Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

پر کویډ، چاپېریال او توکمپالنې د ټرمپ او بایډن ناندرۍ

0
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ او پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن بېګا په اخري مناظره کې پر داسې وخت له یو بل سره تود بحث وکړ چې د نومبر د درېمې ولسمشریزو انتخاباتو ته له دوو اوونیو کم وخت پاتې دی.

ټرمپ له بایډنه په زیاتره نظر پوښتنو کې شا ته دی. د کورونا وایرس جهاني وبا د مناظرې لومړۍ موضوع وه او ټرمپ د ناروغۍ کنټرولولو په موخه د خپلو اقداماتو دفاع وکړه. ده وویل چې امریکا له وایرس سره اوسېدل زده کوي او دا چې واکسین به د روان کال تر پایه تیار شي. ټرمپ، همداراز، د کاروبارونو د بیا پرانیستو او اقتصاد ژغورنې غږ وکړ.


خو بایډن په ځواب کې وویل چې اوسمهال چې جهاني وبا د خپرېدو په حال کې ده، ټرمپ د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې په 'تور ژمي' کې د مړینو مخنیوي هېڅ پلان نه لري. ده وویل، تر اوسه له ناروغۍ ۲۲۰،۰۰۰ کسان مړه شوي.  د بایډن په خبره، هغه کس چې د دومره زیاتو امریکایانو د مړینو مسوول دی باید د هېوادولسمشر په توګه پاتې نشي.


 ټرمپ پر بایډن لفظي بریدونه هم وکړل، هغه یې په اداري فساد ککړ سیاستوال وباله او یو ځل بیا یې پر بایډن او د هغه پر زوی هنټر تورونه پورې کړل. د بایډن زوی له ۲۰۱۴ز کال څخه تر پېنځو کلونو پورې د اوکراین د انرژۍ شرکت برېسما د مشرانو په بورډ کې کار کړی وو.


بایډن وویل، زوی یې په برېسما کې د دندې پرمهال هېڅ نامناسب کار نه وو کړی او بیا یې پر ټرمپ ګوزار وکړ چې هغه اصلاً له اوکراین سره د معاملو پر سر مواخذه شوی وو. په مناظره کې د ولسمشرۍ دواړه نوماندان پر ملي امنیت، نسلي ستونزو، د انتخاباتو پر امنیت، چین، مهاجرت، د اقلیم بدلون او توانایۍ او اقتصاد هم وغږېدل.


دواړو انتخاباتي سیالانو تر یو نیم ساعته په ټېلېوېژن له یو بل سره دلیلونه وویل خو دا مناظره یې د لومړي بې نظمه بحث پرتله خورا منظمه روانه وه ځکه چې دا ځل پکې یوه قاعده دا وه چې د یو نوماند د خبرو پر وخت د بل مایکروفون بند وو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *