په پېښور کې فعالانو د افغان نجونو د حقونو په ملاتړ اعتراضیه غونډه کړې
یو شمېر ځوانو فعالانو پرون په پېښور کې د ډسمبر د لسمې یا د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت اعتراضیه غونډې پر مهال افغانستان کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه. نن ۴۴۶مه ورځ ده، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې. ګڼې ښځې هم په دولتي ادارو کې له کارونو منع شوي دي. دغه کسان چې د تعلیم په ملاتړ یې بېلابېل شعارونه له ځانونو سره لېږدول د پېښور پریس کلب مخې ته راټول شوي وو. د دې پروګرام له یوه تنظیموونکي وږمې فېروز څخه زموږ... Читать дальше...