د اوکراين پوځ: روسيې د اوکراين پر ختيځو سيمو پراخ پوځي عمليات پيل کړي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د دې هېواد په ختیځه سیمه دونباس کې د روسیې د پوځ د پراخو عملیاتو خبر ورکړی.
د اوکراین پوځ وايي، روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې، د جګړې په تقریبا ټولو لومړیو کرښو کې درنې جګړې پیل کړې دي.
د روسيې دا اقدام چې ډېر پخوا یې لا اټکل کېده ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د اوکراین په ختیځه دونباس سیمه کې د جګړې پیل بللی دی. اوکرایني رسنیو نن د دونېڅک سیمې په مارینکا، سلوویانسک او کراماتورسک ښارونو کې د جګړې په لومړیو کرښو کې د سختو راکټي حملو خبر ورکړ.
ولسمشر زیلینسکي پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل جې روسیې د دونباس جګړه پیل کړې ده او زیاته یې کړه چې د روسیې د ټول پوځ یوه لویه برخه پردې عملیاتو کار کوي.
خو ښاغلي زیلینسکي هوډ څرګند کړ چې پوځ به یې د هېواد دفاع وکړي او ویې ویل، مهمه نه ده روسیې هلته څومره سرتېري استولي، دوی به جګړه وکړي او خپله دفاع به وکړي.
د اوکراین یو جګپوړي امنیتي چارواکي اولېکسي دانیلوف وویل روسي سرتېرو په دونېڅک، لوهانسک او خارکییف ښارونو کې له ټولو لومړیو دفاعي کرښو د اوښتو هڅې کړي. دې هڅو ته د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز اندرې کېرماک د جګړې د دوهم پړاو نوم ورکړی.
ښاغلي کېرماک دا څرګندونې پرون وروسته له هغه وکړې چې په ختیځ خارکییف ښار کې د اوکراین پر پوځي تاسیساتو د روسیې په پرونیو راکټي حملو کې لږترلږه اوه کسان ووژل شول او یوولس نور ټپیان شول.
د ختیځ د بل ولایت لوهانسک والي شیرهي هایدای هم وویل چې پر دې سیمه د روسیې پوځي عملیات پیل شوي دي. د روسیې دفاع وزارت د دې جګړو په اړه تردې دمه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا د اوکراین دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د جنوب ختیځ ښار ماریوپول د کلابندۍ دوام ډېر ملکي تلفات اړولي او خورا زیات عامه المنفعه تاسیسات یې ویجاړه کړي دي.
په بیان کې روسیه تورنه شوې ده چې د چیچنیا او سوریې په څېر په اوکراین کې هم د ملکي وګړو د استوګنې په سیمو کې د درنو عملیاتو د ترسره کولو له تاکتیک څخه کار اخلي.