وروستۍ نا امنۍ؛ خلک په اختر کې د امنيت په اړه اندېښمن دي
په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ورستیو چادونو یو شمېر خلک اندېښمن کړي. دوی ویره لري چې په اختر کې هم ورته پېښې رامنځته نشي.
د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي طالبان د امنیت د ټینګښت په برخه کې پاتې راغلي بولي.
د دې ښار اوسیدونکو فاطمې او احمد ازادي راډيو ته وویل:" خلک اندېښمن دي، ورستیو چاودنو خلک ویرولي دي او را روان اختر کې خلک نشي کولای په ډاډه زړه خپلې خوښۍ ونمانځي، زه فکر کوم طالبان د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي."
" موږ د روژې په میاشتې کې پرلپسې چاودنې ولیدې چې دا د اندېښنې وړ مسله ده، دغه ویره او ډار د دې لامل شوی چې خلک خپل اختر سم ونشي نمانځلی"
هغه شمېرې چې د ازادي راډیو له بېلابېلو راپورو ترلاسه شوي، ښيې چې د روژې میاشتې له پیله تر ۲۴ م پورې په چاودنو، مخامخ جګړو او بمباریو کې ۱۱۵ ملکيان وژل شوي او ۲۶۸ نور ټپیان دي.
په دې کې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي.
د ځینو دې پېښو مسولیت د افغانستان لپاره د داعش خرسان څانګې منلی دی.
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، را روان اختر به د تېرو شلو کلنو په پرتله د امنیت له نظره ډاډمن اختر وي.
د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل:" موږ خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، ستاسو امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د دې په هڅه کې دي چې تاسو ته ډاډمن امنیت ټینګ کړي، راتلونکی اختر به د تېرو شلو کلنو په توپیر ډاډمن اختر وي."
دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې طالبانو په ځلونو ویلي، داعش د افغانستان لپاره جدي ګواښ نه دی خو ورستیو بریدونو په دننه او بهر کې ګنې اندېښنې راپورته کړي.
په افغانستان کې په تېرو کلونو کې کله نا کله د اختر په ورځو کې هم د نا امنۍ خبرونه اورېدل شوي دي.