Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2022

Новости за 25.08.2022

ننګرهار: ترافيکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي او شپږ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې په یوه ترافیکي پېښه کې د دوو کسانو د مړینې او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون راپور ورکړی، چې دغه پېښه پرون چهارشنبه د جلال اباد-تورخم پر لویه لار وشوه. ویل شوي د پېښې علت له یوه سوزوکي ډوله مسافر وړونکي موټر سره د یوه بار وړونکي موټر ټکر و. د چلوونکو بې احتياطي او کنډو کپر لارې افغانستان کې د ترافيکي پېښو تر ټولو لوی لاملونه بلل کېږي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې مو د نجونو د زده کړې ملاتړ لپاره پروګرامونه نه‌دي درېدلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د یوه تعلیمي بنسټ مشره وايي، په افغانستان کې یې د نجونو د تعلیم د ملاتړ لپاره پروګرامونه نه دي درېدلي. نن ۳۴۱مه ورځ ده، چې طالبانو د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړلي دي، چې دې کار یې په ملي او نړیواله سطحه انتقادونه پارولي دي. ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې ځینې غیر دولتي بنسټونه شته، چې د تعلیم د ودې لپاره فعالیتونه کوي. د «تعلیم انتظار نه کوي» په نوم بنسټ چې په اضطراري شرایطو او اوږدمهالو بحرانونو کې د تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال صندوق دی، وايي په... Читать дальше...

اوچا: روان ميلادي کال تر ۲۵۰ ډېر افغانان د سېلابونو له امله مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، روان میلادي کال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د سېلابونو له کبله تر ۲۵۰ ډېر کسان مړه شوي دي. د اوچا په وینا، دا د ۲۰۲۱م کال په نسبت په سېلابونو کې د مړو په شمېر کې ۷۵ فیصده زیاتوالی ښيي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د اګست میاشتې له لومړۍ په افغانستان کې ۱۱۸ کسان د سېلابونو له کبله مړه شوي، چې له دې سره په روان میلادي کال کې د اوچا په خبره په سېلابونو کې د مړو شمېر ۲۵۶ ته ورسېد. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ... Читать дальше...

بزنس انسایډر: غني باید له زیلینسکي سره پرتله نه شي

Pa.azadiradio.com 

بزنس انسایډر: بزنس انسایډر خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د لیرې کړل شوي ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ مرکې ته پام اړولی چې ویلي یې دي هغه باید د اوکراین له ولسمشر ولادیر زیلینسکي سره پرتله نه شي. ښاغلي غني له سي این این سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د امریکا په ګډون د اوکراین د ملاتړو هېوادونو استخباراتو پر دغه هېواد د روسیې له برید څو میاشتې مخکې د اوکراین ولسمشر ته خبر ورکړی و، خو ده ټینګار کړی چې د افغانستان د ولایتونو د اشغال په ځانګړې توګه د کابل د سقوط په اړه د طالبانو له... Читать дальше...

زلنسکي: د اوکراين د خپلواکۍ د کليزې په ورځ د روسي ځواکونو په بريد کې ۱۵ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وايي، د اوکراین د خپلواکۍ د کلیزې په ورځ هم د روسي ځواکونو د میزایلو په حمله کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي. هغه ویلي، چې دغه حمله په دنیپرو-پیټروفسک (Dnipro-Petrovsk) سیمه کې شوې ده. اوکراین پرون د خپلې خپلواکۍ ۳۱مه کلیزه ونمانځله. د اوکراین ولسمشر، ولودمیر زلنسکي وویل، چې د اوکراین په مرکزي برخه کې د رېلګاډي پر یوه تمځای د روسیې په حمله کې شا و خوا ۵۰ نور کسان ټپیان شوي دي. ښاغلي زلنسکي پرون د ویډیو له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته وویل،... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *