افغانستان کې د بشري حقونو نقض او اندېښنې؛ د بښنې نړيوال سازمان يې په اړه راپور خپروي
د بښنې نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د اندېښنو په اړه خپل نوی راپور به د راروانې دوشنبې په ورځ خپور کړي. د بښنې د نړیوال سازمان کمپاینره سمیرا حمیدي وايي چې د افغانستان بشري وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ دی. د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل به دوه ورځې وروسته، خپل هغه راپور خپور کړي چې په تېر یوه کال کې د افغانستان بشري وضعیت پهکې څېړل شوی دی. د دې راپور سرلیک دی، د طالبانو واکمني، یو کال تاوتریخوالی، له سزا معافیت او ناسمې ژمنې. په پام کې ده چې د اګست په پنځلسمه... Читать дальше...