ميدان وردګ کې د څښاک اوبو يوه شبکه فعاله شوه
د ميدان وردګ ولايت په مرکز ميدان ښار هېواد مېنه کې ۵۶۰ کورنيو او ۹ جوماتونو ته د څښاک د پاکو اوبو رسولو شبکه فعاله شوي.
د اوبو دغه شبکه چې د يونسف په څه باندې اولس ميليونه افغانيو مالي لګښت جوړه شوې د پلې کولو چارې يې د ډاکار موسسې پرغاړه وې.
د دغه ولايت د کليو او پراختيا ریس مولوي وحيدالله راشد وويل له يونسف او ډاکار څخه مننه کوو چې زموږ د خلکو لاس نيوی یې کړی دی
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولايت کې ډيری خلک د وچکالۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي که حکومت د اوبو د مهار په برخه کې کوټلي ګامونه وانه خلي، د کرکيلې تر څنګ به د څښاک اوبو ته هم لاس رسی ګران شي.
