افغانستان کې تښتول شوي فریرکس یوه تازه خپره شوې وېډیو کې د خپلې ازادۍ غوښتنه وکړه
په افغانستان کې یوه تښتول شوي امریکایي وګړي په هغه وېډيويي پیغام کې چې پرون نیویارکر مجلې خپور کړ د خپلې ازادۍ لپاره د مرستې غوښتنه کړې.
مارک فریریکس دوه کاله مخکې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳۱مه په کابل کې تښتول شوی و او باور دا دی چې په تښتولو کې یې د حقاني شبکې لاس و.
فریریکس په دې وېډیو کې چې د ده په وینا د نومبر په ۲۸مه ثبت شوې ده، د یوې تورې پردې مخې ته ناست دی او افغاني جامې یې اغوستې دي.
نوموړی په خپلو خبرو کې وايي چې په ډېرې حوصلې سره خپلې ازادۍ ته انتظار دی او د طالبانو حکومت له مشرانو غواړي چې خوشې یې کړي او اجازه ورکړي چې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.
د تښتول شویو کسانو وېډیوګانې عموماً په دې مقصد خپرېږي چې ثابته کړي دوی ژوندي دي او د خوشې کېدو لپارهیې د خبرو امکان برابر شي، خو د مارک فریریکس په قضیه کې تر اوسه معلومه نهده چې د دې کار هدف څه و.
نیویارکر مجله چې دا پیغامیې پرون خپور کړ وايي دا وېډیو یې په افغانستان کې له یوه نامعلوم کس څخه ترلاسه کړې ده.
د امریکا د تحقیقاتو فدرال بیورو یا «اېف بي ای» د دې وېډيو د اصلیت په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو د فریریکس خور کارلین ککورا بېګا په یوه بیان کې وویل چې د دې وېډیو د خپرولو په خاطر له طالبانو څخه خوښه ده.
نوموړې زیاته کړه چې دا د دوی د پخوانیو څرګندونو علني ثبوت دی چې ورور یې ژوندی دی.
د فریریکس خور د متحده ایالاتو پر ولسمشر جو بایډن او د بهرنیو چارو پر وزیر انتوني بلېنکن غږ وکړ چې د دې د ورور د خوشې کولو لپاره هڅه وکړي.
د فریریکس وېډیويي پیغام پرون په داسې حال کې خپور شو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سیفالله رووف په نوم د یوه امریکايي افغان او په امریکا کې د مېشت افغان انیس خلیل د خوشې کېدو خبر ورکړ.
امریکايي چارواکي وايي، دوی دواړه اوس قطر ته رسېدلي او وروسته به امریکا ته ولاړ شي.