Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

Новости за 07.04.2022

سپريم کورټ د قامي اسمبلۍ د بحالولو حکم وکړ

Mashaalradio.com 

د پاکستان سپريم کورټ پرېکړه کړې چې د قامي اسمبلۍ ډپټي سپېکر لخوا د وزيراعظم عمران خان پر ضد راوړل شوی عدم اعتماد تحريک مستردول غيرقانوني دي. سپریم کورټ د قامي اسمبلۍ د بحالولو حکم کړی. سپريم کورټ د اپريل په اوومه په يوه پرېکړه کې وويل چې د ډيپټي سپېکر د پرېکړې تر غيرقانوني کېدو وروسته، د وزیراعظم عمران خان دا پرېکړه چې له ولسمشره یې د اسمبلۍ د ماتولو غوښتنه کړې وه، هم رد شوه. په فېصله کې ويلي شوې چې د راتلونکې شنبې (د اپريل ۹مه) دې د قامي اسمبلۍ اجلاس راوغوښتل شي او د وزيراعظم پر ضد پر عدم اعتماد تحريک دې رايې واچول شي. Читать дальше...

د پاکستان سیاسي کړکیچ؛ ستره محکمه نن پریکړه کوي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د پاکستان ستره محکمه د دغه هیواد د سیاسي بحران په تړاو نن خپله برخلیک ټاکونکې پریکړه اعلان کړي. که چیرته دا محکمه حکم وکړي چې د پاکستان په مرکزي پارلمان کې د یکشنبې د ورځې رایی اچونه د اساسي قانون خلاف کار نه و، نو د عمران خان سیاسي مخالفان به بیا هغه ته د عدم اعتماد رایي ورکړي. نور جزییات د ازادي راډیو د مشال څانګې د خبریال بشیر ګواښ په راپور کې

د پاکستان انتخاباتو کمیشن وايي په درې میاشتو کې انتخابات نه شي کیدای

Mashaalradio.com 

د پاکستان انتخاباتو خپلواک کمیشن وايي په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو د شاملېدو وروسته په ځینو سیمو کې د نویو حلقه بندیو د نه کېدو له امله په دریو میاشتو کې عامې ټاکنې ممکن نه دي. په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو کمیشن ویاند سهیل احمد د اپریل پر اوومه مشال ریډیو ته وویل چې تر څو حکومت په قبایلي ضلعو کې نوې حلقه بندۍ نه وي کړې، تر هغې عام انتخابات ممکن نه دي. د ټاکنو کمیشن ویاند په خبره په خیبرپښتونخوا کې د قبایلي سیمو د ضم کېدو پس دغلته د قامي اسمبلۍ چوکۍ له دولسو څخه شپږو ته راکمې کړل شوي دي.... Читать дальше...

عرفان کمال: ټپه او چاربېته له پلاره راپاتې دي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبرپښتونخوا د مردان يو پېژندلی سندرغاړی عرفان کمال دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي استاد فضل ربي زوی دی. کمال وايي، د خپل پلار له ژوند او سندرو په الهام اخيستو هڅه کوي پښتنو ته ښه شعر او موسيقي وړاندې کړي. د عرفان کمال دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ډاکټر عرفان اشرف وايي پاکستان کې صحافتي معيار ټېټ شوی دی

Mashaalradio.com 

مشال مرکه کې د پيښور پوهنتون د صحافت څانګې مرستيال پروفيسر ډاکټر سيد عرفان اشرف ميلمه دی. هغه له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې صحافت کوي او په دې وروستيو کې د The Dark Side of News Fixing په نامه کتاب هم ليکلی دی. دی وايي په پاکستان کې رسنۍ زیاتې شوي خو معيار يې پریوتی دی، بايد د معياري صحافت لپاره کار وشي.

پر دښمن د توغندیو ږلۍ کوونکی نظام

Mashaalradio.com 

که څه هم پر اوکراین د روس د یرغل پر مهال جدیدې وسلې کارول کېږي خو دواړه خواوې د لسیزو زوړ د ګڼو توغندیو ویشتلو نظام یا ګراد هم استعمالوي. ګراد په روسۍ ژبه کې ږلۍ ته وايي. په یو لوی ټرک لګېدلي د توغندیو ویشتونکي دغه نظام یا ګراد لانچر کې په یو وار ۴۰ توغندي ایښودل کېدی شي. په اوکراین کې د مشال رېډیو د خبر مرکزي څانګې یو خبریال د ګراد له استعمالوونکیو پوځیانو سره مرکه کړې. تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.

ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال: د مشهد له پېښې وروسته پر موږ فشارونه ډېر شوي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي چې د ایران په مشهد ښار کې د سې شنبې ورځې له پېښې وروسته د افغان کډوالو د نیولو، له هغه هېواده د دوی د ایستلو لړۍ چټکه شوې او ورباندې فشارونه ډېر شوي دي. دا پېښه تېره سې شنبه د مشهد ښار د امام رضا زیارت په انګړ کې رامنځته شوه. د راپورونو پر بنسټ، برید کوونکي د چاقو په وسیله یو دیني عالم وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل. ایراني رسنیو خبر ورکړ چې برید کوونکي افراطي نظریات درلودل او د ایران له ختیځو پولو په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورغلی و. د ایران د اسلامي... Читать дальше...

افغانستان کې د طالبانو له لوري د خبریالانو نیولو او بندي کولو اندېښنې ډېرې کړي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم طالبانو په وار وار وايي چې په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي، خو د خبریالانو د نیولو او بندي کولو لړۍ لا هم روانه ده. د طالبانو له لوري په وقفه‌يي ډول په بېلابېلو ولایتونو کې خبریالان نیول کېږي، ځورول کېږي او د څو ورځو لپاره بندیانېږي. یو شمېر خبریالان وايي، دغه وضعیت نه‌یوازې اندېښمن کړي، بلکې د دوی په رسنیزو کارونو يې هم منفي اغېز کړی دی.  په کابل کې د خصوصي رسنۍ یوه خبریاله چې نه‌غواړي نوم‌يې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د خبریالانو وروستیو نیونو سخته وېرولې او ان دې ته‌يې اړ کړې چې د خبریالۍ دنده پرېږدي. Читать дальше...



امریکايي چارواکي وايي افغانستان کې د غالۍ صنعت له ودې سره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکو ویلي په افغانستان کې د غالیو د صنعت له ودې سره مرسته کوي. دا خبره د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې اوس له دوحې فعالیت کوي نن په خپل ټویټر لیکلې ده. په ټویټ کې راغلي چې د امریکا متحده ایالاتو د مرستو پراختیايي اداره (یو اېس اېډ) ۲،۳۰۰ غالۍ او وړۍ اوبدونکو ته چې اکثرې مېرمنې دي، یو ۱۶۰ زره ډالره ورکوي څو اومه مواد پرې راونیسي.  د سفارت په ټویټ کې راغلي دا مرسته د نغدو پیسو د نشتوالي په اوج کې له افغانانو سره کوي.

کابل کې د چاودنو زیاتوالی؛ خلک: طالبان هم د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي

Pa.azadiradio.com 

د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو ترڅنګ د کابل ښار په شهزاده سرای او پل‌خشتي جومات کې د روانې اوونۍ چاودنو د دغه ښار اوسېدونکي د امنیت په اړه اندېښنن کړي دي. دوی وایي، سره له دې چې طالبانو خلکو ته د امنیت په اړه بشپړ ډاډ ورکړی و، خو وروستي بریدونه ښیي چې دوی هم د خلکو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي دي. دوی طالبان د امنیت د ټینګښت په برخه کې په بې‌غورۍ تورنوي او وایي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، یوازنۍ خوشبیني یې امنیت ته وه چې هغه هم دا شپې ورځې ښه نه‌دی. د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي نوید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

مولانا فضل الرحمن: د امنيتي ادارو زمه وارانو مبهمه دريځ د هغوی په "غيرجانبدارۍ" شکونه راولاړوي

Mashaalradio.com 

د اپوزیشن ګوندونو اتحاد، پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمن د هېوادپه روانو سياسي حالاتو کې د امنيتي ادارو پر خاموشۍ پوښتنه راپورته کړې. مولانا فضل الرحمن د اپريل په شپږمه په اسلام اباد کې د اپوزیشن ګوندونو د مشرانو سره تر غونډې وروسته، خبريالانو ته وويل چې د وزیراعظم عمران خان لخوا پر اپوزیشن تور لګولی چې د نړيوال سازش برخه شوي او د هغوی په خوښه یې عدم اعتماد تحريک راوړی. مولانا زیاته کړه چې دا هسې بې بنياده خبره ده. مولانا فضل الرحمن پر امنيتي ادارو غږ وکړ چې د هغه خط په اړه دې ولس ته... Читать дальше...

یو شمېر بهر مېشتې افغان کورنۍ: له افغانستانه د وتلو یو مهم لامل د لوڼو زده‌کړې دي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت چارواکو له بېلابېلو ادرسونو په بهر مېشتو افغانانو غږ وکړ چې هېواد ته دې ستانه شي، یو شمېر دغه کورنۍ وایي په خپل هېواد کې یې طالبانو ترې د ژوند لومړني اساسي حقونه اخیستي، نو په کومه خوشبینۍ هېواد ته ستانه شي. یو شمېر دوی ازادي راډیو ته وویل، له افغانستان‌یې د وتلو یو مهم لامل د لوڼو زده‌کړې دي. دوی له طالبانو غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي. یو له دغو بهر مېشتو د درې ماشومانو یوه مور ده چې د طالبانو تر واکمنېدو شااوخوا... Читать дальше...

د بشري حقونو څار سازمان: له یونانه شړل شوي افغان پناه غوښتونکي لوټ او وهل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان (هیومن رایټس واچ) ویلي له یونانه ترکیې ته شړل شوي افغان پناه غوښتونکي په لار کې لوټ او وهل شوي او ډېر کم خواړه ورکړل شوي. دا خبره یاد سازمان نن په یوه راپور کې کړې ده. د بشري حقونو څار سازمان له ۲۶ هغو افغان پناه غوښتونکو سره مرکې کړي چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبره د ۲۰۲۲ کال تر فبروري پورې د یوناني ځواکونو له‌خوا بېرته ترکیې ته شړل شوي. دغه سازمان انتقاد کړی چې یوناني ځواکونو د یونان-ترکیې په پوله کې د افغان پناه غوښتونکو پیسې، وسایل او مبایلونه غلا کړي دي. په راپور کې... Читать дальше...

طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د قطري امنیتي ځواکونو د مېشت کېدو راپورونه رد کړل

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کابل په هوايي ډګر کې د قطر د یو شمېر امنیتي ځواکونو د مېشت کېدو راپورونه رد کړل او وايي، د دغه هوايي ډګر د امنیت ساتنې لپاره هېڅ بهرني ځواک ته اړتیا نه‌لري. طالب چارواکي دا خبرې وروسته له هغې کوي چې تېره ورځ د ځینو رسنیو له‌خوا یوه وېډیو خپره او پر بنسټ‌یې ادعا وشوه چې په کابل هوايي ډګر کې یو شمېر قطري ځواکونه مېشت شوي دي. په دې وېډیو کې یوه ډله امنیتي ځواکونه چې ښايي شمېر يې له ۲۰ ډېر وي د تمرین په حال کې لیدل کېږي. وېډیو پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېس‌بوک هم په پراخه... Читать дальше...

هند: جشن کې د ښځو د موټر سايکل د ځغل سیالي او دوديزه نڅاګانې

Mashaalradio.com 

ګوړي پډوا (ګودي پدوا) د نوي کال، پسرلي او د حاصلاتو د لمانځلو په لړ کې د هند د مهاراشترا ايالت د ۱۱۵ مېليونه وګړو لپاره د کال تر ټولو مهم جشن دی. په دې کې ښځې او سړي نڅاګانې کوي. دا ځل په مېله کې د ښځو د موټرسايکل د ځغل سیالۍ هم وشوې. نور د اژانس فرانس پرېس له ویډیو په جوړ رپورټ کې وګورئ.

طالبان: ایران کې پر یوه عبادت‌ځای وروستی برید له افغانانو سره تړاو نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په ایران کې پر یوه عبادت‌ځای وروستی برید غندلی او ویلې یې دي دا برید له افغانانو او افغانستان سره تړاو نه‌لري.  د چړې په وسیله دا برید د سې شنبې په ورځ په مشهد ښار کې د امام رضا د حرم په انګړ کې شوی دی.  ځایي رسنیو ویلي، بریدګر یو تن وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د ایران تسنیم خبري اژانس بیا پرون بریدکوونکی ازبک ټبره عبدالطیف مرادي یاد کړی دی. دې خبر کې ویل شوي، مرادي یو کال وړاندې په ناقانونه توګه د پاکستان له خاورې ایران ته اوښتی دی.

د اوکراین ولسمشر: پر روسیې پروني لګول شوي بندیزونه پیاوړي، خو کافي نه‌دي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي، پر روسیې پروني لګول شوي بندیزونه پیاوړي، خو کافي نه‌دي.  زلنسکي نن یوه وېډیویي پیغام کې وویل، له ډیموکراتیکې نړۍ نه غواړي چې د روسیې نفت تحریم کړي او روسي بانکونه په بشپړ ډول د نړۍ له مالي سیستمونو وباسي.  د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا پرون د اپرېل په شپږمه د روسیې په وړاندې نوي اقدامات اعلان کړل.  په دغو بندیزونو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دوه پېغلې لورانې هم شاملې دي. د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي... Читать дальше...

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن هم د اوکراین پر حالاتو خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن د دوهمې ورځې په مخه په بروکسل کې د اوکراین پر حالاتو خبرې کوي. په پرونۍ غونډه کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، له اوکراین سره به د روسیې جګړه ښایي میاشتې او حتی کلونه دوام وکړي ځکه چې داسې نښې نه‌ترسترګو کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټول اوکراین د واکمنۍ له هوډه په شا شوی وي. سټولټنبرګ زیاته کړه د همدې لپاره باید ناټو د اوږدې مودې په مخه د اوکراین ملاتړ ته چمتو شي. تمه ده چې د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې له اوکراین سره په پوځي برخه کې د یو شمېر مرستو اعلان وکړي.

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم بشکېک ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د اسیایي لوبو د غوراوي په سیالیو کې د ګډون لپاره د قرغزستان پلازمېنې بشکېک ته رسېدلی دی. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف تېره شپه ازادي راډیو ته ویل چې دا لوبډله به په (ب) ګروپ کې له تاجکستان، ازبکستان او نیپال سره لوبې وکړي. د افغانستان د لوبډلې لومړۍ مسابقه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ده.

د رسنیو ملاتړ بنسټونو فدراسیون: د طالبانو استخباراتو غور کې یو خبریال نیولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټونو فدراسیون وایي، په غور کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یو سیمه‌ییز خبریال غلام رباني هدفمند د طالبانو د استخباراتو په توقیف کې دی. د دې فدراسیون غړي ضیا بومیا ازادي راډیو ته تېره شپه وویل چې طالبانو په غور کې ښاغلي هدفمند او یو بل سمیه‌ییز خبریال نیولي وو چې هدفمند یې له ځان سره ساتلی او دا بل خبریال‌یې خوشې کړی دی. بومیا زیاته کړه چې هڅه‌یې کړې ده چې له طالبانو پوښتنه وکړي چې ښاغلی هدفمند یې په څه تور نیولی دی، خو طالبانو تر اوسه دوی ته ځواب نه‌دی ورکړی.

یوناما له افغان خبریالانو او رسنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت (یوناما) مرستیالې مته نوډسن د یوناما له لوري د خبریالانو او رسنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ. یوناما په خپل فېس‌بوک کې لیکلي دي چې مېرمن نوډسن دا موضوع پرون د پژواک اژانس، یک ټلوېزیون، طلوع ټلوېزیون، شمشاد ټلوېزیون او اریانا نیوز ټلوېزیون له اېډېټورانو سره شریکه کړه. د یوناما په وینا په دې کتنه کې له طالبانو وغوښتل شول چې له رسنیو سره خبرې وکړي، د خبریالانو پر ضد له سختو اقداماتو ډډه وکړي او پرې نه‌ږدي چې څوک خبریالانو ته ګواښ وکړي. که څه هم د طالبانو... Читать дальше...

اسلام‌اباد کې د سیاسي کړکېچ دوام؛ د پاکستان ستره محکمه نن خپله پرېکړه اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

په اسلام‌اباد کې نن د سیاسي کړکېچ پنځمه ده، ولسمشر عارف علوي خبرداری ورکړی دی چې د موقت صدارت لپاره دې اپوزېسیون څوک معرفي کړي، اپوزېسیون انکار کړی دی او د سترې محکمې پرېکړې ته انتظار کوي. د راپورونو له مخې ښایي نن د پاکستان ستره محکمه د پارلمان د منحل کېدو او د صدراعظم عمران خان د صلب اعتماد د پرېکړې د لغوه کېدو په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړي. ستره محکمه چې له دوشنبې راهیسې د عمران خان او د اپوزېسیون د وکیلانو ادعاوې څېړي، پرون وویل چې پنجشنبې ته‌یې خپله پرېکړه وځنډوله. د اپوزېسیون ګوندونو... Читать дальше...

د القاعده شبکې مشر نوی وېډیويي پيغام؛ ایمن‌الظواهري د نړۍ مسلمانان جګړې ته وهڅول

Pa.azadiradio.com 

د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري په یوه وېډیويي پیغام کې د نړۍ مسلمانان جګړې ته هڅولي دي. د دې وېډیو له خپرېدو وروسته د اسوشیټډ پرس اژانس په وینا دا اندېښنه پیدا شوې ده چې دا ډله چې څه باندې ۲۰ کاله مخکې یې په افغانستان کې هغه ترهګر بریدونه طرحه کړي و چې پر نیویارک او واشنګتن ترسره شوي وو، بیا په دغه هېواد کې د پښې ځای پیدا کړی دی. د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري وېډیو د لومړي ثبوت په توګه ښودل کېږي چې دی لا هم ژوندی دی. مخکې داسې اوازې وې چې ویل کېدل ښایي دی وژل شوی وي. اسوشیټډ پرس اژانس... Читать дальше...

یوناما تر شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو د ښوونځیو بندېدل تبعیض وباله

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیالې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندېدل تبعیض وباله. په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو د غبرګون په دوام د یوناما مرستیالې مته نوډسن ویلي چې له تبعیضه د دې ډکې پرېکړې اغېزې به د افغانو په راتلونکو نسلونو اوږدمهاله او پراخې وي، همداراز به د لوږې پر پراختیا بې‌اغېزې نه‌وي. تر ۲۰۰ ورځو واوښتې چې دا ښوونځي لاهم بند دي. مېرمن نوډسن د اروپا او نړیوالو چارو په انسټیټیوټ کې انلاین غونډې ته پرون د طالبانو... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *