر غني سفر او د سولې روانو خبرو اترو باندې لیکنې او تبصرې کړې دي. مسیر مسیر ورځپاڼې قطر ته د یو پلاوي په مشرۍ د ولسمشر غني سفر ته اشاره کړې چې ولسمشر غني په یوه مهم وخت کې دوحې ته تللی، ځکه په خبرهیې له یوه اړخه د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ دي او له بله اړخه امریکا هڅه کوي چې دا خنډ او ځنډ لهمنځه یوسي. د سرمقاله لیکونکي په باور، دا سفر له دې امله مهم دی چې خلیلزاد په دوحه کې دی او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په کویډ۱۹ ناروغۍ اخته شوی و، له روغتونه رخصت شو. ټرمپ پلازمېنې واشنګټن ته نږدې د پوځ له یوه روغتون څخه د وتو پر مهال امریکایانو ته وویل چې له کرونا ویرس څخه دې نه ډارېږي. ښاغلي ټرمپ له خلکو وغوښتل چې کرونا ویروس ته دې اجازه نه ورکوي چې له خلکو ژوند واخلي او ویې ویل چې متحدایالات به د تر ټولو ښه درملو او واکسین په مرسته کرونا ته ماتې ورکړي. هغه زیاته کړه چې په کویډ۱۹ له اخته کېدو وروسته د دې ناروغۍ په اړه په ډېرو خبرو پوه شو. د ټرمپ یوه سپارښتنه دا وه چې خلک... Читать дальше...
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې تشدد خورا زیات شوی، خو زلمی خلیلزاد ټینګار کوي چې امریکا به د افغانستان په جګړو کې د پام وړ کموالي د راوستو لپاره فشار راوړي. ښاغلي خلیلزاد په قطر کې له ولسمشر اشرف غني سره تر کتنې وروسته پر ټویټر د پیغامونو په لړۍ کې لیکلي دي چې په جګړو کې د پام وړ کموالی د انسانانو ژوند خوندي کوي، اعتماد زیاتوي، د سولې لپاره ملاتړ پراخوي او له مرکچي پلاوو سره مرسته کوي چې په خبرو کې پرمختګ وکړي. خلیلزاد ویلي چې متحده ایالات د افغانانو په مالکیت... Читать дальше...
وروسته له دې چې معترضانو د قرغزستان په پلازمېنه بېشکېککې د جمهور رییس د دفتر او پارلمان ودانۍ ونیول، په دې ودانۍ کې د اور لګېدو راپور ورکړل شوی. معترضان تېره شپه دې ودانیو ته ننوتل. اور د ولسمشر سورونبای جین بیکوف په دفتر او د ۱۲۰ کسیز پارلمان په ودانیو کې ولګېد. د آزادۍ راډیو د قرغزي څانګې د راپور له مخې د ودانۍ له کړکیو څخه تور لوګی راوت او اطفاییې هڅه کوله چې اور مړ کړي. په هغو تصویرونو کې چې نن پر ټولنیزو شبکو خپاره شول، ښکاري چې معترضان د ودانۍ په اووم پوړ کې د ولسمشر په دفتر کې له یوې خونې بلې ته ننوځي او ځینې وسایل ویجاړوي. Читать дальше...
ټاکل شوې ده د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په څلور ورځني سفر هند ته لاړ شي. د دې سفر هدف د سولې لپاره د سیمهیېزې اجماع په برخه کې د هند ملاتړ جلبول، بلل شوی دی. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د دوشنبې په ماښام نوې ډېلي ته د عبدالله عبدالله سفر ډېر مهم وباله. ښاغلی خوځون وايي: "د افغانستان د سولې په پروسه کې د هند جمهوري رول مهم دی. د ملي مصالحې عالي شورا رئیس هڅه کوي چې د افغانستان د سولې لپاره او د سیمهییزې اجماع د پیاوړتیا په برخه کې په سیمه کې د ټولو... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب ترهکی چې د تېرې جمعې په ورځ جلال اباد ښار کې په ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شوی و نن سهار وختي د ننګرهار په یو روغتون کې ساه ورکړه. تره کی له هماغې جمعې ورځې راهیسې په کوما کې و. ډاکترانو او د تره کي مینه والو د هغه روغتیايي وضعیت نازک ښودلی و. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د دې ادارې مشرتابه او ټول کارکوونکي د نجيب ترهکي مړينه يوه ستره او نهجبرانېدونکې ضايعه بولي. د افغانستان د کرکټ دا ځوان ملي لوبغاړی چې ډېری وخت یې په شل اوریزه سیالیو کې د افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو له حضوره د کندز-تخار د لویې لارې د تصفيې خبر ورکوي. د دې وزارت ویاند فواد امان د دوشنبې په ماښام (د تلې په ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل، طالبانو دا لویه لاره له څو ورځو راهیسې د خلکو پر مخ تړلې وه. امان وویل چې سخت دريځو په دې سیمه کې یو پل هم تخریب کړی دی. دی وايي: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو لویه لاره د طالبانو له حضوره تصفیه کړه او اوسمهال دا لویه لاره د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستې ده او خلک کولای شي پرته د ترورېستانو له وېرې پر دې لاره تګ راتګ وکړي."... Читать дальше...
ټاکل شوې ده د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د سیالیو پر مهال نن طوفان هریرود او سپین غر بازانو ترمنځ لوبه وشي. نننۍ لوبه د روان کال په لیګ کې نهمه لوبه ده چې د کابل د فوټبال فدراسیونیې کوربه دی. په پرونۍ (د تلې ۱۴مه) لوبه کې سیمرغ البرز او د میوند اتلان یو-یو مساوي پاته شول. د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتو ټيمونو د دې هېواد له اتو حوزو ګډون کړی. دا د فټبال نهم لیګ دی چې د نهو کلونو پر مهال کېږي. تېر کال طوفان هریرود ټيم د دې لیګ اتل شوی و.
ګلف ټوډې ګلف ټوډې ورځپاڼې قطر ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سفر ته پام اړولی او لیکي، ښاغلی غني به په دوحه کې د قطر له جګپوړیو چارواکو سره وګوري او د افغان سولې د روان بهیر په اړه به ورسره خبرې وکړي خو نوموړی به د طالبانو له استازیو سره ونه ګوري. افغان ولسمشر داسې مهال له قطر څخه لیدنه ترسره کوي چې په پلازمېنه دوحه کې یې مرکچي پلاوی له څه باندې درې اونیو راهیسې د طالبانو له پلاوي سره په خبرو بوخت دی چې تراوسه یې د سولې د خبرو کړنلاره نه ده وروستۍ کړې. د ګلف ټوډې په لیکنه، ښاغلی غني او... Читать дальше...
د سرپل ولایت پولیس وايي، د طالبانو یوه ۱۵۰ کسیزه ډله له دولت سره یوځای شوه. د سرپل د امنیه قوماندانۍ ویاند نوراغا فیضي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغو کسانو د ګل احمد مرادي په مشرۍ په کوهستانات ولسوالۍ کې له دولت سره جګړه کوله، خو اوسیې له تاوتریخوالي لاس اخیستی. د فیضي په وینا تسلیم شوي کسانو یو شمېر وسلې او مهمات هم درلودل. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي. د سرپل کوهستانات ولسوالۍ له اوو کلونو راهیسې د طالبانو په کنټرول کې ده.
ټاکل شوې ده د فزیک په برخه کې د نوبل جایزه نن اعلان شي. سبا به د اکټوبر په اوولسمه نېټه، د کیمیا په برخه کې د دې جایزې ګټونکي اعلان شي. د نوبل جایزې د ګټونکو معرفي د روان کال د اکټوبر تر دولسمې دوام کوي. د ادبیاتو او سولې نوبل جایزې ګټونکي هم د همدې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو اعلانېږي. ټولو ګټونکو ته د جایزې تر څنګ یو مقدار پیسې هم ورکول کېږي او دا به د سږ کال د ډسمبر په لسمه تر لاسه کړي.
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په نګورنو قره باغ سیمه کې جګړه دوام لري. په داسې حال کې چې دواړه لوري پر لویو ښارو توغندي اوروي، د ملکیانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. ارمني نژاده جلا غوښتونکو ځواکونو په قره باغ سیمه کې د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په پنځمه نېټه پر سرحدي سیمه د جګړې راپورونه ورکړل چې د دې هېواد سیمه ییز مرکزي ښار ستيپاناکرت څلور ورځې دوامداره له د توپخانې له حملو سره مخامخ دی. د اذربایجان دفاع وزارت وویل چې ارمني ځواکونو دوهمه ورځ هم پر اذري ښار ګانکا د توغندیو حملو ته دوام ورکړ. Читать дальше...
سپينې ماڼۍ خوشبیني څرګنده کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن له روغتونه رخصت شي. ښاغلی ټرمپ په کرونا ویروس اخته شوی او په روغتون کې تر درملنې لاندي دی. د سپینې ماڼۍ د دفتر رییس مارک میډوز فاکس نیوز ټلویزیوني شبکې ته وویل چې تر اوسه له روغتونه د ترمپ د رخصتېدو په اړه پرېکړه نه ده شوې خو ډاکتران به نن په دې اړه پرېکړه وکړي. ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اټتوبر په پنځمه نېټه پر خپله ټویټر پاڼه د نومبر د ولسمشريزو ټاکنو په اړه ولیکل. د ټرمپ ناروغۍ د ده کمپاین له بحران سره مخامخ کړی دی. ... Читать дальше...
د قرغزستان امنیتي چارواکو په بشکیک کې د زرګونو لاریون کوونکو پر وړاندې اوښکې بهوونکی کارولی دی. لاریونوال وروسته له هغه لارو کوڅو ته راووتل چې د تېرې ورځې د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شوې او په کې هغه ګوندونه بریالي اعلان شول چې روسیې پلوه ولسمشر سورنبای جین بیکوف ته نېږدې دي. په قرغزستان کې د لسو سیاسي ګوندونو ملاتړي او فعالان د دوشنبې په ورځ د پلازمېنې بشکیک الاتو څلورلارې ته راووتل. دوی تور پورې کوي چې په ټاکنو کې درغلي شوې او په ځینو مواردو کې رایې په پیسو پېرل شوي. پولیسو وروسته... Читать дальше...
افغان چارواکي د دوحې مذاکراتو ته خوشبین دي او تمه لري دا مذاکرات مثبته نتیجه ورکړي. د لا زیات ملاتړ د جلب په خاطر افغان ولسمشر او یو شمېر لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ قطر ته لاړل. د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلي غني پرون ماښام د تلې په ۱۴مه نېټه د قطر له صدراعظم شېخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني او د افغانستان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل. ښاغلی صدیقي زیاتوي: "په دې کتنه کې د قطر او افغانستان د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې. Читать дальше...