Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

Новости за 06.02.2022

د خیبر پښتونخوا حکومت په کورونو او حجرو کې سکولونه جوړ کړي

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا د تعليم محکمې د صوبې په هغو ضلعو کې د کميونټي سکول په نوم په کورونو او حجرو کې سکولونه جوړ کړي دي چې سرکاري سکولونه نه لري. د تعلیم محکمې په وینا، په ټوله صوبه کې داسې سکولونو شمېر تر درې زره زیات دی. دوی وايي چې په دې کې تر یو لاک زیات ماشومان زده کړې کوي. په دې اړه نور تفصیل د عظمت علي شاه په دې ويډيویي رپورټ کې وګورئ

د روسیې ګواښ؛ د ازادې اروپا راډیو/ازادۍ راډیو ۸ وېب پاڼې بندوو

Pa.azadiradio.com 

روسېې ګواښ کړی چې د ازادې اروپا راډیو/ازادۍ راډیو اته وېب پاڼې بندوي.  دغه وېب پاڼې د روسیې، اوکراین او مرکزي اسیا لپاره خپرونې لري.  د روسیې د رسنیزو چارو د تنظیم دولتي ادارې ویلي، که د ازادې اروپا راډیو په روسیه کې د اداري فساد د څېړنو په اړه خپل راپورونه له وېب پاڼو لیرې نه کړي، وېب پاڼې به یې بندې کړي.  د فساد دا څېړنې د کریملین د سرسخته منتقد الکسي ناوالني د موسسې له خوا کېږي، خپله ناوالني اوس زنداني دی.

د ګاز او نفتو دولتي شرکت: د خلکو تر دروازو ګاز په ارزانه بیه رسوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ګاز او نفتو دولتي شرکت ویلي چې له دې وروسته به د کابل د اوسېدونکو د دروازو شاته مایع ګاز په ارزانه بیه ور رسوي.  د یاد شرکت د دغې پرېکړې خبر پرون ماښام د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړ.  کریمي ویلي، د کابل د ۲۲ ناحیو اوسېدونکي به د یوه ځانګړي مهال وېش له مخې له دولتي شرکت نه یوه کیلو ګاز په ۷۰ افغانیو اخلي.  دوی وایي چې دغه اقدام د سون توکو د لوړو بیو د راکمولو په هدف کوي.  افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د یو کیلو مایع ګازو بیه شااوخوا سلو افغانیو ته پورته شوې ده.

طالبان: د هوایي ځواک ۵ پيلوټان بېرته افغانستان ته ستانه شوي 

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وایي، د هوایي ځواکونو پخواني پنځه پيلوټان له بهره بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.  دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغو پیلوټانو انځورونه هم خپاره کړي چې د طالبانو د دفاع له سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد سره ولاړ دي.  په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دغه پیلوټان له کوم هېواده بېرته افغانستان ته ستانه شوي، خو زیاته شوې چې د مسؤلینو په هڅونه دا کار شوی دی.  د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، هڅې روانې دي چې د ملي دفاع وزارت ټول کدرونه او  مسلکي  پرسونل چې له هېواده وتلي، بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د جوبایډن له پریکړې سره سم اروپا ته د امریکایي پوځیانو د رسېدلو لړۍ پيل شوه

Pa.azadiradio.com 

پولنډي رسنیو ویلي چې پرون شنبه د امریکا یوه ډله پوځیان دغه هېواد ته رسیدلي دي.  دا چاره داسې مهال ترسره کېږي چې د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې د لسګونه زره پوځیانو ځای پر ځای کېدو لوېدیځ قدرتونه اندېښمن کړي او داسې وېره لري چې ممکن روسیه پر اوکراین برید وکړي.  امریکایي پوځیان د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له مخې پولنډ ته رسیدلي دي.  بایډن څو ورځې وړاندې جرمني او پولنډ ته د دوه زره سرتیرو استول تصویب کړل.  بایډن دغه راز لارښوونه وکړه چې د امریکا زر تنه سرتېري چې په جرمني کې مېشت دي، باید رومانیا ته ولاړ شي. Читать дальше...

له نړیوالو د مرستو غوښتنه؛ د 'کووېډ-۱۹، ۳۷ مرکزونو له ډلې د ۳۲ فعالیت درېدلی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، د هغو ۳۷ روغتیایي مرکزونو له ډلې ۳۲ هغه له فعالیته غورځیدلي چې نړیوال بانک یې تر ۲۰۲۴کال پورې د تمویل مسؤلیت منلی و.  دا روغتونونه د افغانستان د تېر دولت په وخت کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې لپاره جوړ شوي وو.  د عامې روغتیا وزارت د خدماتو د وړاندې کولو معین ډاکټر عبدالباري عمر وایي، دا مهال یوازې کابل کې افغان جاپان او ننګرهار، هرات، کندهار او هلمند کې د کرونا د درملنې مرکزونه فعاله دي.  ښاغلي عمر ازادۍ راډیو ته وویل، که مالي مرستې ور ونه رسیږي، دغه روغتیایي مرکزونه هم ممکن وتړل شي. Читать дальше...

د ترکیې د سرې میاشتې ټولنه: افغانستان ته ۱۲ نیم سوه ټنه مرسته لېږو 

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د سرې میاشتې مشر کریم کنیک چې د سرې میاشتې نړیوال فدراسیون مرستیال هم دی، د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان په سفر بوخت دی. کنیک پرون شنبه کابل کې بېلابېل لېده کاته درلودل او خبریالانو ته یې وویل چې ټولنه به یې ژر افغانستان ته د لس ملیونه ډالرو په ارزښت بشري مرسته واستوي. طالبانو پرون ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ترکیې د سرې میاشتې دغه پلاوي د رئیس الوزرا له مرستی عبدالسلام حنفي سره هم کتلي او ډاډ یې ورکړی چې تر یوې میاشتې به یې ۱۲ نیم سوه ټنه بشري مرسته افغانستان ته رارسیږي. ... Читать дальше...

د ډالرو پر وړاندي د افغانۍ لوړېدل؛ طالبان: د لومړنیو توکو بیې کنټرولوو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وایي، افغانستان ته د ډالرو په لېږد کې زیاتوالی او پر بانکي سیستم د بندیزونو کموالی هغه لاملونه دي چې له مخې یې د ډالرو په وړاندې د افغانۍ بیه ختلې ده.  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم کره ارقام په ګوته نه کړل، خو ازادۍ راډیو ته یې وویل چې هره اوونۍ زیات شمېر ډالر افغانستان ته رسیږي.  ښاغلی مجاهد وایي، له دې سره سره لا هم افغانستان کې د ډالرو کموالی محسوس دی، خو په خبره یې نږدې راتلونکې کې ممکن دا تشه ډکه شي.  د ډالرو د بیو له لوړوالي سره افغانستان کې د توکو بیې وختلې،... Читать дальше...

ټربیون: د طالبانو د واکمنۍ ۶ میاشتې اوړي، خو لاهم وضعیت غیر یقیني دی

Pa.azadiradio.com 

ټربیون هندۍ ورځپاڼې ټربیون په خپله پرونۍ ګڼه کې د ملګرو ملتونو پر هغه راپور لیکنه خپره کړې چې په افغانستان روان بشري وضعیت په کې ناوړه بلل شوی دی.   د لیکنې په پیل کې راغلي، پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نږدې شپږ میاشتې اوړي، خو لا هم وضعیت غیریقیني دی.   لیکوال د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش د پنجشنبې ورځې راپور ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي، که څه هم طالبان هڅه کوي خپل حکومت سرپرست حکومت وښيي، خو تر اوسه یې حکومتوالي هغسې نه ده چې په ټوله معنی قومي، سیاسي او جغرافیوي رنګارنګي په کې ولیدل شي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *