د افغانو ښځینه لاریون کوونکو نیول؛ د طالبانو په لیکو کې د مېرمنو په نشتون نیوکې
په افغانستان د طالبانو له بشپړۍ واکمنۍ وروسته په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې یو شمېر مېرمنو وخت ناوخت د کار ډوډۍ او ازادۍ په شعارونو سره لاریونونه او اعتراضونه وکړل. خو اوس د دغه اعتراض کوونکو له ډلې يې یو شمېر نیول شوي دي. د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو بنسټونو دا د طالبانو کار بللی خو طالبانو لا هم په دې اړه کوم رسمي دریځ نه دی ښودلی. د دغه مېرمنو د نیولو کیسه د تمنا زریاب له هغه ویډیو وروسته رابرسیره شوه چې د نوموړې په وینا طالبان يې د شپې له لورې د کور تر وره ورغلل او د دې او د خور د نیولو هڅه يې وکړه. Читать дальше...