Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

د قايم ورور: قايم طالبانو تښتولى و او وروسته يې مړى راوسپاره

0
د قاسم قایم په نوم د کورنیو چارو وزارت د یو افسر کورنۍ وایي، نوموړی د طالبانو له لوري تښتول شوی و، چې تازه یې جسد دوی ته تسلیم کړل شو.


د ډګروال قایم ورور ازادي راډیو ته د دې مطلب د څرګندولو تر څنګ وویل، نوموړي د طالبانو په بلنه بېرته په کورنیو چارو وزارت کې دنده پیل کړې وه او شاوخوا ۷ میاشتې یې ورسره کار وکړ چې بلاخره یوه اونۍ مخکې د طالبانو د استخباراتو له لوري لومړی وتښتول شو، او بیا ووژل شو.


مجاهد د ډګروال قاسم قایم ورور دی، چې وایي نوموړی د طالبانو د عفوې دوکه خوړلې او بېرته دندې ته ورستون شوی وو.


د مجاهد په خبره، ډګروال قاسم قایم د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د افسرانو عمومي مدیر وه چې د طالبانو د حکومت له پیل وروسته د عمومي عفوې له اعلان او د طالبانو په بلنه بېرته دندې ته ستون شوی وو، خو په خبره یې له دوی سره تر ۷ میاشتو دندې وروسته تېره اونۍ د سه شنبې په ورځ وتښتول شو او پرون یکشنبه یې جسد ور تسلیم کړی دی.


ښاغلي مجاهد ازادي راډيو سره خبرو کې وويل: “کله چې اسلامي امارت حکومت پیل کړ، دی یې وغوښت چې بېرته دندې ورستون شي، دی هم ورستون شو او شاخوا اوه میاشتې یې له دوی (طالبانو) سره دنده ترسره کړه، تر دې چې د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته ۲ بجې کله چې له دندې راوتلی و، څو خاکي رنګي موټرو چې د طالبانو د استخباراتو دي له ځان سره وړی و، موږ چې هر څومره ولټاوه پیدا مو نه شو کړای چې پرون ۲ بجې یې له خپلې شمېرې زنګ راغی چې راشئ د پولیسو ۳۰۰ بستریز روغتون نه یې جنازه ترلاسه کړئ.”


هڅه مو وکړه د ښاغلي مجاهد د دغې ادعا يه اړه د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست او نظر وپوښتو خو ویاند یې ځواب رانه کړ.


خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاندعبدالنافع ټکور په هغه پیغام کې چې د دغه وزارت پر ټويټر پاڼه خپور شوی ویلي چې: “د افسر قاسم قایم د مړینې پېښه د کورنیو چارو وزارت تر جدي پلټنې لاندې ده، راغلې پایلې به یې له رسنیو سره شریکې شي. “


مجاهد د ورور غم اخیستی و او په ژړغوني غږ یې وویل چې د نورو جزییاتو د ورکړې توان نه لري.


د معلوماتو له مخې ډګروال قاسم قایم د څلور کوچنیو ماشومانو پلار و او کلونه یې د کورنیو چارو وزارت کې دنده ترسره کړې وه.


د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي په خپل ټوېټر لیکلي: "ډګروال قاسم قایم د طالبانو د بخښنې په فرمان دوکه شوی و او دندې ته په ستنېدو د طالبانو له خوا نیول شوی او د هغوی د شکنجې له امله یې ساه ورکړې."


طالبان په داسې حال کې د تېر جمهوري نظام د دغه افسر د وژل کېدو مسوولیت ګڼل کېږي، چې مخکې تر دې هم د لسګونه ورته پېښو په تړوا راپورونه ورکړل شوي دي.


د ملګرو ملتونو سازمان څو میاشتې مخکې طالبان د څه باندې سلو او تازه یوه اونۍ وړاندې نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې دوی د څه باندې پنځو سوو افغان امنیتي ځواکونو، پخوانیو چارواکو، مدني فعالانو او خبریالانو د وژنو او تري تم کولو مسووله وګڼل - هغه څه چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې رد کړي دي.

 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *