Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 10.03.2023

حمیدحسن د افغان کرکټ لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکېنی چټک توپ اچونکی حمیدحسن د همدې لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي په توګه په دنده ګومارل شوی دی. کرکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۸مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته ښاغلي حسن له نړیوال کرکټ لاس په سر شو. کرکټ بورډ وايي چې حمید حسن به له پاکستان سره د ۳ شل اوریزو لوبو په لړۍ کې یوځای شي او تر لومړۍ لوبې وړاندې به ورته د مخه ښې مراسم هم ترسره شي. یادې ادارې هیله ښودلې ده چې د حسن په راتګ سره به د افغانستان د چټکې توپ اچونې برخه لا غښتلې او پیاوړې شي. Читать дальше...

د اوکراین د بخموت په شاوخوا کې د سختو جګړو د دوام راپورونه ورکړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د بخموت ښار په شا و خوا کې د سختو جګړو د دوام راپورونه ورکړل شوي دي. د اوکراین چارواکي وايي، د دوی سرتېرو پر بخموت ښار د روسي ځواکونو د حملو نوې څپه په شا تمبولې ده. د اوکراین د ختیځې سیمې دونیڅک په دغه ښار کې د تېرو څو میاشتو وسله والو شخړو د جګړې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، روسي ځواکونو د بخموت ښار پر شاوخوا د کلابندۍ د کړۍ تنګولو لپاره ۱۰۲ حملې وکړې. د اوکراین پوځي چارواکي... Читать дальше...

د افغان متحدانو لېږد لپاره د امریکا له کانګرس د ځانګړې بودیجې غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد له کانګرس غوښتي چې د خپلو افغانو متحدانو د لېږد د کارونو لپاره د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په بودیجه جلا مالي حساب ځانګړې کړي. د سلګونو افغانانو له ډلې یو کس د خپل پي۲ کېس د مراحلو تېرولو لپاره پاکستان ته کډوال شوی. دی چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي، وایي، د یو کال راهیسې امریکا ته د تګ په هیله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. د ده په خبره تر اوسه خپل له کېس هېڅ کوم د خوښۍ خبر نه لري.  هغه زیاته کړه: "هغه کسان چې پي۱ او پي۲ کېسونه... Читать дальше...

د افغانستان سفارت: د ایټالیا له اوبو د ۹۱ افغانانو مړي ویستل شوي

Pa.azadiradio.com 

د فبرورۍ په ۲۶مه د ایټالیا د کورتونه ښار په ساحل کې د ډوبې شوې کښتۍ څخه د راایستل شويو جسدونو په منځ کې ۹۱ افغانان وو. ګل اغا جمشیدي د ایټالیا په کورتونه ښار کې افغان کډوال دی. نوموړی وايي، د تره زوی يې وزيراحمد په مخکېني جمهوري نظام کې د هرات ولايت د ملي امنيت ښاري مدير و، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امنيتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلو ته اړ شو او د ناقانونه کډوالۍ لاره يې غوره کړه. وزيراحمد چې کومه لاره د خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو د ژغورلو لپاره غوره کړې وه، پای ته ونه رسېده او څلور واړه يې د ايټاليا په اوبو کې مړه شول. Читать дальше...

هرنايي کې په جلا، جلا پېښو کې د سکرو کانونو ۳ مزدوران وژل شوي دي

Mashaalradio.com 

د هرنايي یوه انتظامي مشر مجید جوګېزي د مارچ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې درېواړه پېښې د مارچ پر نهمه شوې دي. دی وايي، په لومړۍ پېښه کې هغه ټریکټر د سړک غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شو چې د سکرو کان ته یې اوبه وړې.

په بلخ کې د طالبانو له لوري د وژل شویو اتو کسانو کورنۍ عدالت غواړي

Pa.azadiradio.com 

په مزار شریف کې د هغو ۸ تنو وژل شویو کورنۍ عدالت غواړي چې د طالبانو له‌خوا د چهارشنبې په ورځ د 'بغاوت او انسان تښتونې' په تور ووژل شول. په مزار شریف کې یوې کورنۍ چې ۸ تنه یې غړي یې د تېرې چهارشنبې په ورځ د طالبانو له‌خوا په نظامي عملیاتو کې وژل شوي نن یې په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ مخته لاریون وکړ. د دې کورنۍ غړي وايي، دا کسان ټول ملکیان وو، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې رغنیز شرکتونه لرل او هېڅ ډول جرمي سابقه یې نه‌لرله. د دې کورنۍ یوه غړي عین‌الله نن په کابل... Читать дальше...

د بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ سره مخ په خرابېدو دی او د طالبانو بې رحمانه بندیزونه دوام لري. په افغانستان کې یو شمېر ښځې د طالبانو حکومت له پرله پسې زیاتېدونکو ستونزو او محدودیتونو څخه شکایت کوي او وايي چې په وېره له کوره وځي او د ځاني خوندیتوب احساس نه کوي. يوه ښځينه ورزشکاره، چې ويې نه غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي وايي، په افغانستان کې د ښځو لپاره شرايط ورځ تر بلې خرابېږي. هغې زياته کړه: "زه پخوا ورزشکاره وم او له دې امله نه شم کولای چې آزاد تګ راتګ وکړم، په ډېره ویره تګ راتګ کوم. Читать дальше...



د ګرجستان پارلمان د مدني ټولنو د فعالیت محدودولو لایحه فسخه کړه

Pa.azadiradio.com 

په ګرجستان کې د پارلمان وکیلانو د هغې لانجمنې لایحې فسخه کېدو ته رایه ورکړه، چې له مخې یې په دغه هېواد کې د مدني ټولنو فعالیت محدود شوی و. دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې په دغه هېواد کې له تېرې سې شنبې راهیسې تاوتریخجن اعتراضونه وشول. تورونه لګول شوي وو، چې د بهرنیو اجنټانو په نوم دغه نوې لایحه د روسیې د قانون کاپي وه، چې دغه هېواد یې د استبداد خوا ته ورټېل واهه. د ګرجستان پارلمان نن جمعه د دې لایحې د مسودې تر دویمې بیاکتنې وروسته رایه ورکړه. د ګرجستان د خوب په نوم واکمن ګوند یوه ورځ مخکې... Читать дальше...

د شمالي کوریا مشر خپل پوځ ته د پوځي تمریناتو د تېزوالي امر کړی

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون خپل پوځ ته امر کړی چې خپل پوځي تمرینات شدید کړي چې د اړتیا پر مهال د واقعي جګړې مخه ونیسي یا یې ځواب ووايي. د شمالي کوریا دولتي رسنۍ نن جمعه راپور ورکړی چې کیم جونګ اون دا خبرې د پوځي تمریناتو تر څارنې وروسته وکړې. شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ له خپلو غربي سواحلو یو لنډواټنه بالیستیک میزاییل وتوغاوه، چې په ځواب کې یې جنوبي کوریا وویل، هغه امکانات ارزوي چې شمالي کوریا ښايي له هماغه سیمې هممهاله ګڼ توغندي توغولي وي. د شمالي کوریا کې سي این اې خبري اژانس له خوا په... Читать дальше...

په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴.۶ میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې او شریکانو یې د روان ۲۰۲۳م کال د بشردوستانه غبرګون د پلان لپاره د څلور اعشاریه ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د بسپنې غوښتنه وکړه. اوچا وايي، د دې پلان هدف دا دی، په افغانستان کې له ۲۳ میلیونه او ۷لکه کسانو سره بشري او د خوندیتوب مرسته وشي. د افغانستان د بشردوستانه غبرګون پلان د ۲۰۲۲م کال په اګست میاشت کې برابر او د روان ۲۰۲۳م په جنورۍ میاشت کې خپور شو. ریلیف ویب چې د اوچا مربوط ویبسایټ دی، پرون په یوه مفصل... Читать дальше...

'شي جین پینګ' د چین د ولسمشر په توګه خپل درېیمه دوره پیل کړه

Pa.azadiradio.com 

شي جین پینګ نن د چین د ولسمشر په توګه خپل درېیمه دوره پیل کړه او ګومان کېږي له دې سره به دی په څو نسلونو کې تر ټولو په یو ځواکمن رهبر بدل شي. د چین پارلمان په غوڅ اکثریت دی په داسې حال کې د ولسمشر په توګه وټاکه، چې شي جین پینګ په تېره اکتوبر میاشت کې د راروانو پنځو کلونو لپاره د کمونېست ګوند د مشر په توګه غوره شو. پر ۶۹ کلن شي د کرونا د صفر کولو د سیاستونو او له دې سیاستونو تر لاس اخیستو وروسته د ګڼو کسانو د مړینې له کبله انتقادونه شوي دي. شي جین پینګ خپله د ولسمشرۍ درېیمه دوره داسې وخت پیلوي،... Читать дальше...

د جرمني یوه کلیسا کې د ډزو له کبله د بریدګر په ګډون ۸ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني پولیسو نن ویلي، تېره شپه د شمالي ښار هامبورګ په یوه کلیسا کې د ډزو له کبله د حمله کوونکي په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي. د جرمني پولیسو په خپل ویبسایټ کې لیکلي چې په دې پېښه کې بې شمېره نور کسان ټپیان شوي دي. تر اوسه د برید احتمالي انګېزه نه ده معلومه او پولیس د برید د څرنګوالي په پلټنه بوخت دي. د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ چې د هامبورګ د ښاروال په توګه یې هم دنده ترسره کړې د ډزو دغه پېښه د تاوتریخوالي وحشیانه عمل بللی دی.

په ازبکستان کې د اساسي قانون د اصلاحاتو لپاره د ټولپوښتنې طرحه تایید شوه

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د پارلمان غړو په دغه هېواد کې د اساسي قانون د اصلاحاتو لپاره یوه ټولپوښتنې طرحه تایید کړه چې له مخې یې د دغه هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف ته لار اواروي چې د درېیمې دورې لپاره هم ځان کاندید کړي. دغه ټولپوښتنه د اپرېل میاشتې دېرشمې ته په پام کې ده. د ازبکستان چارواکي وايي، که په اساسي قانون کې تازه تعدیلات تایید شي، د ولسمشر میرضیایف دوې تېرې دورې صفر کېږي او په دوو نورو قانوني دورو کې ځان کاندیدولی شي. په پېشنهادي مسوده کې د ولسمشرۍ دوره له پنځو کلونو اوو کلونو ته زیاتېږي. د میرضیایف د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره راتلونکی کال ختمېږي. Читать дальше...

بامیان کې د سکي میدانونه پخوانی حالت نه لري

Pa.azadiradio.com 

په سږني ژمي کې د زیاتې واورې ورېدنې سره سره د سکي میدانونه خپل مخکېنی پرجوشه حالت نه لري چې یو لامل یې د بهرنیو سیلانیانو او نجونو نه ګډون بلل کېږي. په دې راپور کې هغه نجونو سره خبرې شوي چې همدا سپورټ یې کاوه او د طالبانو د بندیزونو وروسته د سکي له میدانونو منع شوي دي.

ځینې افغانان: د طالبانو محدودیتونو د نوروز نمانځنې روحیه له منځه وړې

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان وایي، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او کړکېچن وضعیت له امله ښایي دوی د نوروز نمانځلو ته زړه ښه نه کړي. داسې ښکاري چې ښايي سږ کال افغانان د هفت سین او د هفت مېوې د جوړولو لپاره ډېر چمتو نه دي. خلک وایي، اقتصادي کړکېچ او د طالبانو له خوا لګېدلي محدودیتونه د دې لامل ګرځېدلي چې له دوی سره د نوروز د نمانځلو پخوانی شوق ونه اوسي. د کابل ښار اوسېدونکې فرشته وایي، په تېرو کلونو کې به نجونې او ښځې له خپلو کورنیو سره د نوروز د جشن د نمانځلو لپاره تفرېحي پارکونو او شنو غونډیو ته تلل، خو... Читать дальше...

کاناډا له افغانانو سره د مرستو رسولو په خاطر جزايي قانون کې تعدیل راولي

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا حکومت پرون اعلان وکړ چې افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په خاطر په جزايي قانون کې تعدیل راولي. د کاناډا حکومت د پنجشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې د جزا په قانون کې اصلاحات راولي، څو د کاناډا بشري مرسته رسوونکو سازمانونو ته اجازه ورکړي چې بې‌وزلو او اړمنو افغانانو ته مرستې ورسوي. د کاناډا د حکومت په اعلامیه کې چې پرون ناوخته یې په رسمي‌ ویبپاڼه خپره شوې لیکل شوي: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت نسکورېدو د افغانانو لپاره یو ځانګړی او ناوړه وضعیت رامنځته کړ او اوس د کاناډا د جزا په قانون... Читать дальше...

نړیوال لوبغاړي امریکا کې پر واورې د ښویېدا سیالیو تیاری کوي

Mashaalradio.com 

پر واوره د ازادې یا فری سټایل ښویېدا لوبه خطرناکه بلل کېږي ځکه چې په دې کې وخت په وخت لوبغاړو ته مرګژوبله هم اوړي. خو پر دې سربېره یوشمېر ځوانان له دې لوبې خوند اخلي. په دې لوبه کې لوبغاړي پر یوه تخته د غره له یوې لویې برخې څخه لمن ته ښویېږي. په وروستیو کې یوشمېر نړیوالو لوبغاړو د امریکا په الاسکا کې د سیالیو تیاری پیل کړی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د کاناډا دولت په افغانستان کې د بشري چارو بیا پيل ته اجازه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا دولت د ترهګرۍ ضد قانون په مسوده کې له بدلون سره په افغانستان کې د بشري چارو بیا پيل ته اجازه ورکړه. فرانس پریس اژانس ویلي چې د ترهګرۍ ضد قانون په مسوده کې دا بدلون پرون پنجشبه رامنځته شو، خو په وینا یې د وروستي کېدو لپاره د پارلمان تایید ته هم اړتیا لري. کاناډا ۲۰۱۳ کال کې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ټولې بشري چارې افغانستان کې ودرولې. کاناډا د طالبانو له بیا واکمنۍ سره خپلو د بشري مرستو ادارو ته خبرداری ورکړی... Читать дальше...

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریزو سیالیو په نېټو کې بدلون راغلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۳ شل اوریزو سیالیو په نېټو کې بدلون راغلی دی. افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړې ده او دا یې د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو ګډه اعلامیه هم بللې او ویلي دي چې د 'هوک ای' ټکنالوژۍ د نشتوالي له امله یې دا نېټې بدلې کړي دي. کرکټ بورډ وايي چې د دواړو هېوادونو د بورډونو د پرېکړې پر اساس د دې سیالیو لپاره د هر ډول اړینو نشراتي ټکنالوژیو د کارولو او موجودیت په موخه په یادو نېټو کې د بدلون په اړه هوکړه کړې. یاده اداره زیاتوي: "د افغانستان او پاکستان... Читать дальше...

د افغانستان سنوکر ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د سیالیو لپاره قطر ته تللي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان سنوکر ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د سنوکر د اسیايي سیالیو په ۳۷ پړاو کې د ګډون په موخه قطر ته تللي دي. د افغانستان بدني روزنې او المپیک ادارې د نشراتو مسوول اتل مشواڼي ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي پیغام کې ویلي چې د افغانستان په استازولۍ په دې سیالیو کې د سنوکر دوه ملي لوبغاړي صالح محمد صالح او رییس خان سنزی ګډون کوي. د نوموړي په وینا چې له دې لوبغاړو سره د بدني روزنې ریاست یو استازی او یو بل تن د پلاوي په توګه استول شوي دي. د ویلو ده چې د سنوکر اسیايي سیالیو یاد پړاو به په راتلونکو دوه ورځو کې پیل شي.

اوچا: پر افغان ښځو محدودیتونه اقتصادي، ټولنیزې او رواني منفي پایلې لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه د هغوی د ژوند پر ډېرو نورو برخو اغېز کوي. دغې ادارې پرون پنجشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه محدودیتونه، د تګ راتګ، خدمتونو او ضروري معیشیتونو ته د لاسرسي په برخو کې د ښځو ازادي محدودوي چې اقتصادي، ټولنیزې او رواني منفي پایلې به ولري. طالبانو ښځې او نجونې له لوړو او پوهنتوني زده کړو منع کړي او په تېره ډسمبر میاشت کې یې ښځې په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کار کولو هم راګرځولې دي.

رامز الاکبروف: افغان ښځې په اقتصاد کې خورا مهم رول لوبوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف وایي، افغان ښځې په خپل کورني او د هېواد په اقتصاد کې خورا مهم رول لوبوي. الاکبروف پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو دفتر د یوه پروګرام په ترڅ کې د افغانستان په جنوب کې د ۱۶۶۵ ښځو ملاتړ کړی دی. دغو ښځو ته هره میاشت د کورونو په محوطو کې د چرګانو د روزنې، لبنیاتو او سبزیجاتو د پروسس له لارې ۲۳۴۰ افغانۍ چې ۲۷ ډالره کېږي، ورکړل شوي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق... Читать дальше...

د افغانستان د بامیانو د تاریخي درې د راتلونکي په اړه اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۰۱ کال د مارچ په ۱۱مه نېټه طالبانو د باميانو د بودا مجسمې د چاودېدونکو توکو په وسيله ويجاړې کړې. د کارپوهانو په وینا د ودانیو غصب، غفلت او لوټ کول د یونیسکو د نړېوالو میراثونو د ځایونو حیثیت او راتلونکی له خطر سره مخامخ کوي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *