په کراچۍ کې بلوچ ځانمرګې بریدګره څوک وه؟
شاري بلوچ چې په برمش هم يادېده په کراچۍ کې د ځانمرګي برید په کولو سره ۳ چينايان او د هغوی پاکستانی ډرايور ووژل. له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې ډلې، بلوچ ليبرېشن ارمي د دې حملې زمه واري واخیسته او وې ويل چې دغه ښځه د ۲ ماشومانو مور وه. په ويډيو کې وينئ چې هغه څنګه پر چينايانو برید کوي.