Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 27.08.2023

امریکا له ۲۰۲۱ راهیسې نږدې ۳۴ زره افغانانو ته ځانګړې ویزې ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وایي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې ولسمشرجوبایډن دنده پیل کړې، نژدې ۳۴ زره هغو افغانانو ته ځانګړې ویزې صادرې شوې، چې په هغه هېواد کې له امریکایي مختلفو ادارو سره په کارکولو سره خپل ژوند په خطرکې اچولی و. دغه سفارت، چې له قطرڅخه فعالیت مخ ته وړي، په خپله اېکس پاڼه کې چې مخکې ټویټرنومیده په یوه بیان کې ویلي، چې د نړۍ په مختلفو برخو کې د امریکا ډیپلوماتیکو استازولیو د دغو افغانانو د ویزو غوښتنلیکونو ته رسیدګي کړې ده. سفارت ویلي، چې متحده ایالات به دې کارته دوام ورکړي. ... Читать дальше...

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر: بند امیر پارک ته نور ښځې نه شي تللی

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په بامیان کې د بند امیرملي پارک ته د ښځو پرتلو بندیزولګاوه. د طالبانو د امرباالمعروف او نهې عن المنکر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي تېره ورځ په بامیان کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په تېرو دووکلونو کې ښځو اسلامي حجاب نه و مراعات کړی. د هغه په وینا، اوس باید د دې کارمخه ونیول شي. حنفي وویل: "دوه کاله موتجربه وکړه، د ازمویلي، بیا ازمویل خطا ده. په دغو دوو کلونو کې چا پرحجاب عمل ونکړ. له دې وروسته بند امیر ته ښځې او زموږ خویندې نشي تللی." د طالبانو د امرباالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست... Читать дальше...

واشنګټن ټایمز: له افغانستانه د ځواکونو د وېستو په اړه د امریکا د دفاع وزیر د استیضاح کولو طرحه وړاندې شوې

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن ټایمز د امریکا د متحدو ایالتونو د استازیو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکو ګوند د غړي کوري میلز د غوښتنې په اړه لیکنه خپره کړې ده. ښاغلي میلز له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د اېستلو په تړاو د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټېن د استیضاح غږ اوچت کړی دی. ده د جمعې په ورځ د استیضاح طرحه وړاندې کړه. په دې طرحه کې راغلې دي، چې دفاع وزیر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د اېستلو لپاره نژدې اته میاشتې وخت درلود چې دا چارې په منظم ډول ترسره کړي، خو دی ونه توانیده چې په مصون ډول پوځیان وباسي او نهه... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *