Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2025

Новости за 03.02.2025

د برتانیا یوې محکمې د پوځ پخوانی سرتېری دانیل خلیفه ایران ته په جاسوسۍ مجرم وپېژند

Pa.azadiradio.com 

د برتانیا یوې محکمې د پوځ پخوانی سرتېری دانیل خلیفه ایران ته په جاسوسۍ او له زندانه په تېښته مجرم وپېژند او په ۱۴ کاله او شپږ میاشتې بند یې محکوم کړ. خلیفه چې په ۲۰۲۳ کال کې له زندانه تېښتې یې د رسنیو سرخطونه جوړ کړل په تېره سپټمبر میاشت کې تهران ته په جاسوسۍ تورن شو. د محکمې قاضي نوموړی د یوه خطرناک احمق په نوم یاد کړ او ویې ویل، دانیل خلیفه تر ډېره د ځان ښودنې نیت درلود، نه برتانیا ته د زیان اړولو.  ۲۳ کلن خلیفه چې په لندن کې زېږېدلی، په ۲۰۱۷ کال کې د برتانیا له پوځ سره یوځای شو او له هغه لنډه... Читать дальше...

ډاکتر محب مشواڼی: متوازن او کم خوراک کول د دایمي ناروغیو مخه نیسي

Mashaalradio.com 

په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د خوراک له لارې د دایمي ناروغیو پر مخنیوي او د متوازنو خوړو پر ارزښت غږېدلي یو. نړیوال روغتیايي بنسټونه وايي چې په پاکستان او افغانستان کې د شکر، وینې لوړ فشار او زړه ناروغۍ په زیاتېدو دي چې یو مهم لامل یې د متوزانو خوړو نه استعمال او فعاله ژوند نه کول دي. په خپرونه کې اورئ چې د صحتمند ژوند تېرولو لپاره څه ضروري دي او په دې برخه کې خواړه څه رول لوبوي. بشپړه خپرونه واورئ.

په صوابۍ کې د ناامنۍ، نشه‌يي توکو او د بجلۍ لوړو نرخونو ضد احتجاج شوی

Mashaalradio.com 

صوابۍ ایکشن کمېټۍ نن (د فبرورۍ پر دریمه) د امنیت خرابېدو، د نشه‌يي توکو د مخنیوي، او د بجلۍ د لوړو بیو پر ضد یو ځل بیا احتجاجي مظاهره وکړه. د مظاهرې ګډونوال وايي، چې په سیمه کې ناامني زیاته شوې او خلک د نشه‌يي توکو د پراخېدونکي کاروبار له امله اندېښمن دي. همداراز، دوی غوښتنه کوي، چې د سیمې خلکو ته دې برېښنا په مناسب او ارزانه نرخ ورکړل شي. د صوابۍ پولیسو ویلي، چې د ناامنۍ مخنیوي او د نشه‌يي توکو د کنټرول لپاره کوټلي اقدامات کوي، ترڅو د خلکو اندېښنې حل شي. ویډیویي رپورټ.

د بشري حقونو مدافعانو ټولنه: د طالبانو له خوا د دیني عالمانو نیول غندو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له خوا د بېلابېلو برخو فعالانو د نیولو د زیاتوالي په تړاو د اندېښنو په دوام، د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د طالبانو له لوري د یو شمېر دیني عالمانو تازه نیونې غندلي او د طالبانو له زندانونو یې د طالبانو د منتقد، دیني عالمانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې. دې بنسټ د یکشنبې په ورځ ناوخته د فبرورۍ په ٢ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نیول شوي دیني عالمان د نجونو د زده‌کړو، ټولنیزې همغږۍ، د ټولو لپاره د قانون حاکمیت، د تبعیض له منځه وړلو او په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړولو ملاتړ کاوه. Читать дальше...

ای او ایم: زموږ په نوم جعلي پاڼې د کډوالۍ د کیسونو لپاره له خلکو پیسې غواړي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM  خبرداری ورکړی چې د دوی په نوم جعلي ټولنیزې پاڼې جوړې شوي او د کډوالۍ د کیسونو په بدل کې له خلکو پیسې غواړي. آی او ام نن په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د کډوالۍ د دوسیو په تړاو هېڅ مسوولیت نه لري. د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي دا جعلي پاڼې ادعا کوي چې د P-1 او P-2 مرکې د پیسو په بدل کې ترسره کوي. P1 او P2 قضیې د امریکا د کډوالۍ لپاره دي چې له لارې یې د امریکا د قراردادي شرکتونو افغان کارکوونکي کولای شي د امریکا د بشردوستانه ویزو غوښتنې وکړي. Читать дальше...

یوټیوبران: د طالبانو د محدیتونو له کبله یې د تعقیبوونکو شمېر کم شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم په افغانستان کې د یوټیوبرانو او د یوټیوب چینلونو شمېر د پام وړ زیات شوی. د کابل ښار اوسیدونکی مصطفی حبیبي چې د یوه یوټیوب چینل مسئول دی. نوموړي ازادي راډیو ته وویل، درې کاله وړاندې یې دا چینل له خپلو ملګرو سره د عاید ترلاسه کولو په موخه جوړ کړ او د مناسبې محتوا په تولید سره یې د خپلو تعقیبونکو شمېر زیات کړ او په لږ وخت کې یې عاید ترلاسه کړ. "مخکې به مو تفریحي پروګرامونه خپرول، او اوس هم تفریحي پروګرامونه او د ښار په اړه راپورونه خپروو. پخوا مو خپل عاید د سویفټ... Читать дальше...

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې نوی راپور: خلکو ته په سمه توګه د پولیو واکسین نه دی رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو د زیاتېدو په اړه د اندیښنو په دوام د افغانستان د تحلیل ګرانو شبکه « Afghanistan Analysts Network » وايي چې په دې برخه کې د طالبانو محدیتونو د پولیو د مثبتو پیښو له زیاتوالی سره مرسته کړې ده. دې شبکې پرون یکشنبه د یوه تفصیلي راپور په خپرولو سره ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې دوه ځله د پولیو واکسن له ځنډولو وروسته طالبانو د اکټوبر په وروستیو کې د واکسین اجازه ورکړه خو د واکسین چارې یې جوماتونو او د کلیو مرکزونو ته محدودې کړې. په راپور کې د افغانستان په شپاړس ولایتونو... Читать дальше...

د یوناما پر دفتر په ډزو کې یو طالب وژل شوی او د دې دفتر یو کارکوونکی ټپي شوی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما خبر ورکړی چې د طالبانو یوه غړي د دوی په یوه دفتر باندې په ډزو کې د ملګرو ملتونو یو نړیوال قراردادي ساتونکی ټپي کړی دی. د یوناما مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته تایید کړې چې پېښه یکشنبه له غرمې وروسته د ملګرو ملتونو په یوه دفتر کې چې د کابل د ختیځ پلچرخي سیمې ته نږدې موقعیت لرې رامنځته شوې ده. د یوناما په بیان کې دا هم راغلي چې د طالبانو یو غړی د ملګرو ملتونو له محوطې دباندې مړ موندل شوی دی. په دې اړه چې دا طالب وسله وال څنګه مړ شوی څه نه دي راغلي... Читать дальше...



اوچا: د نجونو پر زدکړو د بنديز ۳ کاله، له بنسټیزو حقونو سرغړونه ده

Pa.azadiradio.com 

له تېرو شاوخوا درې نیمو کلونو راهیسي په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې لا هم د زده کړو دروازې تړلي دي، د افغانانو په ګډون یې نړيوال د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي خو طالبان لا هم په دې اړه څه نه وايي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا "پرون یکشنبه د فبرورۍ پر ٢ پر خپله ايکس پاڼه په يو بيان کې ويلي چې د نجونو پر زدکړو بنديز چې درېيم کال يې روان دى له بنسټیزوحقونو سرغړونه ده. اوچا زياتوي چې "دا سرغړونه باید پای ته ورسیږي." د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱... Читать дальше...

په کابل کې د یوناما دفتر سره نېږدې په ډزو ۱ تن وژل شوی دی

Mashaalradio.com 

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) په دفتر کې یو تن په ډزو وژل شوی او یو بل ټپي دی. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې پېښه نن (د فیبرورۍ پر دریمه)غرمه مهال شوې ده. د یوناما مطبوعاتي دفتر تایید کړې چې پېښه د کابل ختیځ، پلچرخي ته نږدې د ملګرو ملتونو په یوه دفتر کې شوې ده. د یوناما په وینا، د طالبانو یو غړی د ملګرو ملتونو د احاطې دباندې مړ موندل شوی، خو دا نه دي ویل شوي چې هغه څنګه مړ شوی. یوناما ویلي چې د دوی ساتونکو پر طالبانو ډزې نه دي کړي. د پېښې علت او انګیزه لا روښانه نه ده. Читать дальше...

د یوناما په دفتر کې په ډزو یو کس وژل شوی او بل ټپي دی

Pa.azadiradio.com 

نوي معلومات:   په کابل کې د ملګرو ملتونو په یوه دفتر کې په ډزو سره یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. د یوناما مطبوعاتي دفتر دا خبره ازادي راډیو ته تایید کړه او ویلي یې دي چې پېښه یکشنبه له غرمې وروسته شوې ده. د یوناما په خبره وژل شوی د طالبانو غړی دی او د ملګرو ملتونو یو نړیوال قراردادي ساتونکي برسېرن ټپي شوی دی. مخکیني معلومات: په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په دفتر کې په ډزو سره یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. رویټرز راپور ورکړی چې پېښه نن غرمه مهال شوې ده. د... Читать дальше...

اسراییلي پوځ: په عملیاتو کې ۵۰ وسله وال یاغیان وژل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو پوځ وايي چې د لویدیځې غاړې په شمال کې د اسراییلي ځواکونو لخوا د پراخو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۵۰ وسله وال یاغیان وژل شوي دي. د اسراییلو پوځ یکشنبې ناوخته اعلان وکړ چې د دې جنګیالیو څخه ۱۵ یې په هوايي بریدونو کې وژل شوي. په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې اسراییلي ځواکونو له ۱۰۰ څخه زیات شکمن کسان نیولي، لسګونه وسلې یې ضبط او سلګونه چاودیدونکي توکي یې له منځه وړي دي. د اسراییلو پوځ د فلسطین هغه پخواني راپورونه هم تایید کړل چې اسراییلي ځواکونو خپل پوځي عملیات د لویدیځې غاړې د تامون ښار ته نږدې سیمې ته غځولي دي. Читать дальше...

په سوریه کې د موټر بم په چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د سوریې په منبج ښار کې د دوشنبې په ورځ د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول. د سوریې د مدني دفاع د بنسټ د راپور په اساس دا بمي چاودنه د کرنې د کارګرانو په موټر شوې. په وژل شویو کې ۱۴ ښځې او یو سړی شامل دي. په چاودنه کې پنځلس ښځې ټپیانې شوې هم دي، چې د یوې یې حالت نازک دی. په ورته وخت کې، په بریټانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې ویلي چې په دې پیښه کې ۱۸ ښځې او یو نارینه وژل شوي دي. د حلب په شمال ختیځ ولایت کې منبج ښار د تیر کال په دسمبر کې د... Читать дальше...

د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو د ۴.۵ ملیون ډالري تړونونو لاسلیک

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د ۴.۵ ملیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شول. وزارت د قراردادونو د لاسلیک اعلان پرون ناوخته په ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې خپور کړی پرته له دې چې جزئیات ورکړي. د ازبکستان د پانګونې د مشر عزیز بیک صلاح الدینوف په مشرۍ یو ازبکستانی پلاوی د شنبې په ورځ کابل ته ورسید. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر احمدالله زاهد د یکشنبې په ورځ له پلاوي سره وکتل ترڅو د کابل او تاشکند ترمنځ د ګډې پانګونې په اړه بحث وکړي. Читать дальше...

د بشري حقونو مدافعان: د طالبانو منتقد دیني عالمان دې خوشي شي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د مدافعینو ټولنې د هغو دیني عالمانو د خوشې کولو غوښتنه کړې چې د طالبانو منتقدین دي. دغې ټولنې د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې وویل، دیني عالمانو د نجونو د زده کړو، د یو بل منلو، په ټولو باندې د قانون یو شان حاکمیت، د اتباعو ترمنځ د تبعیض له منځه وړلو او په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو په ملاتړ خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دیني عالمانو له خوا دا غوښتنې د ټولو افغانانو غوښتنې دي او هیڅوک حق نلري چې د خلکو ارادې او غوښتنو ته سپکاوی وکړي. د راپورونو له... Читать дальше...

د کورمې شیعه او سني مشرانو د امن لپاره خپلمنځي ناستې پیل کړې دي

Mashaalradio.com 

په کورمه کې کي شيعه سنې جکړې د ختمولو لپاره د فیبرورۍ پر دویمه په اسلام اباد کې جرګه شوې او ټاکل شوې ده چې نن (د فیبرورۍ په دریمه په پېښور کې جرګه وشي. د جرګې غړو وويل چې له دې وروستو به کورمې ته ورځي او د دواړو خواو تر مينځ د ستونزو د هوارولو لپاره به عملي ګامونه پورته کوي. په کورمه کې په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده. Читать дальше...

نامعلومو وسله والو نن یو پاکستانی پولیس وژلی

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د پولیو د واکسیناتورانو یو ساتونکی پولیس نن سهار نامعلومو کسانو په ډزو وژلی دی. یوه پولیس چارواکي جمشیدخان رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د خیبرپښتونخوا په جمرود سیمه کې برید شوې.

نوې کرنیزه طریقه: مسرت بي بي سبزیانې کري او پیسې ګټي

Mashaalradio.com 

د کلیوالي پرمختګ بنسټ یا اېف ار ډي هغه غیر حکومتي اداره ده، چې په خیبر پښتونخوا کې د ښځو لپاره نوې کرنیزه طریقه معرفي کوي. دغه طریقه "د تونل کرنه" یا "شنه خونې" نومیږي. له دې لارې ښځې کولی شي په خپل کور کې سبزیجات وکري او عاید ترلاسه کړي. مسرت بي بي هم له هغو ۲۵۰ ښځو څخه ده، چې په کور دننه سبزیجات کري. هغه وایي چې د خاوند بې‌کاري دې ته اړ کړه، چې د کور بار پورته کړي. ویډیو رپورټ





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *