د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست: د پوځ جوړولو برخه کې مهم پرمختګونه شوي
د طالبانو د واکمنۍ شپږ میاشتې پوره شوې، خو د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خو د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد ادعا کوي چې دې موده کې یې ګڼې لاسته راوړنې درلودې له هغې ډلې د ده په خبره د اردو د جوړولو په تړاو پرمختګونه شوي. مجاهد د افغانستان له دولتي ټلوېزیون سره په یوه مفصله مرکه کې چې د دوشنبې په شپه خپره شوه وویل: "تر اوسه مو ۴۰ طیارې، هلیکوپټرې او نورې طیارې جوړې کړي او پروازونه کوي. لس طیارې تر کار لاندې دي. تر لسو زرو پورې مو نوي ځواکونه روزلي. کوم ثبت... Читать дальше...