Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

د اروپا پارلمان یوه غړې: تر هغو به طالبان ونه‌پېژندل شي چې د خلکو حقوق ورنه‌کړي

0
د اروپایي پارلمان یوه جرمنۍ غړې چې په کابل کې ده وایي دې ته سخته اړتیا شته چې طالبان د نورو افغانانو خبرو ته غوږ کېږدي، کنه د دې په وینا د افغانانو ستونزې به پسې زیاتې شي.


هنا نویمن د اروپایي پارلمان غړې په خپل ټویټر کې په یوه پيغام کې ویلي دي چې تر هغو به اروپایي ټولنه طالبان په رسمیت ونه‌پېژني چې دوی د دې په وینا خپلو خلکو ته حقوق نه‌وي ورکړي.


دا زیاتوي: "موږ دلته په کابل کې یو وړوکی استازیتوب لرو چې زما په څېر خلکو ته زمینه برابروي چې سفر وکړي او وضعیت ته وګوري، زه فکر کوم چې دا د تعامل لپاره ښه دی، خو لا د دې وخت نه‌دی چې په رسمیت وپېژندل شي ترڅو چې طالبان د افغانانو حقونه ونه‌پېژني موږ به طالبان په رسمیت ونه‌پېژنو."


اغلې نویمن په کابل کې پرون یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.




طالبانو د تېر کال په وروستیو کې ژمنه کړې وه چې د وري په درېیمه به ټولې نجونې او هلکان ښوونځيو ته ځي، خو په همدې ورځ‌یې له شپږم ټولګي ورپورته نجونې له زده‌کړو راوګرځولې.


په اروپایي پارلمان کې د جرمني غړې څرګنده کړه چې داسې ښکاري چې طالبان ښه جنګیالي دي او دا ځکه چې دوی په افغانستان کې واکمنان شوي، خو حکومت کول نورو مهارتونو ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول داسې مشرانو ته ضرورت لري چې د خپلو خلکو خبرې اوري.


دې زیاته کړه چې هیله‌منه ده په دې برخه کې د ښځو او اقلیتونو په ګډون طالبان له خپلو خلکو سره خبرو ته کېني.


د نوموړې په وینا که چېرته طالبان داسې ونه‌کړي ناهیلتوب به پسې زیات شي او سرغړونې به ډېرې شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *