امرالله صالح: د څو اونیو لپاره د کابل امنیتي چارې پر خپله غاړه اخلم
امرالله صالح ویلي سر له نن نه د څو اوونیو لپاره د پلازمینې کابل امنیتي چارې مستقیماً په خپله مخته وړي. د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال ښاغلي صالح دا خبره بیګا ناوخته په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي. د کابل اوسېدونکي شکایت کوي چې وسله والې غلاوې او شوکونې زیاتې شوي او په خلکو یې ژوند تنګ کړی. ښاغلي صالح ویلي خلک دې ډاډه وي چې د ده په خبره د غلو، اوباشانو، قانون ماتوونکو، مجرمینو او د ځمکو د غاصبینو لېست مخکې له مخکې جوړ شوی او دی په هیچا ترحم نه کوي. دا څو وروستۍ ورځې د کورنیو چارو وزارت... Читать дальше...