سپريم کورټ وزیر اعظم عمران خان ته نوټس لېږلی
د سپريم کورټ د دوه کسيزه ججانو ډلې د پنجاب صوبې د ځمکو د يوې قضيې په اورېدنه کې جسټس قاضي فايز عيسا ويلي، عمران خان د يوه ګوند وزیراعظم نه بلکې د ملک وزيراعظم دی.
نوموړي جج ويلي وزیراعظم څنګه ریاستي وسيلي غلطې کارولی شي دا د بنيادي حقونو سره تړلې خبره ده.
جسټس فايز عيسا ویلي دغه معامله چيف جسټس ته ليږي چې د دې اورېدنې لپاره ځانګړی بنچ جوړ کړي.
وزيراعظم عمران خان د تېرې جمعې په ورځ د اسلام اباد په کنونشن سنټر کې د واکمن تحریک انصاف وکيلانو [انصاف لايرز فورم] غونډې ته وینا کړې وه.
عدالت د وزیراعظم په غونډه کې د ګډون پر سر د وفاقي حکومت او پنجاب صوبې څارنوالانو ته هم نوټسې استولې دي.
