Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

Новости за 01.04.2022

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: د افغانستان روغتیايي سیستم به جدي ګواښ سره مخ شي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که د افغانستان روغتیايي سیستم ته پاملرنه ونه‌شي، د روغتیا په برخه کې به د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له جدي ګواښ سره مخ شي. دغه سازمان اټکل کړی چې ۱۸،۱ میلون وګړي په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. دغه سازمان اعلان کړی چې روان میلادي کال کې نږدې ۲۵ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. پرون د مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف استازو، د روغتیا برخې ملاتړو او د افغانستان د عامې روغتیا استازو او یو شمېر بشردوستانو... Читать дальше...

تاشکند او عشق اباد له طالبانو سره څه ډول اړیکې پالي؟

Pa.azadiradio.com 

ترکمنستان او ازبیکستان د منځنۍ اسیا دوه هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د نورو هېوادونو په مقایسه متفاوتې اړیکې لري. څو اونۍ مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د ترکمنستان پلازمېنه عشق‌اباد کې یې د افغانستان سفارت ته ګومارل شوی شارژدافیر فضل محمد صابر معرفی کړی دی. همدارنګه ازبیکستان مخکې له دې چې افغانستان کې طالبان بیا واکمن شي، له طالبانو سره اړیکې پاللي او اوس هم ظاهرا داسې ښيي چې ګوندې له طالبانو سره په یو شمېر شریکو اقتصادي پروژ و کې همکاري کوي. د... Читать дальше...

د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغانستان باید له یاده ونه‌ایستل شي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌اواېم) وايي، افغانستان باید له یاده ونه‌ایستل شي. د دې سازمان مشر انتونیو تورینو د یوې اعلامیې په ترڅ کې چې نن‌یې خپره کړې په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان خلکو ترڅنګ ودرېږي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي. ښاغلي تورینو ویلي، په داسې حال کې چې نړۍ اوس‌مهال له سختو ناورینونو سره مخ ده، خو بیا هم افغانان لاسنیوي او ملاتړ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې چې ټول په ګډه باید په دې برخه کې ټولیز اقدامات ګړندي کړي او ملیونونو افغانانو ته هیله‌مندي ور په برخه کړي، هغه ښځې او نجونې چې په ناحقه تر ټولو زیاتې ځورېږي. Читать дальше...

د بې وزلۍ له کبله ګڼ افغانان د روژې میاشتې ته اندیښمن دی

Pa.azadiradio.com 

د تیر کال اګست میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدو راهېسې افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی. ملګرو ملتونو په وروستیو کې په وار وار ویلي چې دا مهال افغانستان کې ګڼ خلک له لوږې سره مخ دي. نړیوالې ادارې وايي چې سلګونه زرو افغانانو په وروستیو څو میاشتو کې دندې او کارونه له لاسه ورکړي دي. بلخوا د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ یو هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی، وايي چې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. په دې هکله تفصیل په دې رپورټ کې چې منورشاه د اسوشیېټېډ پریس د ویډیو په مټ جوړ کړی دی.

افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم په اړه پر ټولنیزو رسنیو پيل شوی کمپاین

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان مېرمنو په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د تعلیم په اړه کمپاین پیل کړی. دغه کمپاین چې تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې پیل شوی، یو شمېر مېرمنې د لنډو وېډیوګانو په جوړولو سره له نړېوالې ټولنې غواړي ترڅو په طالبانو د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستلو په برخه کې فشار راوړي. سمیرا خموش یو له هغه مېرمنو ده چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې په کمپاین کې یې برخه اخیستې. اغلې سمیرا وايي، په طالبانو د نړیوالو له‌خوا د فشارونو په خاطر یې په دې کمپاین کې برخه اخیستې ده. سمیرا خموش زیاتوي: "هېڅ یوه... Читать дальше...

باډیوې جوړوونکو نجونو سپورټي سیالیو کې مېډالونه ګټلي

Mashaalradio.com 

حسنی او حفصه دوه خویندې دي چې پر بېوزلۍ سربېره یې تعلیم ته دوام ورکړی او د پاکستان پر کچ په بېلابېلو سپورټي سیالیو کې هم ګډون کوي. د هغو نجونو پلار په پېښور کې باډیوې جوړوي. دواړه خویندې هره ورځ له پلار سره په کار کې هم مرسته کوي. حسنې او حفصې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۴مه د پېښور په قیوم سپورټس کمپلېکس کې په سیالیو کې د سرو او سپینو زرو مېډالونه وګټل. ویډیويي رپورټ.

له طالبانو د امریکا غوښتنه؛ افغان نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو اجازه ورکړئ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري په نجونو د زده‌کړو د بندیز د پرېکړې په بېرته اخیستو ټینګار کړی. دغه وزارت تازه له طالبانو غوښتي چې د منځنۍ او لېسې دورې نجونو زده‌کوونکو زده‌کړو ته اجازه ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په تازه بیان کې راغلي چې متحده ایالات د افغانانو د بشري اړتیاوو ملاتړ ته ژمن دی او تر هغې د طالبانو په مشرانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي تر څو  د افغانستان د ټولو اتباعو بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي او افغان نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي. Читать дальше...

د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس؛ د ملګرو ملتونو د تمې سره سم مرسته ونه‌شوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو، جرمني، بریتانیا او قطر په کوربه‌توب د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس کې مرستندویو هېوادونو په افغانستان کې له بشري بحران سره د مبارزې لپاره د څه باندې دوه ميلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه. هماغسې چې اټکل کېده په ۲۰۲۲ کې له افغانستان سره د ۴ ميلیارده او ۴۰۰ ملیون ډالره مرستې لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه پوره نه‌شوه. ملګرو ملتونو پرون ناوخته اعلان وکړ چې له افغانستان سره په ۲۰۲۲ کې ۴۱ نړیوالو مرستندویانو د ۲ ميلیارده او ۴۴۰ ملیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې تر هغه هدف چې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ټاکلی و، لږي. Читать дальше...

عمران خان وايي د عدم اعتماد تحریک د بهرني سازش نتیجه ده

Mashaalradio.com 

د وزارت ویاند نېډ پرایس په واشنګټن کې د ورځنۍ خبري غونډې پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، امریکا "په پاکستان کې پرمختګونه له نېږدې څاري. موږ د پاکستان د اییني بهیر او د قانون واکمنۍ درناوی او ملاتړ کوو خو تر هغو چې د تورونو خبره ده، هغه هېڅ واقعیت نه لري."





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *