افغان تکواندو کار د جنوبي کوریا نړیوالې سیالۍ وګټلې
ذبیح الله شهزاد په جنوبي کوریا کې د سختو شیانو د ماتولو لپاره د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره د سروزرو مډال وګاټه. ۳۲ کلن شهزاد چې د ازادي راډیو سپورټي خبریال هم دی، وتوانید چې د دولسو سمټي تختو په ماتولو سره خپل کوریایي رقیب ته چې څوځلې یې نړیواله اتلولي خپله کړې، ماته ورکړه او د سروزرو مډال یې خپل کړ. شهزاد چې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې غړی دی، مخکې یې په کابل کې د تکواندو سیالیو اتلولي هم خپله کړې وه.