امریکا کې د کرونا ویروس نږدې یو لک نوې پېښې ثبت شوې
د امریکا متحد ایالاتو کې د کرونا ویروس نږدې یو لک نوې مثبت پېښې ثبت شوې دي. له دې سره د جمعې تر ورځې په متحده ایالاتو کې په 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر تر نهه میلیونو واوښت. دا شمېرې په داسې وخت کې خپرې شوې دي چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته درې ورځې پاتې دي. بل لور ته په اروپا کې اوس د ورځې د کرونا تر دوه لکه ۴۰ زره ډېرې مثبت پېښې ثبتېږي. په فرانسه کې پرون د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټولبند اعلان شو او تمه ده چې سر له بل سبا په بلجیم کې هم ټولبند اعلان شي.