د اسلامي همکاريو سازمان مزار شريف کې د پرونۍ چاودنې عاملانو سره د حساب غوښتنه کړې
له تېرې یوې اونۍ راهیسې د افغانستان شمال د دوو خونړیو چاودنو شاهد و چې ملکي اهداف یې په نښه کړل. تر ټولو تازه چاودنه پرون په مزارشریف کې د حیرتان د نفتي موادو د کارکوونکو د سپرلۍ پر موټر وشوه چې د بلخ د امنیه قومندانۍ په وینا لږ تر لږه ۷ تنه یې ووژل. د دغې قومندانۍ ویاند اصف وزیري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، پېښه د دریمې ناحیې په سیداباد څلور لارې کې په یوه کراچۍ کې د ایښودل شوي ماین له کبله شوې. نوموړي وويل: "دغې چاودنه کې د حیرتانو ښارګوټي د نفتي موادو د ادارې ۷ کارکوونکي په شهادت ورسېدل او ۶ نور ټپیان شول. Читать дальше...