Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

Новости за 19.04.2022

په کابل کې ځان ته اور اچونکی کس مړ شو

Pa.azadiradio.com 

په کابل د استقلال روغتون مسوولین وايي، هغه کس چې د همزنګ په څلور لارې کې ځان ته اور اچولی و تیره شپه په همدغه روغتون کې ومړ. په کابل کې د استقلال روغتون مسئولین وايي، هغه کس چې د دوشنبې په ورځ د کابل په دهمزنګ سیمه کې ځان ته اور اچولی و تېره شپه په همدغه روغتون کې ومړ. د دې روغتون سرطبیب ډاکټر جاوېد یوسف پور په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، د مړه شوي کس د سوځېدنې فیصده ۹۵ و. هغه زیاته کړه: "د دې لپاره چې د وجود د سوځېدولو فیصده یې ډېره و، تېره شپه ۱۱ بجې په ورغتون کې ساه ورکړه او هغه کسان چې د سوځېدو فیصدي یې ډېره وي د مړیني چانس یې ډېر دی.

محسن داوړ سره د شبهازشريف د حکومت په اړه مرکه

Mashaalradio.com 

په پارليمان کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ وايي شهباز شريف ته به اسانه نه وي چې د بېلابېلو فکرونو سیاسي ګوندونو سره جوړ کړی حکومت په ښه ډول تر اخره ورسوي. هغه زیاتوي چې دی به له نوي حکومته هم د پښتنو لپاره حق غوښتل جاري ساتي

د سره صلیب نړیواله کمېټه: د افغانستان نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازی وايي، د افغانستان نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري. ایلوی فیلیون نن د خپل ټویټر په حساب کې لیکلي، خلک په داسې حال کې د خوړو خوندیتوب نه لري، چې د خوراکي موادو بیې په وروستیو میاشتو کې لوړې شوي دي. هغه ویلي، لا هم اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان لپاره ډېر کارونه وکړي.

افغانستان بانک په بهرنیو لېږدونو کې اسانتیاوې رامنځته کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک وايي د سوداګرو او پانګوالو په بهرنیو لېږدونو کې یې ځینې اسانتیاوې رامنځته کړي دي. دغه بانک وايي، له دې سره به په افغانستان کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم ټیټې شي. د افغانستان بانک ویاند صابر مومند په هغه صوتي پیغام کې چې نن یې ازادۍ راډیو ته رالېږلی ویلي، له دې سره به د سوداګرو او پانګوالو ګڼې ستونزې حل شي. خلک شکایت لري که څه هم د امریکایي ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت یو څه لوړ شوی، خو د ضروري موادو بیې لا هم ټیټې شوې نه دي.

کابل کې چاودنې؛ لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

‎ په کابل کې د طالبانو د امنیې قومنداني وايي، د پلازمېنې کابل په لوېدیځ کې د نن چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي. ‎ د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار د دشت برچي په سیمه کې د عبدالرحیم شهید لېسې مخې ته درې چاودنې وشوې ‎ ځینو سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې لومړۍ چاودنه د ممتاز ښوونیز مرکز مخې ته شوې او نورو چاودونو ښوونځی په نښه کړ. ‎ ويل کيږي چې په وژل شويو او ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي. ‎ عيني شاهدان وايي چاودنه هغه مهال وشوه چې زده کوونکي له ښوونځي څخه د وتلو په حال کې وو. Читать дальше...

د پاکستان نوې کابینې د وفادارۍ لوړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان نوې کابینې نن سې شنبه د ځانګړو مراسمو پر مهال د وفادارۍ لوړه وکړه. نوې کابینه د سیاسي ګوندونو له متحدانو جوړه ده او داسې وخت لوړه کوي، چې د پاکستان پارلمان تېره اوونۍ شهباز شریف د نوي صدراعظم په توګه غوره کړ. د ایالتونو د وزیرانو تر څنګ د فډرال حکومت ۳۱ وزیرانو هم چې د شریف په کابینه کې به شامل وي، د مشرانو جرګې د رئیس صادق سنجراني په وړاندې لوړه پرځای کړه.

د افغانستان استازولۍ د پاکستان حملو په اړه امنیت شورا ته شکایت وکړ

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ پر خوست او کونړ د پاکستان د هوايي حملو په اړه رسماً د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وړاندې کړ. دغې استازولۍ د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم د دې ډول تېري د فوري مخنیوي غوښتنه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق ازادي راډیو ته دا خبر تایید کړ. د پاکستان جټ الوتکو د شنبې سهار وختي دغه حملې وکړې.

طالبان: د ټولو موسسو مالکان دې بېرته افغانستان ته راشي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د اقتصاد وزارت د یو مکتوب له لارې د ټولو غیر دولتي موسسو او انجو ګانو له اصلي مالکانو غوښتي چې بېرته افغانستان ته راشي او یا دې هم نوي تعینات وکړي څو د انجو ګانو چارې یې په وزارت کې له خنډ سره مخ نه شي. محمد امین خانزاده چې د ټولنې " د پیاوړتیا لپاره د مېرمنو د یوالي موسسې" بنسټ ایښودنکی دی د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې افغانستان پرېښوده. هغه اوس له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، تازه یې د طالبانو د اقتصاد وزارت لخوا داسې یو مکتوب ترلاسه کړی چې په کې د ټولو غیر دولتي انجو ګانو له... Читать дальше...



د جنوبي وزیرستان د بدامنۍ د پېښو تر شا څه دي؟

Mashaalradio.com 

په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو حملې یو ځل بیا ډیرې شوي دي. د پاکستان پوځ دلته پراخه عملیات کړي وو چې په نتیجه کې یې د سیمې خلک بې کوره شوي او د تاوانونو سره مخ شوي دي. د پاکستان پوځ په خوست کې بمباري هم کړې چې د ځايي خلکو په وينا ۴۷ کډوال پکې وژل شوي دي. په دې اړه د کرښې په غاړه خپرونه واورئ

یونېسف: د افغان نجونو زده کړې دې په سیاسي ګرو کې نه نیول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د یونېسف یوه چارواکې وايي، د نجونو زده‌کړې ‌باید په سیاسي ګرو کې ونه نیول شي. هغه نجلۍ چې د خپل روښانه راتلونکې او تر دوکتورا د لوړوړ زده‌کړو هیله یې درلوده، خو اوس یې پر اوبو لاهو بولي. هغه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، هیله یې درلوده چې په ادبیاتو کې لوړې زده‌کړې وکړي او یوه ورځ ښه لیکواله او شاعره شي او خپل نوم د خپل چاپ شوي کتاب پر مخ‌پاڼه وویني. هغه له طالبانو غواړي چې نجونې له خپل بنسټیز حقه محرومې نه‌کړي. نوموړې زیاته کړه: "له زرګونه هیلو سره ښوونځیو ته ولاړو. طالبان باید پوه شي... Читать дальше...

له دریو افغان ماشومانو دوه یې کافي خوړو ته لاس رسی نه لري

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ژغورنې ادارې په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله په هرو دریوو ماشومانو کې دوه تنه یې د خوړولو د نه شتون له ستونزې سره مخ دي. معصومې او شپږ کسیزې کورنۍ ته یې ژوند سخت شوی دی، نوموړې چې د هرات ولایت له یوې ولسوالۍ د وچکالۍ له امله له خپل کور کلي بې ځایه شوې وايي، اوس د نورو په کورونو کې په کار کولو سره دومره ګټي، چې خپلو ماشومانو ته د ژوندي پاتې کېدلو په خاطر پوره، نیمه ډوډۍ واخلي. معصومه یو زوی او څلور لوڼې لري، او مېړه یې هم ورځنۍ مزدوري کوي. Читать дальше...

ننګرهار کې د غېږ نيونې سيالۍ پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې د روژې په مناسبت د غیږ نیونې جام سیالۍ پیل شوې. د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د یاد جام په لړ کې به د ننګرهار ولایت د غیږ نیونې له ۱۵ کلپونو څخه ۱۲۰ غیږ نیونکي په خپلو کې سیالي وکړي. دا سیالۍ به د دریو ورځو لپاره په جلال اباد ښار کې روانې وي. د دې سیالیو هدف د ننګرهار په کچه د غیږ نیونې ورزش وده بلل شوې.

په چاغي کې د ايف سي ځواک په لاس د يو ډرایور د وژنې پر ضد مظاهرې دوام لري

Mashaalradio.com 

د اپريل په ۱۹مه د بلوچستان په چاغي کې ځايي خلکو او ډرايورانو د امنيتي ځواکونو په لاس د يو ډرايور د وژنې پر ضد احتجاج ته دوام ورکړی. دا احتجاجونه د اپريل په ۱۶مه تر هغې وروسته پيل شول چې سرحدي ځواکونو يو ډرايور هغه مهال ځای پر ځای وواژه چې کله یې له افغانستانه بلوچستان ته مال وړونکو ګاډو څخه تالاشي اخیسته. د امنيتي ځواکونو په حواله بي بي سي راپور ورکړی چې يو ډرايو ته د ګاډي ودرولو وويل خو هغه ونه دريد نو ځکه پرې ډزې وشوې. دا ډرايور حميدالله بلوچ نومېده چې ځای پر ځای ووژل شو. خو د نوموړي ورور محمد... Читать дальше...

په بغلان کې د فوټبال لوبڅارنې کورس پاى ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په بغلان ولایت کې د فوټبال لوبڅارۍ مقدماتي کورس پای ته ورسېد. د افغانستان فوټبال فدراسیون د خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د فوټبال لوبڅارۍ دا کورس چې پنځه ورځې وړاندې د لوبڅارانو د ظرفیت لوړولو لپاره جوړ شوی وو، نن پای ته ورسېده. په دې کورس کې له بغلان ولایت څخه ۲۴ لوبڅارانو ګډون کړی وو او په دوو – عملي او نظري برخو کې یې زده کړې وکړې. یاد لوبڅاران به له یوې ازموینې وروسته سندونه ترلاسه او د افغانستان په شمال کې به د فوټبال په لوبو کې لوبڅاري کوي.

مجاهد: له افغانستان پر ازبکستان د داعش د بريدونو ادعا څېړو

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، د هغې ادعا څېړنه کوي چې ویل کېږي داعش د افغانستان له خاورې پر ازبیکستان توغندیز بریدونه کړي. که څه هم د ازبېکستان د دفاع وزارت ویلي، د افغانستان او ازبېکستان په پوله هیڅ ډول امنیتي فعالیت نه دی شوی خو طالبانو د هغې ادعا څېړنه پیل کړې چې ویل کېږي، داعش له افغانستانه د ازبیکستان په ترمز ښار توغندیز بریدونه کړي. اعماق خبري چینل چې داعش پورې تړلي خبرونه خپروي، د اپریل په ۱۸مه یوه ویډیو خپره کړې او په پیل کې یې په عربي ژبه په لیکلي ډول دعوه کړې چې پر کاتیوشا توغندیو یې ازبیکستان په نښه کړی. Читать дальше...

په کابل کې چاودونو ۶ زده کونکي وژلي او ۱۱ يې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن ازادي راډيو ته وویل، چاودنې د اتلسمې حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید د ليسې مخې ته شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۶ تنه زده کونکي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د هغه په خبره، سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت بيا وايي، د کابل د ننیو چاودنو څخه دولتي روغتونونو ته ۵ مړي او ۲۰ کسه ټپیان وړوړل شوي دي. ددې وزارت ویاند جاوید هژیر ازادي راډيو ته وویل، دا لومړني معلومات دي. تر اوسه د يادې چاودنې مسؤليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

په کابل کې چاودنو ګڼ کسان وژلي او زخميان کړي دي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په سرښار کابل کې د اپريل په ۱۹مه شويو دوو چاودنو کې لږ تر لږه شپږ زده کوونکي وژل شوي او ۱۱ ټپيان دي.‌ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د اپريل په ۱۹مه مشال راډيو ته وویل چې چاودنې په دشت برچې سیمه کې د عبدالرحیم شهید د ليسې مخې ته شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۶ تنه زده کونکي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د هغه په خبره، سیمې ته د طالبانو امنیتي ځواکونه رسیدلي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي چې د چاودنې نوعيت معلوم شي. البته هغه وېره وښوده چې ښايي‌د وژل شوو کسانو... Читать дальше...

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت: په بېلابېلو توليدي برخو کې پانګونه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري ازادۍ راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي شوي چې، د هیمپروم په نوم د یوه څو ميليتي شرکت استازي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په دې اړه خبرې کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلومات پر بنسټ، یاد شرکت چې له جرمني، روسیې او چینايي پانګوالو جوړ دی، استازو یې د سوداګری له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چمتو دي چې د خځلو د پروسس، کیمیاوي سری، تیلو، ګازو او بریښنا د تولید په برخو کې پانګونه وکړي. د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر... Читать дальше...

چين د افغانستان د جلغوزيو د پروسس برخه کې پانګونه کوي

Pa.azadiradio.com 

يو چینايي شرکت غواړي جلغوزي په افغانستان کې پروسس او په مستقیم ډول یې چین ته صادر کړي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د امین زونګ په نوم د یوه چینايي شرکت رییس د یادې خونې له غړو سره په لیدنه کې ویلي چې، یاد شرکت چمتو دی ترڅو د جلغوزو د پروسس او له افغانستانه بهر ته د صادرولو په برخه کې یې پانګونه وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلومات پر بنسټ، پخوا به د افغانستان یو اندازه جلغوزي پاکستان ته صادریدل او امین زونګ شرکت به بیا یاد جغلوزي په پاکستان کې له پروسس وروسته چین ته صادرول. Читать дальше...

د پاکستان د نوې وفاقي‌کابینې غړو سوګند واخیست

Mashaalradio.com 

په کابينه کې د مسلم لیګ نواز ګوند ۱۳، د پاکستان پیپلز ګوند نهه، د جميعت علما اسلام ف ډلې څلور، د متحده قامي مومنټ دوه او د بلوچستان عوامي ګوند، جمهوري وطن پارټۍ او د مسلم لیګ (ق) یو یو غړي شامل دي.

د اوکراين پوځ: روسيې د اوکراين پر ختيځو سيمو پراخ پوځي عمليات پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د دې هېواد په ختیځه سیمه دونباس کې د روسیې د پوځ د پراخو عملیاتو خبر ورکړی. د اوکراین پوځ وايي، روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې، د جګړې په تقریبا ټولو لومړیو کرښو کې درنې جګړې پیل کړې دي. د روسيې دا اقدام چې ډېر پخوا یې لا اټکل کېده ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د اوکراین په ختیځه دونباس سیمه کې د جګړې پیل بللی دی. اوکرایني رسنیو نن د دونېڅک سیمې په مارینکا، سلوویانسک او کراماتورسک ښارونو کې د جګړې په لومړیو کرښو کې د سختو راکټي حملو خبر ورکړ. ولسمشر زیلینسکي... Читать дальше...

طالبان: د کابل عبدالرحيم شهيد لېسې دننه چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تایدوي، چې د کابل ښار په لویدیځ دشت برچي سیمه کې چاودنې شوي. د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل، چاودنې چې شمېر یې نه دی معلوم د عبدالرحیم شهید لیسې دننه شوي دي. د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران بیا ازادي راډیو ته ویلي، چې چاودنې درې دي او د عبدالرحیم شهید په ليسه کې دي چې ګڼو افغان شیعه ګانو تلفات اړولي، چې شمېر یې نه دی معلوم. مدني فعال خلیل روفي بیا په خپله فیس بوک پاڼه لیکلي، چې یوه چاودنه په قعله نو کې په ممتاز کورس... Читать дальше...

په سیالکوټ کې د يو سريلنکايي وژنې په جرم ۶ کسانو ته د مرګ سزا واورول شوه

Mashaalradio.com 

د پاکستان په سیالکوټ کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت په دغه ښار کې د وژل شوي سرېلنکايي وګړي د وژنې په جرم ۶ کسانو ته د مرګ او ۹ ته د عمر قید سزا اورولې ده. د اپريل په ۱۸مه عدالت په دې پرېکړه کېد پریانتها کمارا په وژنه کې ۷۲ نورو ککړو کسانو ته دوه دوه کاله او یو بل کس ته د پنځو کالو د بند سزا ورکړه.  د اپریل په ۱۸مه د عدالت ددې پریکړې نه پس د استغاثې د وکيلانو سکيتر  ندیم سرور خبريالانو ته وويل چي د استغاثې وکيلانو له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې په دې پېښه کې د ککړو کسانو پر ضد دا جرم د ګواهانو او ثبوتونو په ملاتړ ثابت کړ. Читать дальше...

له طالبانو د ايران غوښتنه؛ پولې مو کنټرول او ناقانونه کسان مه راپرېږدئ

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان له طالبانو غوښتي چې خپلې پولې کنټرول او تر خوا یې غیرقانوني کسانو ته اجازه ور نه کړي چې د دوی خاورې ته واوړي. په ایران کې د افغان کډوالو د شکنجې او ځورونې او په افغانستان کې د ایران ضد لاریونونو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبدالهیان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرعبدالهیان له امیرخان متقي سره تېر ماښام په ټیلفوني خبرو کې له هغه... Читать дальше...

ارزګان کې چاودنه؛ يو ماشوم وژل شوی او څلور ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت اړوند باختر خبري اژانس نن ویلي چې چاودنه په دهیک ولسوالۍ کې د هغې وسیلې له کبله شوې چې له پخوانۍ جګړې په سیمه کې پاتې وه. له پخوانۍ جګړې پاتې مهمات او ماینونه په بېلابېلو ولایتونو کې لا هم د خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو ژوند ګواښي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *