Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 23.10.2020

بغلان کې یوې چاودنې یو قومي مشر ټپي کړی

Pa.azadiradio.com 

د بغلان چارواکي وایي د دې ولایت یو قومي مشر او متقاعد جنرال حبیب‌الرحمن اندرابي د ماین په یوه چاودنه کې ټپي شوی دی.   د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته دا خبره وکړه.   دا پېښه تېره شپه په پلخمري ښار کې شوې ده. ښاغلي بشارت زیاته کړه چې په دې پېښه کې د اندرابي یو زوی او موټر چلوونکی هم ټپیان شوي دي چې روغتیایي وضعیت‌یې د ډاډ وړ ښودل شوی.   پلخمري ښار په دې وروستیو کې د څو امنیتي پېښو  شاهد وو.

تخار کې د ۱۲ ماشومانو د وژل کېدو د ادعا خپروونکي ته د صالح خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې په تخار کې د افغان ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د ۱۲ ماشومانو وژل کېدو ادعاوې یې خپرې کړې دي.  د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل، د چهارشنبې په ورځ د مرکز تالقان په هزار لق سیمه کې پر یوه جومات د هوايي حملې په نتیجه کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.  خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر فېس‌بوک په یو بیان کې لیکلي، دی مؤثق اسناد لري چې دا ادعا ناسمه ده. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پرون... Читать дальше...

سټولټنبرګ: د سولې ټولو شرایطو په عملي کېدو سره به له افغانستانه ووځو

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي ټینګار کوي چې د ناټو غړي به یوازې په هغه صورت کې له افغانستانه ووځي چې د امریکا او طالبانو د سولې ټول شرایط عملي شي.  ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې چې نن جمعه په پام کې ده، پرون په خپلو څرګندونو کې یادونه وکړه چې ناټو د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو په عین حال کې به تر ۲۰۲۴ کاله د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونه مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.  د ناټو د دفاع وزیرانو انلاین غونډه نن پیل شوه چې تر ډېره په فضا کې د ناټو د راتلونکو فعالیتونو په اړه خبرې... Читать дальше...

د اذربایجان او ارمنستان تازه جګړې د واشنګټن منځګړیتوب ته هیلې پیکه کړې

Pa.azadiradio.com 

هغه هیلې چې په واشنګټن کې راروانې خبرې به د نګورنو قره‌باغ د لانجنمې سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان جګړې پای ته ورسوي، پرون وروسته له هغه پیکه شوې چې دواړو لورو بیا جګړې وکړې او باکو او ایروان خپل دریځونه نور هم کلک کړل.  د اذربایجان ولسمشر الهام علییف په یوه مرکه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوه وویل چې یوې سوله‌ییزې حل‌لارې ته رسېدل ډېر لیرې دي. له دې یوه ورځ مخکې د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان ویلي و چې دی په دې پړاو کې د دې اوږدې لانجې د حل لپاره کومه ډیپلوماتیکه لاره نه‌ویني.  خو له... Читать дальше...

سعد حریري یو ځل بیا د لبنان د صدراعظم په توګه معرفي شو

Pa.azadiradio.com 

د لبنان ولسمشر یو ځل بیا سعد حریري د صدراعظم په توګه معرفي کړ.  د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر میشل عون پرون پنجشنبه له حریري څخه وغوښتل چې خپله کابینه ژر تر ژره جوړه کړي. ښاغلی حریري تېر کال په ټول لبنان کې د خلکو له پراخو مظاهرو وروسته د صدارت له څوکۍ استعفا ورکړه، خو دا ځل د ۶۴ موافقو رایو په ګټلو سره وتوانېد چې د صدراعظم په توګه د بیاغوره کېدو لپاره لازم نصاب ترلاسه کړي.  حریري ته داسې مهال د کابینې د جوړولو دنده سپارل کېږي چې لبنان د واک د وېش، بانکي بحران، د فقر د زیاتېدو، پورونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

امریکا کې د 'کووېډ-۱۹' علاج لپاره یو ډول درمل تأیید شول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د خوړو او درملو مسؤلې ادارې د ویروس ضد یو ډول درمل د 'کووېډ-۱۹' د علاج لپاره په رسمي ډول تأیید کړي دي.  دې ادارې پرون د اکټوبر په ۲۲مه د ګیلاد ساینس د درمل جوړولو شرکت یو ډول درمل چې د ویکلوري په نوم یادېږي تأیید کړل. د نوموړې ادارې کمېشنر ستیفن هان وویل چې دا درمل پر ډېرو کلینیکي ازموینو له څېړنو وروسته تأیید شول. هغه دا درمل د کرونا د وبا پر وړاندې په مبارزه کې مهم ساینسي پرمختګ وباله.   د 'کووېډ-۱۹' د علاج لپاره له دې مخکې له ستیراید، دیکسامیتازون او نورو درملو څخه هم کار اخیستل... Читать дальше...

د روسیې پوځي استخباراتو پر مشر او یوه افسر د اروپايي ټولنې او بریتانیا بندیزونه

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې او بریتانیا د روسیې پر هغو استخباراتي ادارو چې د جرمني پر ولسي جرګې په پنځه کاله مخکې سایبري برید کې ښکېل بلل شوي، بندیزونه لګولي دي. دغه بندیزونه پرون د اکټوبر په ۲۲مه د روسیې د پوځي استخباراتو د ادارې (GRU) پر مشر او یوه افسر ولګول شول. د اروپايي ټولنې رسمي ژورنال پرون د هغو کسانو او ادارو لېست خپور کړ چې د ۲۰۱۵ کال په اپرېل او مې میاشتو کې یې د جرمني د پارلمان پر ولسي جرګې یا بوندیستګ (Bundestag) په سایبري برید کې لاس لاره یا مسؤل وو. د اروپايي ټولنې شورا وايي چې د دې برید... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: د بین‌الافغاني خبرو بریا ته باید لازم وخت ورکړل شي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په قطر کې بین‌الافغاني خبرې روانې دي، اروپايي ټولنه وايي هغه وخت رارسېدلی چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته درناوی وشي او د دې خبرو یوې ښې نتیجې او بریا ته باید لازم وخت ورکړل شي. رولاند کوبیا پر ټویټر په یوه بیان کې چې تېره شپه خپور شو لیکلي، دا خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي او په خونه کې هېڅ بهرنی نه‌شته. ښاغلي کوبیا لیکلي، دا وضعیت (د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرې او د هېڅ بهرني نشتوالی) به تر هغه وخت دوام وکړي چې دواړه لوري په ګډه له بهرنیانو څخه مرسته وغواړي. ... Читать дальше...

رییل کلیر ډفنس: اوس به د افغانستان له پرمختګونو سره څه کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو او خپرونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي او د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په زیاتېدو مقالې خپرې کړې دي. سټارز انډ سټرايپس له دې ډلې سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هغه خبرې ګواښي چې له شاوخوا یو نیم میاشت راهیسې روانې دي. د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان د سپټمبر له ۱۲مې د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې کوي. دوی د مذاکراتو لپاره د کړنلارې په جوړولو لا نه‌دي سلا شوي، خو په کور دننه افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *