Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2025

Новости за 09.02.2025

ملګري ملتونه: په غزه کې د قحطۍ مخه نیول شوې ده خو که اوربند مات شي خطر زیاتیږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر ویلي چې د اوربند له پیل راهیسې له ۱۲،۶۰۰ څخه زیاتې مرستندویه لارۍ غزې ته داخلې شوې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ویلي چې په غزه کې د قحطۍ څخه تر ډیره حده مخنیوی شوی دی خو هغه خبرداری ورکړی چې که اوربند مات شي نو د قحطۍ ګواښ بیرته زیاتېدای شي.

یونیسف: په خوارځواکۍ د اخته کوچنیانو شمېر زیات شوی دی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) وایي چې په تېره یوه میاشت کې په خوار ځواکۍ ۲۱۳ اخته ماشومان رغولي، خو د افغانستان په ختیځ کې ځینې ښځې وایي د اقتصادي ننګونو له امله یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د لومړیو توکو پر بیو د ډالر د بیې لوړېدو اغېز

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وايي، کله چې د ډالرو نرخ د افغانیو په وړاندې لوړ شي، د لومړنیو توکو بیې هم سمدیستي لوړېږي، خو چې ډالر بېرته راټیټ شي، د دغو خوراکي توکو بیې ورسره نه راټيټېږي. دوى له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته د خوراکي توکو د بیو د کنټرول غوښتنه کوي.

د اسماعیليانو پخوانی امام کریم الحسیني اغا خان څلورم په مصر کې خاورو ته سپارل شوی

Mashaalradio.com 

د اسماعیلي شیعه مسلمانانو د امامت دفتر وايي چې پخوانی امام کریم الحسیني اغا خان (څلورم) د مصر په اسوان کې خاورو ته سپارل شوی دی.  د اسماعیلي فرقې پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د هغوی نوی امام شهزاده رحیم الحسیني اغا خان (پینځم)، د هغه د کورنۍ غړي او د فرقې لوړپوړي مشران د فبرورۍ پر نهمه په جنازه او د جسد خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې شامل ول.  په بیان کې راغلي دي چې "مصر په ۱۰مه او ۱۱مه زېږیزو پېړیو کې د فاطمي خلافت مرکز وو چې مشري یې اسماعیلي امامانو کوله" او هم هغوی "د قاهرې ښار بنسټ ایښی" وو. Читать дальше...

ټرمپ تایید کړه چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه یې له پوتین سره خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړه چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي. ده وویل، نه غواړي څرګنده کړي چې دا خبرې یو ځل شوي او که څو ځله، او د مشخصې نېټې یادونه یې هم ونه کړه. ښاغلي ټرمپ "نیویارک پوسټ" ورځپاڼې ته وویل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره مشخصه طرحه شته، خو نور جزییات یې ورنه کړل. وروستی ځل چې د امریکا یوه ولسمشر له خپل روسي سیال سره خبرې کړې وې، درې کاله وړاندې د روسیې د یرغل تر پیل لږ مخکې و، کله چې جو بایډن له... Читать дальше...

اسراییلي سرتېرې د غزې له یو مهم دهلېزه وتلي دي

Mashaalradio.com 

اسراییلي سرتېري د اوربند د موافقې له مخې د غزې له یو مهم دهلېزه وتلي دي. اسوشيېټېډ پرېس اژانس د فبرورۍ پر نهمه د اسراییلو د یو چارواکي په حواله د سرتېرو وتلو خبر ورکړی دی او رویټرز اژانس ویلي چې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، هم د سرتېرو وتل تایید کړي دي. په غزې تړانګه کې د نېڅارېم (نېتسارېم) په نوم هغه دهلېز شپږ کېلومیټره اوږد دی چې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې په سیمه کې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلو ځواکونو تر واک لاندې وو. هغه دهلېز تړانګه په شمالي او جنوبي برخو وېشي. ... Читать дальше...

په افغانستان کې یو شمیر ځوانان په انرژي لرونکو مشروباتو روږد شوي دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې یو شمیر ځوانان وايي انرژۍ لرونکي مشروبات خوښوي. یو شمېر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په څښلو یې روږد شوي دي. روغیتا پالان بیا وايي، د دې څښاک له کبله د انسانانو روغتیا ته جدي زیان رسیږي او ان د مغزي سکتې او د زړه د ناروغیو لامل کېدای شي.

پولیسو ته د پېښور د محکمې امر، افغانستان ته له تلونکو لاریو غیرقانوني پیسې مه اخلئ

Pa.azadiradio.com 

د پېښور لوړې محکمې د خیبر پښتونخوا او مرکزي حکومتونو او د قانون پلي کوونکو ادارو ته لارښوونه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مالونو له لېږدونکو موټرو څخه غیرقانوني پیسې وانه خلي او یوازې په هغو امنیتي پوستو کې یې تلاشي واخلي چې له کراچۍ څخه تر تورخم پورې پر ملي لویو لارو جوړې شوي دي. دا پرېکړه د قاضي شکیل احمد او قاضي ثابت الله خان، له خوا د افغان ټرانسپورتي اتحادیې (ATU) د مشر محمد نور احمدزي د غوښتنې پر بنسټ وشوه.  نوموړي په خپله عریضه کې ویلي چې پولیس او نورې امنیتي ادارې د امنیت او... Читать дальше...



کرکټ بورډ د کرکټ ملي لوبډلې پر کمیسونو د غور منار جام نښې جوړې کړي

Pa.azadiradio.com 

د غور ولایت ځینې اوسېدونکي د افغانستان د کرکټ بورد له دې اقدام چې چمپینز ټرافۍ سیالیو ته یې د کرکټ د ملي لوبډلې په کمیسونو د غور د جام څلي یا منار جام نښې جوړې کړي هرکلی کوي. په دې ورستیو کې د غور ولایت د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې منار جام له ویجاړېدو وژغوري.

د نورستان په نورګرام کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

وسله والو کسانو د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې پر یوه کور په برید کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه وژلي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د نورګرام ولسوال په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه نن یکشنبه (د سلواغې په ۲۱) په میري کلي کې شوې ده. په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د یادې ولسوالۍ طالب چارواکي د پېښې ځاي ته تللې او هڅه کوې چې د وژونکو او وژل شوو کسانو د کورنیو ترمنځ د نور تاوتریخوالي مخه ونیول شي. د لومړنیو معلوماتو له مخې د دې پېښې انګېزه خپل منځي اختلاف دی.

د ترکیې پولیسو ۲۴ بې اسناده افغان کډوال نیولي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې پولیسو نن (یکشنبې) په اماسیا ښار کې د یوه باروړونکي موټر تر پلټنې وروسته ۲۴ بې اسناده افغان پناه غوښتونکي وپېژندل او ونیول.  دغه کسان په هغه لارۍ کې پټ شوي وو، چې خام ربړ یې لېږدول. د پولیسو د راپور له مخې، لارۍ، چې اصلاً د روسیې وه، او له ۸۰۰ کیلومتره سفر وروسته د اماسیا ښار ته رسېدلې وه. د ترکيې رسنیو راپور ورکړی چې دا لارۍ له روسیې ترکیې ته داخله شوې وه او سوداګریز توکي یې لېږدول، خو د پولیسو له خوا ودرول شوه. پولیسو د موټر چلوونکی د غیرقانوني کډوالو د لېږدولو په تور نیولی دی.

بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟

Mashaalradio.com 

په مشال مرکه کې مو دا ځل په سوات کې د زرعي څېړنو ادارې له څېړونکي زکریا باچا سره خبرې کړې دي. نوموړي په وروستیو کې بې له خاورې کارولو د سبزیو د کرښت ازموینه کړې چې په وینا یې، مثبتې نتیجې یې ورکړې دي. دی وايي، په نورو هېوادونو کې د بې موسمه سبزیو او مېوو د کښت ټېکنالوژي شته او دوی هم اوس د دې هڅه کوي. بشپړه خپرونه واورئ.

د بارانونو، واورو او طوفانونو په اړه وړاندوینې او د خلکو اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ډیری ولایتونو کې د بارانونو، واورې او طوفانونو په اړه د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وړاندوینې، یو شمیر خلک اندیښمن کړي. دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د تیرو طبیعي پیښو له امله د دوی سرپناوې زیانمنې شوي او ان د بارانونو په وړاندې خوندي نه دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستانه د "ترهګرۍ ګواښ" په اړه ځانګړې غونډه کوي

Mashaalradio.com 

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فبرورۍ پر ۱۰مه له افغانستانه د "ترهګرۍ" او په ځانګړې توګه د اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې د ګواښ په اړه غونډه وکړي. امنیت شورا وايي، په غونډه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور وړاندې کېږي. په راپور کې راغلي چې داعش ډله د افغانستان دننه او بهر یو "لوی ترهګر ګواښ" پېښوي.  د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د داعش ډلې ګواښ یې تر ډېره له مینځه وړی دی.  په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د داعش خراسان څانګې... Читать дальше...

په افغانستان کې د داعش ډلې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې غونډه

Pa.azadiradio.com 

منیت شورا ویلي چې سبا دوشنبه د فبرورۍ په لسمه په افغانستان کې د داعش په اړه یوه غونډه جوړیږي. که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د داعش په ګډون یې ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي دي خو یو شمېر شننونکي وايي، د داعش ګواښ لا هم پر ځای دی.

یونسیف په جنورۍ کې د ۲۱۳ خواځواکو افغان ماشومانو درملنه شوې

Pa.azadiradio.com 

یونسیف وايي، د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې یې د ۲۱۳ افغان ماشومانو، چې خوارځواکۍ اخته وو، درملنه کړې ده. په افغانستان کې د یونسیف استازي تاج الدین (Tajudeen Oyewale) پرون (شنبې)، په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا ټول ماشومان له پنځو کلونو څخه کم کشران وو. د یونیسف د استازي په وینا د دې ماشومانو درملنه د آسیایي پراختیایي بانک په همکارۍ شوې ده. مرستندویو ادارو له امریکا څخه غوښتي چې په خپله هغه پرېکړه کې، چې پر اساس یې د ۹۰ ورځو لپاره د امریکا مرستې ځنډوي، افغانستان استثنا کړي.... Читать дальше...

اسراییلي ځواکونه د غزې له مرکزي لارې، د نتساریم له دهلیزه شاتګ کوي

Pa.azadiradio.com 

د غزې د اوربند د موافقې له مخې، اسراییلي ځواکونه به د غزې د تړانګې له مرکزي لارې، د نتساریم له دهلیزه، شاتګ وکړي. د اوربند د موافقې له مخې، اسراییلي ځواکونه باید د اوربند په یوویشتمه ورځ ووځي. اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د دغو ځواکونو شاتګ له تېرې شپې (د یکشنبې، د سلواغې ۲۱مې، د سهار لومړیو ساعتونو) راهیسې روان و او تمه ده چې تر نن (یکشنبې) سهاره به بشپړ شوی وي. د اسراییلي پوځ له خوا تر اوسه په رسمي ډول د دې شاتګ په اړه څه نه دي ویل شوي. اسراییلي پوځ د نتساریم دهلیز شمالي برخه تیره اوونۍ... Читать дальше...

عراقچي وايي، ایران د ولسمشر ټرمپ د فشار تر ستراتیژۍ لاندې خبرې نه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، ایران چمتو و چې له متحدو ایالتونو سره خبرې وکړي خو نه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سختې ستراتیژۍ تر فشار لاندې. ښاغلي عراقچي د شنبې په ورځ پر ټلګرام چینل په یوه بیان کې وویل چې د خبرو لپاره اړتیا ده چې بندیزونه لیرې شي، خو نه دا چې هغه دې د سختې ډیپلوماسۍ تر فشار لاندې ترسره شي چې د هغه په خبره دا به د تسلیمۍ په معنا وي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د ایران ستر مشرایت الله علي خامنه یي له حکومت څخه وغوښتل چې له واشنګټن سره... Читать дальше...

لبنان: د اسراییل په هوايي برید کې ۶ تنه وژل شول

Pa.azadiradio.com 

د لبنان په ختیځ کې پرون (شنبې) د اسراییل په یوه هوایي برید کې شپږ کسان ووژل شول.   د لبنان دولتي خبري آژانس NNA د لبنان په ختیځ کې جنتا ښار ته نژدې په الشعاره سیمه کې د دښمن د بې پیلوټه الوتکې برید یاد کړی او ویلي یې دي چې په نتیجه کې د شپږو کسانو پر وژل کیدو سربیره دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د اسراییل پوځ پرون د ورځې په پیل کې وویل چې اسراییلي جنګي الوتکو د لبنان په بقاع سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پربنسټ د حزب الله د فعالانو یوځای په نښه کړی و.  پوځ ویلي چې دغه برید وروسته له هغې وشو، چې ترهګرو... Читать дальше...

زیلینسکي: دا اوونۍ به د دیپلوماسۍ ډېره بوخته اوونۍ وي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي تایید نه کړه چې دی به روانه اوونۍ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري خو ویې ویل چې دا اوونۍ به د ډیپلوماسۍ یوه ډیره بوخته اوونۍ وي. ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې دی ممکن روانه اوونۍ له زیلینسکي سره وویني او د کتنې ځای یې هم واشنګټن ښودلی او ویلي و چې کییف ته به لاړنه شي. د ټرمپ له دې څرګندونو وروسته زیلینسکي وویل چې دوی تل له ولسمشر ټرمپ سره کار کول ستایي او هڅه کوي چې دا اوونۍ هغه کارونه سرته ورسوي چې اغیزمن او ګټور وي. نوموړي همدارنګه وویل چې... Читать дальше...

د م.م. د خوړو نړیوال پروګرام په نورستان کې سلګونه شنې خونې جوړې کړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې اداره، FAO په نورستان کې د ۲۵۰ شنو خونو د جوړولو خبر ورکوي.  د دې ادارې د افغانستان څانګې نن یکشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې شنې خونې د نورستان له کروندګرو سره لوی کومک کوي. د دې ادارې په خبره شنې خونې بوټو ته د څاڅکو اوبو په ورکولو سره د اوبو اغیزمنتوب زیاتوي، په ټول کال کې سبزیجات تولیدوي، عواید زیاتوي او واردات کموي او همدارنګه بزګرو ښځو ته فرصتونه رامنځ ته کوي. په افغانستان کې چې اقتصاد یې ترډیره پرکرنې او مالدارۍ ولاړ دی، د ملګروملتونو... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *