Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

ملګري ملتونه: افغان ښځې او نجونې پر لګېدلو محدودیتونو سربېره جدي ګواښونو سره مخ دي

0
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وضعیت سخته اندېښنه ښودلې.


دې ادارې پرون پر خپل رسمي ټویټر ولیکل چې افغان ښځې او نجونې د دوی پر تګ راتګ، کار او زده‌کړو له محدودیتونو هاخوا له سختو خطرونو سره هم مخامخ دي او دا وضعیت‌یې پر خوندیتوب او سوکاله ژوند ناوړه اغېز کوي.


«یو اېن اېچ سي ار» همداراز ویلي چې د افغانستان د سوکاله راتلونکې لپاره باید د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي.


د دې سازمان ویاندې شابیا مانتو د دې ادارې پر رسمي ټویټر په خپره شوې وېډیو کې د دې اندېښنو په اړه ویلي: "موږ د افغان ښځو او نجونو د وضعیت لپاره ډېر اندېښمن یو. دوی له داسې لویو ګواښونو او ننګونو سره مخامخ دي چې پر خوندیتوب او سوکالۍ یې ناوړه اغېز کوي. افغان مېرمنې د تګ راتګ او ازاد سفر، کار او د زده‌کړې پر ټولو پړاوونو د محدودیتونو له کبله زیانمنې شوې دي."




په یاده شوې وېډیو کې یوه افغانه کډواله چې هویت‌یې نه‌دی ښودل شوی هم د زده‌کړو لپاره د خپلې لور ارمان بیانوي: "لور مې شوق لري چې ډاکتره شي او زوی مې غواړي درس ووايي او انجنیر شي، خو اوس دلته پاتې یو او غواړم دوی دلته درس ووايي چې اینده‌یې خرابه نه‌شي، زما په څېر یې ژوند خراب نه‌شي."


د تېر کال د زمري په ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ډېری دولتي ادارو کې د ښځو د کار مخنیوی وشو او ملیونونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې.


طالبانو ژمنه کړې وه چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره به له شپږم د لوړو ټولګیو زده‌کوونکو نجونو ته د تعلیم اجازه ورکوي، خو د وري په درېیمه د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې بیا هم د نجونو پر مخ بندې پاتې شوې.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *