Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

کابل کې چاودنې یو طالب ټپي کړی دی

0
په کابل کې د طالبانو امنیتي سرچینو تایید کړې چې نن غرمه مهال د سلیم کاروان په سیمه کې چاودنه شوې ده.


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي،  چاودنه سړک کې د ايښودل شوي ماین له کبله وه او په کې یو طالب سرتیری ټپي شوی دی.


نوموړې ویلي چې  چاودنې نوره مرګ ژوبله نه ده اړولې.


ښاغلي ټکور هغه راپورونه هم رد کړل چې وايي په سیمه کې له چاودنې سره هم مهاله د ډزو غږونه هم اوریدل شوې دي.


ددې چاودنې مسولیت تر اوسه کوم چا نه دی منلی.


په تیره یوه اونۍ کې دا څوومه چاودنه چې د کابل ښار په مربوطاتو کې  کیږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *