فراه کې د هاوان د يوې مرمۍ چاودنې له امله ۳ ماشومان مړه شوي دي
په فراه ولایت کې د هاوان د یوې پخوانۍ مرمۍ په چاودنه کې ۳ ماشومان مړه شوي دي. یوې سرچینې په دې شرط، چې نوم به یې نه څرګندېږي، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې، دا پېښه پرون (پنجشنبه) مازدیګر د فراه ښار په عسکر اباد کلي کې وشوه. د سرچینې پر اساس، د هاوان مرمۍ هغه مهال وچاودېده چې ماشومانو زړې وسپنې ټولولې. په افغانستان کې څه موده وروسته د ناچاودلو مرمیو د چاودنو په پېښو کې په ځانګړي ډول ماشومانو ته مرګژوبلې اوړي.