منظور پښتین: د افغان مېرمنو له لاریونونو ملاتړ په کار دی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کابل کې د افغان مېرمنو له ننني لاریون څخه ملاتړ کړی او له نورو یې هم غوښتنه کړې چې د دوی غږ دې بدرګه کړي. پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، افغان مېرمنې پیاوړې دي او ټول یې باید ملاتړ وکړي چې دوی ته د زده کړو حق ورکړل شي. نن د کابل په پل سرخ سیمه کې یو شمېر مېرمنو لاریون وکړ او په دې لاریون کې یې د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه. خو د دې لاریون ځینو ګډونوالو ازادي راډيو ته وویل، طالبانو یې په تاوتریخوالي د لاریون مخه ونیوله... Читать дальше...