تایلنډ کې د یوه بس او رېلګاډي ټکر ۱۷ تنه وژلي
په تایلنډ کې د یوه بس او رېلګاډي د ټکر په نتیجه کې لږترلږه ۱۷ تنه مړه شوي دي. په پلازمېنه بنکاک کې چارواکو وویل، په دې پېښه کې چې نن په چاچوینګساو (Chachoengsao) ولایت کې وشوه، ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي. د دوی په وینا په بس کې ۶۰ تنه سپاره ول او د بنکاک په جنوب کې د بودایانو یوې مذهبي مېلې ته تلل.