کندهار کې يوه ځوان ماشومانو ته درې کتابتونونه جوړ کړي
کندهار کې یوه ځوان په رضاکاره ډول ماشومانو ته د ښار په بېلابېلو سیمو کې، درې ځانګړي کتابتونونه جوړ کړي دي. دغه کتابتونونه، شاوخوا ۴۵۰۰ جلده د ماشومانو د مطالعې لپاره ځانګړي کتابونه لري، چې ماشومان دغه کتابونه د مطالعې لپاره خپلو کورونو ته وړي او وروسته یې بېرته کتابتون ته راوړي. نور تفصیل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: