'د هلمند په ناوې او نهر سراج ولسوالیو کې ۷۱ تنه طالبان وژل شوي'
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي بېګا د هلمند په ناوې او نهر سراج ولسوالیو کې ۷۱ تنه طالب وسلهوال وژل شوي. د دغه وزارت ویاند طارق ارین په یوه بیان کې ویلي چې افغان پوځیانو دا طالبان په دفاعي عملیاتو کې وژلي. اخوا د هلمند والي جنرال محمد یاسین ویلي چې دی په خپله د ۶۰۱ لویې لارې، باباجي او نادعلي تصفیوي عملیاتو رهبري کوي او وسلهوالو طالبانو ته په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ډېره مرګژوبله اړول شوې. وسلهوالو طالبانو د افغان چارواکو د دغې ادعا په اړه چې لسګونه طالبانیې وژلي د دې خبر تر لیکلو څه غبرګون نهدی ښودلی. Читать дальше...