Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

Новости за 10.12.2022

د افغانستان مشهوره سندرغاړې قمرګل مړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان نامتو سندرغاړې قمرګل د ډسمبر په نهمه د جمعې په ورځ د کاناډا په ټورنټو کې مړه شوه. د هغې کورنۍ وايي، مېرمن قمرګل ناروغۍ له امله د ټورنټو په یوه روغتون کې ساه ورکړې، خو دا یې نه دي ویلي چې ناروغي یې څه وه. مېرمن قمرګل د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي. قمرګله په کال ١٣٣٦ لمریز د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکې وه چې په ۷ کلنۍ کې یې په کلیوالي کچه سندرو ویلو ته مخه کړه. د هغې لومړۍ سندره "په ما مینه سترګې دې سرې دي، نن... Читать дальше...

افغان لوبغاړي 'حمید خوشدل' د بدني ښکلا په نړیوالو لوبو کې مډال وګاټه

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبغاړي حمید خوشدل د فیټنس یا بدني ښکلا د نړیوالې اتلولۍ په لوبو کې د ژېړو مډال وګاټه. د افغانستان د بدني ښکلا فدراسیون پر خپل فېسبوک لیکلي چې خوشدل د جمعې په ورځ په ټایلند کې د ۴۴ هېوادونو د لوبغاړو په منځ کې درېیم مقام او د ژېړو مډال خپل کړ. تمه ده چې د شنبې په ورځ به څلور نور افغان لوبغاړي هم د فیټنس او اندام د ښکلا په دغو لوبو کې برخه واخلي. ټولټال پنځه افغان لوبغاړي د ټایلند په کوربه توب د اندام د ښکلا یا روزنې او فیټنس نړیوالو اتلولیزو لوبو ته ورغلي دي.

امریکا د اوکرایني ځواکونو پیاوړتیا لپاره نوې مرسته اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ د اوکراین د هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د ۲۷۵ میلیون ډالرو نوې مرسته اعلان کړه. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي پرون تېره شپه خبریالانو ته وویل چې دا مرسته به ډېر ژر اوکراین ته ورسېږي څو خپل هوايي ځواک پیاوړي کړي او د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د حملو مخه ونیسي. روسیه هره ورځ د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو راکټي حملې کوي څو په دې توګه د خلکو د زیانمنولو له لارې په دې هېواد کې د مقاومت روحیه وځپي. اوکراین د دې حملو د شنډولو لپاره له څو میاشتو راهیسې د هوايي مدافعې په برخه کې له خپلو متحدانو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو ډېری سرغړونې په کومو برخو کې تر سترګو کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر د ډسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو له خوا لګېدلي محدودیتونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. وولکر ټورک همداراز په افغانستان کې د علني اعدامونو او د دُرو په وسیله د سزاګانو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې. په افغانستان کې د بشري حقونو د روانو اندېښنو په اړه احمدتکل د ښځو د حقونو له فعالې نظیفې حقپال سره مرکه کړې. مېرمن حقپال په پیل کې دې... Читать дальше...

د ناټو سرمنشي: ښايي د اوکراین جګړه نورې اروپا ته هم وغځېږي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په اوکراین کې لاهم د روسیې راکټي حملې روانې دي د ناټو عمومي منشي وايي دی وېرېږي چې د اوکراین جګړه به له ادارې ووځي او په یوه پراخ کړکېچ به بدله شي. د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ وېره ښودلې چې د اوکراین جګړه له کنټروله ونه وځي. سټولټنبرګ پرون د ډسمبر نهمه له ناروېژي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل که مسایل د اوس په څېر په ناسم لوري روان وي نو دا خطر شته چې پر یوه خطرناک لوري ولاړ شي. سټولټنبرګ ویلي دي چې په اوکراین کې روانه جګړه ډېره وېروونکې ده او زیاته کړې یې ده چې که دا... Читать дальше...

یو شمېر نړیوالو بنسټونو بیا د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې نړیوال نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو ورځ نمانځي په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه تازه اندېښنې ښودل شوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ټورک د بشري حقونو له نړیوالې ورځې یوه ورځ مخکې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل افغان ښځې په هېڅ صورت باید له پامه ونه غورځول شي. ټورک د ډسمبر په نهمه د بشري حقونو د ورځې په درشل کې په ژنیو کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال د طالبانو له مشرانو غوښتنه وکړه چې پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي. Читать дальше...

ډیپلوماټ: طالبانو د افغانانو اقتصاد ویجاړ کړ

Pa.azadiradio.com 

ډیپلوماټ: 'طالبانو د افغانانو اقتصاد ویجاړ کړ' دا د ډیپلوماټ مجلې د لیکنې سرلیک دی. د دې لیکنې په پیل کې ویل شوي، له کله چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګسټ کې واک ته ورسېدل، د افغانستان اقتصاد چټک ولوېد. دا دی یو کال وروسته په سلو کې ۹۰ افغانان په سخته د کور خرڅ برابرولی شي، او شاوخوا ۸۶ سلنه د خوراک په موندلو کې له ستونزو سره مخامخ دي. د دې لیکنې، چې ماري کلېر ایوانز لیکلې، په دوام کې راغلي، کله چې تېر کال طالبان واک ته رسېدل، د افغانستان اقتصاد خونده نه لرله، خو د دوی له واک ته رسېدو سره نور هم خراب شو. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *