Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2025

Новости за 05.02.2025

کریم اغاخان؛‌خیرخواه، خو مجلل ژوند او چټکو موټرو ته لېواله میلیاردر

Pa.azadiradio.com 

د اسماعیلیه مسلمانانو د فرقې ۴۹م مشر کریم اغاخان پرون سه شنبه د پرتګال په لزبون ښار کې د ۸۸ کالو په عمر مړ شو. د هغه پيروه اسماعیلیه مذهبي فرقه د افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ایران، هند او افریقا د ځینو برخو په شمول، نړۍ کې نږدې ۱۵ میلیونه غړي لري.

ایا بلوڅې وسلوالې ډلې د پخوا په پرتله پیاوړې شوې؟

Mashaalradio.com 

د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر امنیتي ځواکونو زیاتېدونکو حملو ته په پام د بلوڅ وسلوالو ډلو د ځواکمنېدو پر لاملونو بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ ۳۱مې او فبرورۍ لومړۍ ترمینځ شپې مهال په قلات کې وسلوالو ۱۸ امنیتي سرتېرې ووژل. تر دې وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير بلوچستان ته ولاړ او هلته يې له زخمیانو سره د ليدو پر مهال د وسلوالو د ختمولو هوډ وښود. بشپړه خپرونه وګورئ.

اېمل ولي خان: ریاست دې د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره بشپړه عملي کړي

Mashaalradio.com 

د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان پر پاکستاني ریاست غږ کړی دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې دې قامي تګلاره (نیشنل اېکشن پلان) په بشپړ ډول عملي کړي. هغه د فبرورۍ پر څلورمه نېټه د خیبر پښتونخوا په کرک کې د عدم تشدد د فلسفې لاروي باچا خان د ۳۷م او د ګوند د پخواني مشر عبدالولي خان د ۱۹م تلین په مناسبت ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې ګوند یې له وسلوالو سره د خبرو او د پراخو پوځي عملیاتو مخالفت کوي. د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کوي چې امنیت او د ترهګرۍ پر وړاندې د ملي تګلارې عملي کولو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي. Читать дальше...

ټرمپ له غزې څخه د فلسطینیانو د وتلو او د سیمې ملکیت امریکا ته د سپارلو وړاندیز کړی دی

Mashaalradio.com 

ترمپ دا ناڅاپي وړاندیز په واشنګټن کې له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره د ګډې خبري غونډې پر مهال وکړ او و یې ویل چې دا "سخت ضروري" اقدام دی ځکه چې د فلسطینیانو او اسراییلیانو ترمینځ له لسیزو راهیسې د روانې شخړې ختمولو لپاره نورو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

پاکستان وايي د کرکټ اتلانو جام سیالیو ته یې چمتووالی نیولی

Mashaalradio.com 

د پاکستان د کرکټ بورډ ویلي دي چې روانه میاشت یې د اتلانو جام په نوم د یو ورځنیو سیالیو لپاره د کراچۍ، لاهور او راولپېنډۍ په لوبغالو کې د بیارغونې چارې بشپړې کړې دي. ټاکل شوې چې د پاکستان په کوربه توب هغه سیالۍ د فبرورۍ له ۱۹مې پیل شي چې د مارچ تر نهمې به روانې وي. البته د هند ټولې سیالۍ به په دوبۍ کې کېږي. د اتلانو تر جام مخکې د فبرورۍ له اتمې تر ۱۴مې پورې د پاکستان، نیو زیلینډ او جنوبي افریقا ترمینځ درې اړخیزه سیالۍ هم کېږي. نور د رویټرز اژانس له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.

د اغا خان شبکې او د اسماعیلیه فرقې روحاني مشر کريم اغا خان په ۸۸ کلنۍ کې ومړ

Mashaalradio.com 

د اغا خان پرمختيايي شبکې بنسټګر او مشر او د اسماعیلي شيعه مسلمانانو روحاني لارښود شهزاده کريم الحسيني اغا خان څلورم په ۸۸ کلنۍ کې ومړ. اغا خان پرمختيايي شبکې د فبرورۍ پر څلورمه ناوخته پر خپله ووبپاڼه او ټولنيزو شبکو د شهزاده اغا خان د مړينې خبر خپور کړی او ويلي يې دي چې هغه د اروپايي هېواد پرتګال په پلازمېنه لېزبن کې ومړ. هغې شبکې زياته کړې چې د نوموړي ځایناستی به وروسته اعلان شي. اغا خان پرمختيايي شبکې پر مخ ليکلي چې د هغه تر مړينې وروسته به هم د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې د "مذهبي تړاو او اصل" له توپير پرته د هغوی خيريه کارونه دوام مومي. Читать дальше...

طالبان د افغانستان له کانونو د ګټې ترلاسه کولو هڅه کوي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت غواړي چې کورني او بهرني کاروباریان د هغه هېواد په معدني کانونو کې پانګونې ته وهڅوي. هغوی غواړي چې له ځمکلاندې شتمنیو ګټه واخلي. خو کارپوهان په دې اړه خبرداري هم ورکوي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

د طالبانو پر ضد د سیډا کنوانسیون له مخې کومې قضیې ثبت شوې دي؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو پر ضد د سیډا کنوانسیون له مخې کومې قضیې ثبت شوې دي؟ سیډا کنوانسیون څه شی دی؟ د دې سند له مخې حکومتونه په کومو کارونو مکلف دي؟ د دغو او نورو پوښتنو ځوابونه په پوښتنه خپرونه کې د ملالۍ بشیر په کوربه توب له څېړونکې اورځلا اشرف څخه اورئ.

زیلینسکي د اوکراین او روسیې ترمنځ سولې ته مشروط چمتووالی وښود

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، دی له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خپل سیال ولادیمیرپوتین سره خبرو ته چمتو دی خو ده زیاته کړه چې دا کار به هغه مهال وکړي چې په اوکراین کې د سولې د ټینګښت یوازینۍ لاره همدا وي. ښاغلي زیلینسکي له یوه برتانوي خبریال سره په پرونۍ مرکه کې وویل که خلک فکر کوي چې د جګړې ستونزه باید له ډيپلوماتیکې لارې اواره شي نو موږ دې ته چمتو یو، خو په دې خبرو کې باید امریکا، اروپا، اوکراین او روسیه ټول ګډون وکړي. زیلینسکي پر روسیې د لګېدلو بندیزونو د لیرې کولو... Читать дальше...

د اسماعیلیه شیعه ګانو مذهبي مشر کریم آغاخان د ۸۸ کلونو په عمر په حق ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د آغاخان بنسټ او د اسماعیلیه شیعه مسلمانانو مذهبي ټولنې پرون (د سلواغې ۱۶مه) په یو بیان کې اعلان وکړ چې شهزاده کریم الحسیني څلورم آغاخان او د اسماعیلیانو ۴۹ میراثي امام په داسې حال کې چې کورنۍ یې ورسره وه، په پرتګال کې په حق ورسېد. د بیان له مخې د کریم آغاخان د ځایناستي نوم به د هغه له وصیت سره سم د کورنۍ او مذهبي مشرانو په مخکې وروسته اعلان شي. د دې اعلان نېټه نه ده ښودل شوې. د اسماعیلیه ویبسایټ د معلوماتو له مخې د آغاخان ځایناستی به د نوموړي د کورنۍ یا نژدې خپلوانو له نارینه غړو څخه غوره شي.... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *