طالبان: په دفاع وزارت کې د الوتکې نسکورېدو پېښه کې ۳ کسان وژل شوي
د طالبانو دفاع وزارت وايي، د ملي دفاع پوهنتون په انګړ کې پرون ماسپښین د یوې امریکايي بلک هاک څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې دوه پیلوټان او یو بل تن وژل شوي دي. دغه وزارت پرون ویلي، چې دغه الوتکه د روزنیز پروګرام پر مهال په هوا شوې وه، چې د تخنیکي ستونزو له کبله نسکوره شوه او په پېښه کې ۵ نور کسان ټپیان شول. وروسته له هغې چې طالبانو څه باندې کال مخکې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، اکثر مسلکي پیلوټان او تخنیکي کسان یا له افغانستانه ووتل، یا هم پر کورونو کېنول شول.