Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

Новости за 17.09.2022

احمد مسعود: د افغانستان ستونزه پوځي حل لاره نه لري

Pa.azadiradio.com 

د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود وایي، د طالبانو د واکمنۍ له لومړیو یې د افغانستان د سیاسي حل لارې لپاره هڅې کړي دي. د هغه په خبره له طالبانو یې غوښتي چې انتخاب دې خلکو ته پرېږدي، خو زیاته یې کړه چې طالبانو له دې کار څخه ډډه وکړه. مسعود زیاته کړه: "زما په باور، افغانستان پوځي حل لاره نه لري او سیاسي حل لارې ته اړتیا لري. په اوس وخت کې موږ د اتحاد پر لوري یوې نوې مرحلې ته داخل شوي یو. غواړو د خبرو اترو له لارې ټول اړخونه سره راټول کړو چې غږ یې واورېدل شي." احمد مسعود دغه څرګندونې پرون د... Читать дальше...

د افغانستان پر روانو حالاتو د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

ډيپلوماټ مجله: ډیپلومات مجلې د افغانستان او د شانګهای د همکارۍ سازمان په اړه په سرېلانکا کې د افغانستان د پخواني سفیر محمد اشرف حیدري لیکنه خپره کړې. په دې لیکنه کې ویل شوي، په افغانستان کې بحران د شانګهای د همکارۍ سازمان ټوله سیمه ګواښي خو دې ټولنې د افغانستان د ستونزو د حل کولو لپاره ډېر لږ کار کړی دی. لیکوال زیاتوي، په ۲۰۱۷ م کال د شانګهای د همکارۍ له سازمان سره د هند او پاکستان تر یو ځای کېدو مخکې، چین، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغیزستان د دې سازمان غړي هېوادونه وو. اوس... Читать дальше...

د شانګهای سازمان په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره مهم وبلل

Pa.azadiradio.com 

د شانګهاۍ د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو یو شمېر مشرانو په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ثبات لپاره مهم وبلل. د چین ولسمشر شي جین پینګ د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې دوی باید د افغانستان چارواکي چې اشاره یې طالبانو ته وه، وهڅوي چې یو پراخ بنسټه او ټولشموله سیاسي جوړښت رامنځته کړي او د تروریزم ټوکېدو ته د زمینې برابرولو مخه ونیسي. نوموړي دغه راز وویل چې دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د شانګهای د سازمان د افغانستان د تماس ډلې، د همغږۍ د میکانیزم او د افغانستان د ګاونډیانو په منځ کې د همکارۍ رول دوام پیدا کړي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *